٤- له اسلامي دعوت څخه د مکې د خلکو له اعراض او مخ اړونې نه وروسته طائف ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) تګ پدې دلالت کوي چې هغه (صلى الله عليه وسلم) د خپل دعوت د دوام او استمرار لپاره کلک عزم او تصميم درلود، د خلکو اعتراض او سرغړونې نه ورباندې منفي اثر کړى و او نه هم مايوس او نا اميده شوى ؤ، که دا ځاى د دعوت پر مخ بند شو نو د بل ځاى په لټه کې به شو. همدا راز د ثقيف د بې عقلانو او ماشومانو له خوا رسول (صلى الله عليه وسلم) ته آزار ورکول ددې دليل دى چې د شرغوښتونکو هر ځاى چې وي لاره او طبيعت يو دى – او هغه هم داعيانو ته د آزار ورکولو لپاره پر بې عقلانو باندې تکيه کول دي. د دعوت په لار کې د محمد (صلى الله عليه وسلم) غوندې عظيم انسان چې د الله رسول او نبي هم دى له مبارکو پښو نه وينې بهيږي، نودا د هر داعي لپاره لوړ مثال او عظيم الشان پند او عبرت دى او دا ښيي چې يو داعي بايد تر کومه حده او څومره د الله(جل جلاله) په لار کې تکليف وګالي…. د طائف په هغه باغ کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) هميشنۍ دعا ددې څرګندونه کوي چې رسول (صلى الله عليه وسلم) په حقه ؤ او د الله ( جل جلاله) له رضا پرته بل څه ورته اهميت نه درلود،د مشرانو، رهبرانو، دوکه ورکونکو او عامو خلکو د خوشالۍ او رضا پروا يې نه کوله. (( ان لم يکن بک غضب علي فلا ابالي)). (که ستا غضب راباندې نه وي نو د هيڅ شي پروا نلرم).
دا دعا دا درس هم راکوي چې د قوت غوښتنه يوازې له الله (جل جلاله) نه، د هغه (جل جلاله) خوا ته په رجوع کولو سره روا ده، داعي ته په کار ده چې د سختيو په وخت کې له الله (جلاله) نه مرسته وغواړي. پدې دعا کې د داعي يو بل صفت هم ښوول شو يدى، او هغه دا چې داعي يوازې د الله له قهر او غضب نه ويريږي، بل د هر چا قهر او غصه ورته بې ارزښته وي.
٥- د اسراء او معراج په معجزه کې زيات رازونه پټ دي، خو مونږ دلته يوازې دريو رازونو ته اشاره کوو او بس:
الف – نوموړې معجزه د مسجد الاقصى او شا او خوا (فلسطين) قضيه په ټوله اسلامي نړې پورې تړي، ځکه د رسول (صلى الله عليه وسلم) له بعثت وروسته مکه مکرمه د اسلامي دنيا د تجمع او د اهدافو د يووالي مرکز وګرزيده، او بل دا چې له فلسطين نه دفاع له اسلام نه دفاع ده، په هر مسلمان هر چيرته چې وي واجبه ده چې دفاع ورڅخه وکړي او د آزادۍ لپاره يې زيار وباسي، پدې هکله سستي په حقيقت کې د اسلامي احکامو په نسبت سستي ده، او دا يوه داسې ګناه ده چې الله (جل جلاله) به يې د قيامت په ورځ پوښتنه کوي او مقصرمؤمن ته به يې جزا ورکوي.
ب- دا معجزه پدې هم دلالت کوي چې مسلمان د څومره اوچت او لوړ شان درلودونکى دى ، مسلمان ته دا ښيي چې د دنيوي شهواتو او هوسونو نه قدم اوچت کيږدي، د خپل مقام او هدف د اوچتوالي له امله بايد له نورو نه لوړ او ځانګړى وي او تل په هر ځاى کې د هر چا لپاره د لوړ مثال او نيکې نمونې حيثيت ولري.
