ژباړه: شرر ساپی
د قسطنطنيه ولس زاړه، ځوانان، ښځې، ماشومان او سړي د مخه راووتل، د امپراتورې ماڼۍ مخې ته په لوی ميدان کې ودرېدل، د ماڼۍ او د مقدسې حمکتي کليسا د لارې په غاړو کې يوه ليکه شول، د نوي دويم امپراتور طيباروس د زنده باد چيغې پورته شوې، د تاج په سر کولو مراسم يې و، دويم سطينوس د پاچاهۍ له مسوليتونو او د رومي لښکرو د ماتې له امله ليونی شوی و، ميرمن يې صوفيا پوره يو کال په تخت ناسته وه، طيباروس ورسره څلور کاله ملتيا وکړه، بيا پرې قيصر له ليوني قيصر سره مخکې له دې چې خپل رب ته لاړ شي غږ وکړ، ولس دغه تثليث کې کوم نقصان نه ليده، د ښې طالع ګومان يې پرې کاوه، رومي حکمران اوس د اله په څير ګڼل کېده، درې په ځمکه کې او درې په اسمانونو کې .
رومي ولس له ډېرو قبيلو او قومونو څخه جوړ وو، سوچه يونانيان په کې کم وو، اوس له يوناني وينې سره نور جنسونه ورګډ شوي وو، حاميان ورته له افريقا نه او ساميان ورته له سوريه نه ورغلي وول، افريقايان او سوريان د اروپايې قبيلو سره ګډ شوي وو، د قسطنطنيه ولس هرې قبيلې او هر قوم ته منسوبېدل، که څه هم ځينې اصيلي کورنۍ وې چې ځانونه يې اصلی روميان بلل.
د دغه امپراتورۍ اوسيدونکي د پياوړي شعور څښتنان وو او په خپل وخت کې تر ټولو زيات پرمختللی ولس و، د خپل روميت په شعور پياوړي وو، د سمې تګلارې په لرلو پياوړي وو او په دې پياوړي وو چې له يونان نه ورته تمدن په ميراث پاتې وو.
له يونانيانو سره د نورو وينو امتزاج د بيزنطي په عنصري جوړښت پوره اغېزه کړې وه، د جنس او قوميت په مسلو کې ډېر متساهل خو عقيده ورته له هرڅه نه مخکې وه، هغوۍ ټول هغه خلک منل چې په ارتودکسي عقيدې يې باوردرلود، د هيواد عقيده. او هر هغه څوک چې به په يوناني غږيدلاې شول هغه د دوی وروڼه وو او هغه اجنبيان چې د بيزنطي په عقيده به يې باور نه درلود، کافر بلل کېدل، زنديقان يې بلل او د دغه امپراتورۍ له تهذيب نه يې لرې ګڼل، هر اجنبي چې به د دولت دين ومانه، نو د دغه هيواد تابعيت به ورکول کېده، د دولت له ټولو حقونو نه به برخمن کېده او له بيزنطيه ښځې سره به يې واده هم کولی شو، پروا يې نه کوله که له هرجنس نه به وه، ځينې بيزنطي جينکو به له فرنسويانو او ياهم له هر هغه چا سره واده کاوه چې له ختيځ نه به ورغلي وو، هيچا به ورباندې کومه نيوکه او اعتراض نه درلود، يواځينۍ نيوکه هغه وخت وشوه کله چې دويم يوسطنيانونس د سناتو کورنۍ يوه پېغله د خپل زنګي اشپز سره په واده مجبوره کړه. په هيواد کې د نجلۍ په پلوۍ احساسات راوپارېدل، ګوندې چې په دغه واده سره د نجلۍ سپکاوی او بې حرمتي شوې ده .
د خلکو سترګې د لويې ماڼې او هغه ويالو په لور اوښتې وې چې په مرمرو پوښل شوې وې. له خلکو سره د نوي امپراتور د ليدولو ډېره ليوالتيا وه، تر دې چې بيزنطي ځوانان هغه لوی بت ته ختلي وو چې د ماڼۍ ترڅنګ درول شوی و، دغه بت يو غوايي و چې زمری وژني، او تر څنګ يې نورو بتانوته هم ځوانان ختلي و.
ددغه سترې پېښې سره خلکو خپل ځانونه نه وو هيرکړي، ښځو او نارينوو خپلو سرونو ته نا اشنا شيان اغوستي وو، پيغلوټو خپل مخونه په پوډرو پټ کړي وو، او خپله ښکلا يې راڅرګنده کړې وه. په د غه ګڼه ګوڼه کې يې يوې خوا او بلې خواکتل.
په منځنۍ لاره کې دکانداران خپلو دکانونو ته ولاړ وو: زرګرانو د سپينو او سرو په اړه خبرې کولې، ترکاڼان د لرګيو او بازاري غلو په اړه غږېدل، د انوار کور مخ ته چې د ورېښمو لوی مرکز بلل کېده، د وريښمو د راواريدولو او د هغې د ستړياو او د غلوپه اړه خبرې اترې کېدلې.
وريښم به د اسپورانو لخوا د مکوس تمځای ته راوړل کېدل، او بيا به قسطنطنيه او يا هم د بيروت او صور کارخونو ته انتقالېدل. ځينو به بيا د سمندر له لارې سيلان ته رسول. دا هغه سيمه وه چې په کې د ټول ختيځ مالونه تبادله کېدل، هلته به د ختيځ مالونه راټولېدل، له هند او چين نه به وريښم، بادام، لونګ او صندل راتلل، له مکبار نه به تور مرچ ، له بومباې نه به مس او له سند نه به مشک راتلل، فارسي سوداګرو به وريښم زيرمه کول، نور مالونه به حبشي کشتيو د سرې بحيرې له لارې د اکسوم پلازمينې ادوليس ته رسول، له هغه ځای نه به سويس ته نژدې قلزم ته انتقالېدل.
