عَنْ أَبِيْ مَسْعُوْدٍ رضي الله عنه, قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: [مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ البَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ ] (صحيح البخاري, حديث شمېر: ۵۰۰۹, صحيح مسلم, حديث شمېر: ۸۰۸)
د ابو مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چا چې دسورت بقرې اخري دوه ايتونو د شپې ولوستل ، نو دا به دده لپاره کافي شي .
د راوي پېژندنه :
ددې حديث راوي عقبه بن عمرو ابو مسعود الانصاري رضي الله عنه مشهور صحابي دی ، کله چې د دوهم ځل لپاره د مدينې خلکو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره بيعت کو ، نو دا هم په دغه بيعت کې موجود و، اودغه مهال دعمر په لحاظ سره په ټولو کې د کم عمرخاوند و.
او همدارنګه ده د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره د آحد په غزا کې او په هغو ټولو غزاګانو کې چې د احد له غزا وروسته واقع شوي دي شرکت کړی دی .
او بيا په روستو زمانه کې کوفې ته لاړ او هلته اوسيده کله چې علي رضي الله عنه د صفين جنګ ته تلو نو دا يې د خپل جانشين په توګه پر کوفه مقرر کړ، او دده مسند په (۱۰۲) احاديثو باندي مشتمل دی او په کال (۴۱) هجري په مدينه کې وفات شو ، په دي اړوند څه نور اقوال هم شته .
ددي حديث د فوائدو څخه :
۱ – : د سورت بقرې د اخرنيو ايتونو فضيلت چې که څوک يې هره شپه ولولي نو د نيک بختۍ سبب يې دی او په دې سره انسان دهر شر او بد بختۍ نه بچ کيږي .
۲ – : ددې ايتونو په لوستلو سره د مسلمان بنده په خپل رب باندي يقين او باور زياتيږي .
۳ – : د مسلمان لپاره بايد ده چې دا دواړه ايتونه په يادو زده کړي، او دلو ستلو اهتمام يي وکړي .
[ آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّـهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ * لَا يُكَلِّفُ اللَّـهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖوَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ] (سورة البقرة, الآيتان ٢٨٥ – ٢٨٦)
ايمان راوړی دی رسول الله صلی الل عليه وسلم په هغه څه چې نازل کړی شوي دي ده ته ، د طرفه درب دده نه ، او مؤمنانو هر يو ايمان راوړی دی په الله تعالی ، او په ملا ئکو دهغه ، او کتابونو دهغه ، او رسولانو دهغه ، وايي دوي جدا يي نه کوو په ايمان راوړلو کې په مينځ دهيچا کې درسولانو دهغه نه ،وايي دوي واوريدلو مونږ ، او تابعداري کوو مونږ ، غواړو بښنه ستانه ای ځمونږ ربه او تاته دي در ګر ځيدل دټولو .
کړاو نږدي الله تعالی په هيچا باندي مګر په قدر د طاقت دهغه ، ده لره ثواب د هغه نيک عمل دی چې ده کړی وي . او په ده باندي تاوان دهغه بد عمل دی چې ده کړی وي .
ای ربه ځمونږ : مه نيسې مونږ ه که هير شي ځمونږ نه يا خطايي اوکړو مونږ ، ای ربه ځمونږ : او مه بار کوه په مونږ باندي دروند پيټی ، لکه چې تا بار کړی دی په هغه کسانو چې مخکې ځمونږ نه وو ، ای ربه ځمونږ : او مه آچوي په مونږ باندې هغه مصيبتونه چې طاقت نشته مونږ لره دهغې او معافي اوکړې ځمونږ نه ، او بښنه اوکړې مونږ ته ، او رحم اوکړې په مونږ باندي ، ته مولا ځمونږ يي پس غلبه راکړې مونږ ته په قوم کافرانو باندي !