ابوالحسن عبدالملک الميموني وايي: يو سړي احمد بن حنبل ته وويل: زه خَلف بزار ته ورغلم او نصيحت مې ورته کو، له هغه څخه راته رسيدلي و چې له احوص او هغه يې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت کوي چې [ الله پاک د…. نه لوي نور څه نه دي پېدا کړي ] او ټول حديث يې ورته واورو، احمد بن حنبل ورته وويل: په دې ورځو کې – د محنت زمانه ترې مراده ده – د داسې حديثونو تعليم مناسب نه دی، او متن داسې دي [مَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ سَمَاءٍ وَلَا ارْضٍ اعْظَمَ مِنْ آيَةِ الكُرْسِيِّ ] (حديث امام سيوطي په (الدرر المنثور: ۱ / ۳۳۲) کې دې کلماتو ته په نزدې کلماتو روايت کړی دی او نسبت يي ورله أبوعبيد، ابن الضريس، او محمد بن نصر ته کړی دی چې دا د عبدالله بن مسعود قول دی .)
ژباړه: له ايت الکرسي نه نور هېڅ الله پاک لوی مخلوق نه دی پېدا کړی.
او احمد بن حنبل رحمه الله د محنت په ورځ هم وويل: دلته تخليق په اسمان او ځمکې او په مابېنهما باندې واقع دی، په قرانکريم باندې نه شي واقع کېدای.
ذهبي وايي: د محدث د شان سره دغسې ښائيږي چې د فتنو په دور کې هغه حديثونه چې له ظاهره ورڅخه د نبوي سنتو دښمنان لکه جهميه او… نفس پرست ګټه اخلي مخه ونيسي، او يا هغه حديثونه چې داسې صفتونو ته شمول لري چې ثابت نه وي، که څوک حديث داسې خلکو ته بيان کړي چې هغوی يې په خپل عقل ادراک نه شي کولای مګر ضرور به پکې ځينې په فتنه اخته کيږي علم مه پټوه او مه يې هغه خلکو ته بيانوه چې په غور يې نه اوري او يا ترې ناوړه ګټه واخلي چې په زيان يې تماميږي(سيرأعلام النبلاء: (۱۰ / ۵۷۸ ) .
l مرّوذي وايي: ما ابراهيم حُصري د ابوعبدالله خواته بووت، چونکه ابو عبدالله ډېر ښه او نېک سړی و، ابراهيم ورته د خپلې مور ليدلی خوب واورو چې ستا لپاره يې جنت ليدلی دی، هغه ورته وويل: سهل بن سلامة ته به هم خلکو دغسې خبرې کولې بالآخره د خلکو ويني تويولو ته راووت، مومن انسان په ښه خوب خوشحاليږي خو غره کيږي پرې نه (سيرأعلام النبلاء: (۱۱ / ۲۲۷ ) .
l عبدالوهّاب بن عزيز تميمي حنبلي وايي: مونږ ته ابوالحسين عَتَکِيْ وويل چې د ابراهيم الحربي نه مې واوريدل چې له ځان سره ناستو خلکو ته يې ويل: تاسو دې وخت کې غريب چا ته وايئ؟ يو سړي ورته وويل: غريب هغه څوک دی چې له کور کلي نه لرې وي، بل وويل: غريب هغه څوک دی چې له ملګرو څخه جدا شوی وي، ابراهيم ورته وويل: د دې وخت غريب نېک او صالح انسان دی چې د نېکو خلکو په ملګرتيا کې ژوند کوي، که په نېکۍ خلکو ته امر کوي خلک يې تاييد کوي، که له بدو نه منعه کوي خلک يې مرسته کوي، که کوم دنياوي سبب ته اړتيا ولري خلک ورله اړتياوي ختموي، خو چې مړ شي له هر چانه هېر شي(سيرأعلام النبلاء: ۱۳ / ۳۶۲ )
l د معتضد بالله په ترجمه کې امام ذهبي ذکر کوي چې اسمعيل القاضي وايي: يوه ورځ يې خوا ته ورغلم ما ته يې کتاب راکړ چې ومې کتو چا ورله د علماوو هغه رخصتونه راغونډ کړي وو چې هغوی پکې خپله اجتهاداً خطا شوي وو، ما ورته وويل: د دې مسئلو ليکوال زنديق دی. هغه راته وويل: ولې دغه حديثونه صحيح نه دي؟ ما ورته وويل: ولې نه، خو نشه يې توکې چې څوک مباح بولي متعه مباح نه بولي، او چې متعه مباح بولي ګانې بجانې (سندرې) مباح نه بولي، سره له دې چې هر عالم خطا لري، خو د علماؤ په خطاګانو چې څوک عمل درامد کوي له دين څخه به خلاص شي، معتضدرحمه اللهکتاب په سوزولو قرار صادر کړ (سيرأعلام النبلاء: ۱۳ / ۴۶۵ ) .