په سجده کې خپلې څنګلې له ځمکې څخه اوچتې ساتل
42 – : عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ إِذَا سَجَدْتَ فَضَعْ كَفَّيْكَ وَارْفَعْ مِرْفَقَيْكَ ].( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم :1 / 335)
ژباړه : د براءابن عازب رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : کله چې ته سجده کوې نو خپل دواړه ورغوي ( په ځمکه ) کېږده او څنګلې دې اوچتې کړه .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې کله مونږ سجدې ته لاړ شو نو بايد خپل ورغوي په ځمکه باندې کېږدو او خپلې څنګلې له ځمکې څخه اوچتې وساتي ، نه يې د بدن کوم ځايې سره ولګوي لکه چې مخکې حديث کې تېر شول .
سُتْرې ته نږدې ودرېدل
43 – : عَنْ مَيْمُونَةَ رضي الله عنها قَالَتْ [ كَانَ النَّبِىُّ صلی الله عليه وسلم إِذَا سَجَدَ لَوْ شَاءَتْ بَهْمَةٌ أَنْ تَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ لَمَرَّتْ ]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم – (4 / 191)
دبي بي ميموني رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به کله سجده کوله نو که يوګډوری غوښتلی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخې ته تېر شي نو تېر شوی به وای .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې کله يو لمونځ ګذار لمونځ کوي نو سترې ته به دومره نږدې ودرېږي چې که سجدې ته لاړ شي او د دې او سترې ترمنځ دومره فاصله وي چې ګډوری په کې ايله تېر شي نو معني دا شوه چې د سترې څخه به څوک لري نه ودريږي .
په سجده کې د خپو د ګوتوسرونه قبلې طرف ته ماتول
44 – : عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قالت [ فَقَدْتُّ رسولَ الله صلی الله عليه وسلم لَيْلَةً من الْفِرَاشِ، فَالْتَمَسْتُهُ ، فَوَقَعَتْ يَدِي في بَطْنِ قَدَمَيْهِ ، وهو في الْمَسْجِدِ ، وَهُمَا مَنْصُوبَتَانِ].( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم – (4 / 155))
ژباړه: له بي بي عائشي رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم رانه يوه شپه په بستره کې ورک شو ، ما يې پلټنه کوله نو زما لاس یې د قدمونو په تلو په داسې حالت کې ولګيدل چې په مسجد کې و او د دواړه خپې يې ولاړې ( ودرولې ) وې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله سجدې ته لاړ شو نو خپل قدمونه بايد نېغ ودروو او د قدمونوګوتې د قبلې طرف ته ماتې کړو چې په راروان حديث کې به يې لاپسې ښه زده کړو.
45 – : وَ فِيْ رِوَايَةٍ [ فَوَجَدْتُهُ سَاجِدًا رَاصًّا عَقِبَيْهِ مُسْتَقْبِلاً بِأَطْرَافِ أَصَابِعِهِ الْقِبْلَةَ ]( سنن البيهقي الكبرى :2 / 116)
او په بل روايت كې داسې دي چې عايشه وايي : ما په داسې حالت کې ومند چې په سجده باندې پروت و، هغه خپلې پونډۍ سره نزدې کړې وې او د خپو ګوتې يې د قبلې په لور مخامخ کړې وې .
په سجده کې دا دعا ويل :
46 – : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم كَانَ يَقُولُ [ فِيْ سُجُودِهِ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ ذَنْبِيْ كُلَّهُ دِقَّهُ وَجِلَّهُ وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلاَنِيَتَهُ وَسِرَّهُ ]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم :3 / 214)
ژباړه : د ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې يقينارسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلې سجده کې ويل : ای الله جل جلاله ما ته زما د ټولو ګناهونو بښنه وکړې که واړه وي او که غټ ګناهونه وي ، که مخنکي وي که ورستني وي ، که ښکاره وي او که پټ وي .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې په سجده کې مونږ نورې دعاګانې هم ويلې شو څومره چې د چا خوښه وي صرف د ( سبحان ربي الاعلی ) دعا ويل واجب دي او د نورو دعاګانو ويل سنت دي .