۲-:عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُوْدٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ [ نضَّرَ اللهُ امْرَأً, سَمِعَ مِنَّا حَدِيْثاً؛ فَبَلَّغَهُ؛ فَرُبَّ مُبَلَّغٍ أَحْفَظُ مِنْ سَامِعٍ ] (سنن ابن ماجه,۲۳۲, جامع الترمذي, ۲۶۵۷) .
ترجمه: له عبد الله بن مسعو رضي الله عنه نه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: هغه کس دې الله تعالی تروتازه کړي چې زمونږ حديث واوري او بيا يي بل ته ورسوي، پس ډير ځله هغه څوک چې حديث ورته ورسيږي ښه يادونکی وي له هغه چانه چې حديث يې او ريدلی وي.
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي عبد الله بن مسعود رضي الله عنه مشهور صحابي او په صحابه کرامو کې دلوی عالمانو څخه لوی عالم او قاري وو ، او دده مسند په (۸۴۸) احاديثو باندي مشتمل دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ټولو غزاګانو کې شريک شوی دی، او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د فات نه وروسته بيا د يرموک په غزا کې کومه چې په شام کې واقع شوې وه هم شرکت وکړو، او عمر رضي الله عنه کوفې ته ددې لپاره ليږلی و چې د کوفې خلکو ته ددين تعليم ورکړې، او دعثمان بن عفان رضي الله عنه په خلافت کې د کوفې امير مقرر شو، او بيا ورته امر وکړی شو چې مدينې ته راشي، روستو ددينه چې مدينې ته راغي په کال (۳۲) هجري کې په مدينه کې وفات او د بقيع په هديره کې دفن کړی شو ، او عمر يي څه د پاسه (۶۰) کاله وو
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-ددي حديث معنی داده چې الله تبارک وتعالی هغه چا ته چې د نبوي سنتو د خپره ولو کوشش کوي ډير لوړ مقام ورکوي، او په آخرت کې يي د جنت خو شحالو ته رسوي .
2- په دي حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د جنت دخوشحالو دعا کړې ده چې د هغه احاديث په اخلاص او پوره امانت سره د خپره ولو کوشش کوي .
3- دا حديث د نبوي سنتو په خپره ولو باندي تيزي ورکوي .