- ابن عيينة وايي: يوه ورځ عمرو بن العاص وويل: ځيرک هغه نه دی چې له شر څخه خير وپېژني، ځيرک هغه دی چې په دوو شرونو کې اسانترين شر وپيژني(سيرأعلام النبلاء: ۳ / ۷۴ ) .
- نُعيم وايي: ما ته احمد بن جعفر بن سَلم له احمد بن ابار نه، هغه له مَنصور بن ابي مُزاحم نه، هغه له عنبسة الخثعمي نه روايت کو چې ما له جفعر بن محمد نه اورېدلي دي: په دين کې جګړې او دليل بازي مه کوئ، له دې څخه منافقت او په زړه کې حسد راولاړيږي (سيرأعلام النبلاء: ۶ / ۲۶۴ ) .
- حافظ ابن عبدالبر په [التمهيد] کې وايي: دغه مې له خپل ياده وليکل او اصل يې را څخه ورک شوی دی چې عبدالله العمري امام مالک ته ليک واستو او په نېکو عملونو او ګوشه شينۍ هڅولی و، امام مالک ورته ځواب واستو چې: د بندګانو ترمنځ الله پاک عملونه داسې تقسيم کړيدي لکه رزقونه چې يې تقسيم کړيدي، چا ته الله پاک د لمونځ دروازه بېرته کړې وي په روژه کې ډېر برخوال نه وي، څوک په صدقاتو کې ډېره برخه لري خو په روژه کې برخوال نه وي، چا ته يې د جهاد دروازه کولاو کړي وي، او د علم نشر اشاعت په ټولو نيک عملونو کې ستر او غوره عمل دی، کوم عمل چې په تقسيم کې الله پاک ما ته راکړی دی زه پرې خوشحاله يم، شايد زما او ستا عملونه هم سره بېل بېل وي، او امېد لرم چې دواړه په خير او سعادت روان يو(سيرأعلام النبلاء: ( ۸ / ۱۱۵ ) .
- ابن عبدالبر په خپل کتاب [ العلم ] کې ذکر کوي چې ابن وهب وايي: عبادت مې د علم له زده کړې وړاندې ښه پېشه وه، شېطان راته وسوسه واچوله چې: الله پاک به عيسی بن مريم عليه السلام څنګه پيدا کړی وي؟ او دېته ورته نور سوچونه….
له دغې وسوسو مې يو عالم ته ګيله وکړه، هغه راته وويل: ابن وهبه! ما وويل: جناب! هغه وويل: علم زده کړه، نو دغه وسوسه مې د علم د زده کړې سبب شوه (سيرأعلام النبلاء: ( ۹ / ۲۲۴ ) .
- علي بن محمد بن ابان القاضي وايي: ما ته زکريا الساجي له مُزني څخه روايت وکړ چې ويل يې: زما په زړه او تصور کې چې د توحيد اړوند څومره پوښتنې راتلی ومې ويل چې له شافعي پرته ورته نور هېڅوک ځواب نه شي ويلای نو د شافعي په لور رهی شوم، هغه د مصر په مسجد کې و، چې مخې ته يې په دواړو زنګونو کېناستم او ورته مي کړه: په زړه کې مې يوه مسله ده چونکه زما په نېز ستا نه بل څوک ستر عالم نشته تا ته عارض شوم چې ته په کې څه وايئ؟ هغه ډېر زيات غصه شو او راته يې وويل: په دې پوهېږئ چې چرته يې؟
زه: هو.
شافعي: دا هغه خبرې دي چې الله پاک ورباندې فرعون تباه او نيست نابود کړ، ايا نبي کریم صلی الله عليه وسلم دغه ډول پوښتنو باندې امر کړی دی؟
زه : نا.
شافعي: دا موضوع چرته صحابه کرامو رضي الله عنهمڅېړلې ده؟
زه : نا.
شافعي: په اسمان کې څومره ستوري دي؟
زه: معلومات نه لرم.
شافعي: په اسمان کې څومره سيارې دي؟ هره يوه يې څومره غټوالی لري؟ څنګه راخيژي او څنګه ډوبيږي؟ له څه شي الله پيدا کړي دي؟
زه: معلومات نه لرم.
شافعي: داسې مخلوق چې ته يې پخپلو سترګو ويني اړوند يې هېڅ معلومات نه لرې او د خالق په علم کې يې خبرې کوې؟
بيا يې راڅخه د اودس متعلق پوښتنه وکړه مايې ځواب ناسم ورکړ، خو هغه ترې بېرته څلور داسې فرعي مسايل راوويستل چې زه يې په ټولو فروعو کې خطا شوم، نو هغه راته وويل: داسې يو شي چې ته يې په ورځ کې پينځه ځله کوې علم يې درته نشته او په تکليف او زحمت د الله علم متعلق خبرې کوې؟ چې داسې خبرې دې کله زړه ته راشي په توندۍ الله پاک پورې پناه وغواړه او دې ايت ته رجوع وکړه چې [وَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَـٰنُ الرَّحِيمُ ¯ إنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْارْضِ وَاخْتِلَافِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ] (سورت بقره: ( ۱۶۳ – ۱۶۴ ) .
ژباړه: ستاسو برحق معبود يو دی، له هغه پرته بل هېڅ حق معبود نشته او هغه ډېر رحم کونکی او مهربانه ذات دی ¯ د اسمانونو او ځمکو په پېدائښت او د شپې او ورځې په ردوبدل کېدو کې او.. د عقلمند قوم لپاره عبرت دی.
د خالق پېژندنه په مخلوق سره وشوه، د عقل نه په پورته علم ځان مه تکليفوه. د دې خبرو په اورېدو سره ما توبه وويسته(سيرأعلام النبلاء: ( ۱۰ / ۳۱ ) .