ج- دا معجزه پدې هم دلالت کوي چې فضا نور ده او د ځمکې د جاذبي قوت له دايرې نه وتل يو ممکن کار دى د نړۍ په ټول تاريخ کې لومړنى فضانورد زمونږ رسول (صلى الله عليه وسلم) ؤ چې د اسراء او معراج په پيښه کې فضا ته وخوت، نو فضا ته ختل او بيرته ځمکې ته په سلامتيا سره راکوزيدل ممکن کار ځکه دى چې زمونږ رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپل وخت کې د معجزې په شکل تر سره کړى، او دا ممکنه ده چې اوسنى انسان يې د خپل فکر او علم په قوت سره تر سره کړي…
٦- د اسراء او معراج په شپه کې د لمانځه فرضيت د لمانځه له حکمتونو ځنې يو هغه حکمت په ګوته کوي د کوم لپاره چې لمونځ فرض کړى شويدى، او دا داسې لکه چې الله (جل جلاله) خپلو مؤمنو بندګانو ته وايي: آسمان ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) په روح او جسم سره ختل معجزه ده، نو ستاسې لپاره دې هم هره ورځ پنځه معراجه وي چې په هغه کې ستاسې ارواحګانې او زړونه ما ته راخيژي تر څو ستاسې هم هغه روحي لوړتياوې په برخه شي چې په مرسته يې له خپلو هوسونو او شهوتونو نه لوړ او آزاد و اوسيدلى شئ او په همدې روحي عروج سره زما د عظمت، قدرت او وحدانيت مشاهده وکړئ او دغه مشاهده به تاسې د ځمکې پر مخ د سيادت او حاکميت لور ته هڅوي، خو د غلامۍ، جبر او زور له لارې نه، بلکه د خير، لوړتيا، پاکۍ او بالاخره د لمانځه له لارې.
٧- د حج په موسم کې نورو قبيلو ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) په دعوت کې دا درس دى: داعي ته په کار ده چې خير ته د بلنې دايره يوازې په خپل وطن او مجلس کې خلاصه نکړي، بلکه بايد د خلکو د غونډو ځايونو ته ورشي او بايد د خلکو له اعراض او سرغړونې له امله له خپل بري نه نا هيلى نه شي، ځکه الله (جل جلاله) به حتما ده ته له داسې لارې چې دده په خيال او فکر کې هم نه ګرزي داسې مرستندوى پيدا کوي چې په دعوت به يې ايمان راوړي. ډير ځله د دعوت په خوريدو او په شرباندې د حق په غلبې او برلاسۍ کې د وړې مؤمنې ډلې اوږد لاس وي، د هغه لومړنيو (٧) اوو انصارو د ايمان اثر هومره ؤ چې ټوله مدينه يې د اسلام په سپيڅلي او عظيم دين پوهه او مشرفه او په پاى کې د اسلامي حکم لپاره آماده شوه او همدا مدينه په مکه کې تر ظلم لاندې مسلمانانو لپاره د پناه او غونډيدو ځاى او د رسول (صلى الله عليه وسلم) د حکومت د قائمولو او دعوت د خپرولو داسې خوندي مرکز جوړ شو چې له همغه ځايه خپل اصحاب (رضي الله عنهم) د شرک او مشرکينو د مقابلې لپاره استوي، هلته د جنګ مرکز ؤ او له همدې مرکزه د کفر په خلاف داسې جګړې قومانده شوې چې په نتيجه کې يې د ايمان لښکر هميشنۍ فتحه وګتله او د کفر لښکر هميشنې ماتې وخوړه. الله ( جل جلاله) له انصارو (اوس او خزرج) نه راضي شي، په مسلمانانو او ټوله نړۍ باندې د دوى څومره لوى احسان دى، الله (جل جلاله) دې د دوى له وروڼو ( مهاجرينو) نه هم راضي شي، هغه مهاجرين چې له دوى نه مخکې په اسلام مشرف شول او د اسلام په لار کې يې خپل قيمتي شيان لکه مال او وطن قربان کړل، خداى (جل جلاله) دې مونږ له دوى سره په جنت رضوان کې يو ځاى کړي.