د شپږم رکن دليل:
47 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم [ ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا ]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : 3 / 86)
ژباړه : د ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : بيا سجده وکړه تر دې چې د سجدې په حالت کې ښه په ارام شې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې تر هغه به په سجده کې وخت تېره وو ترڅو په سجده کې ښه ارامتيا حاصله کړو او زر به ترې نه پاڅيږو او دا د (تَطْمَئِنَّ ) معنی ده.
او په بل حديث کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي :
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّه صلی الله عليه وسلم [ أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ عَلَى الْجَبْهَةِ ». وَأَشَارَ بِيَدِهِ إِلَى أَنْفِهِ وَالْيَدَيْنِ وَالرُّكْبَتَيْنِ وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ.( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم: 2 / 16)
ژباړه : د ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ما ته امر کړی شوی دی چې زه سجده وکړم په اوو اندامونو باندې ، په تندي او په لاس يې اشاره يې وکړه پوزي ته ، او په دواړو لاسونو او زنګونونو، او د خپو په ګوتو باندې ، نو دا (7) اندامونه شول.
نو څوک چې اوه واړه اندامونه په ځمکه باندې کې نه ږدي نو سجده يې نه کېږي .
اووم رکن : د سجدې څخه پاڅېدل
د اووم رکن دليل
عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : 3 / 86)
ژباړه : دابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل دي : بيا اوچت شه (يعني له سجدې څخه ) تر دې چې په کېناستلو کې ښه په ارام شي .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شو چې کله اوله سجده پوره کړو نو بايد بيا اوچت شو او اتم رکن ته لاړشو .