له فارس او وريښمو سره د يوسطنيانوس جګړه درېدلې وه او امپراتور هڅه کوله چې قيمتونه ټيټ وساتي، دغه صنعت تر خپلې ولکې لاندې راولي. همداسې وشوه امپراتور ټولې کارخانې واخيستې او له دې سره د وريښمو صنعت د يوې امپراتورۍ په واک کې پريوت او هغوی به د قيمتونو د لوړولو په موخه احتکار کاوه.
دويم يوسطينوس وانګيرله چې دولت يې لا نورو وريښمو ته هم اړتيا لري او له فارس سره روانه جګړه رومي امپراتورۍ ته د وريښمو سوداګري دروي، هڅه يې وکړه چې د سهوب لاره پرانيزي او له دغه لارې نه د وريښمو سوداګرۍ ته دوام ورکړي، خو دغه کارد دوی له توانه پورته و.
د ورېښموسوداګر د انوار کور ته مخامخ ولاړ دي او د رسم ګزشت ننداره کوي، په عين وخت کې د ورېښمو له ستونزو او له چين او هندوچين نه يې د واردولو د سختيو په اړه چې له فارس نه راتېرېدل خبرې کوي، يوتن په کې وويل:
– دوه نسطوري راهبان قسطنطنيې ته رسيدلي او له ځانونو سره يې د وريښمو چينجې راوړي دي.
يو تن وويل چې د ورېښمو له چينجيو سره څه کاردی؟
يو بل تن چې د ورېښمو د چينجيو په اړه يې لږ ډېر معلومات درلودل لګيا شو او خلکو ته ددغه چينجي په اړه خبرې کوي، خلک ورته حيران ګوري، څوک يې تاېدوي او څوک يې ترديدوي، يو بل تن وويل:
– که ستا خبره سمه هم وي، بيا هم د ورېښمو د چينجيو روزنه وخت ته اړتيا لري.
– هغه روزونکي ته هم اړتيا لري.
– وخت زموږ په لاس کې دی او په تکرار سره تجربه تر لاسه کولی شو.
طيباروس چې د دوهم يوسطينوس د واکمنۍ پرمهال يې يوڅه چارې پرمخ بيولې اوس مهال په خپله چارې سمبالوي، د تاج په سرکولو ته ليواله وو چې په واکمنۍ يې ديني ټاپه ولګي او په ځمکه کې د الله مرستيال شي.
روميانو د فارس او روم ترمنځ له جګړې نه مخکې تاج په سرکول نه پېژندل، د زياتو ټکرونو له امله ورته شرقي اوغربي دودونه اوعادتونه رانقل شول، غرب د شرق تقليدونه راخپل کړل، او روم د تاج فکر له فارس نه واخيست، د فارس لوی کاهن(منجاور) به کسرا ته تاج په سر کاوه، کله چې قلديانوس تاج په سر کاوه، نو هغه په خپله لوی عالم و، له کاهن نه يې مرسته ونه غوښتله، دلته يو نوی دود رامنځ ته شو، د تاج په سر کولو په ورځ به يو له دوه تکړه او ټاکل شوي کسانو نه تاج ور په سر کوي .
د وخت په تېرېدو سره خلکو له بطريرک نه خطر محسوساوه، د قسطنطنيې بطريريک قيصر ته د تاج په سر کولو جوګه کس وو، ځکه چې د تا ج له په سر کولو نه به يې وروسته يو لوړ منصب اخيست.
بطريريک کوم پياوړی قسيس نه و. هغه يواځې په خپل ياد سره په امپراتورۍ کې له مشهورو هيوادوالو څخه شمېرل کيږي.
د لويې ماڼۍ دروازه پرانستل شوه، يو لوی رسم ګذشت راووت، د خلکو سترګې په طيباروس ولګيدې، د هغه د زنده باد چيغې پورته شوې، د اياصوفيا کليسا په اوږدوکې ولاړ و، له سترګو نه اوښکې وبهيدې، خلکو خپله ستړيا په يوه شيبه کې هېره کړه، سپيڅلي عواطف را وخوټېدل او زړونه ډاډمن شول .
رسم ګذشت سپيڅلي حکمتي کليسا ته ورسېد، د سيناتو سړي د سرتېرو او اولس استازي د ايا صوفيا مخې ته په ليکو کې ولاړ وو، د خلکو د خوښيو غږونو فضا څيرې کړه، طيباروس له خپلې بګۍ نه کوزشو، د لښکر سر آعلا قومندانان او وزيران ترې چاپيره دي، د خوښيو په چېغو کليسا ته ورننوت.
امپراتور په ډېره خاکسارۍ د قسطنطنيه بطريرک خوا ته چې د حلالکې مخ ته ولاړ و روان شو، کله چې ورورسېد بطريرک مبارکي ورکړه، ورپسې امپراتور د تاج په سرکولو لوړه وکړه. هغه لا د لوړې مراسم نه و پرځای کړي چې بطريرک ورته تاج په سر کيښود.
وزيران، د سنا مجلس غړي، ضابطان، سرتيري، او د هيواد استازي ودرېدل او د ماڼۍ په وفا يې لوړه وکړه، د مراسمو د بشپړيدو سره سم طيباروس خپلې لويې ماڼۍ ته راستون شو او د ځمکې پرمخ د الله مرسيتال او د رومي امپراتورۍ ستر قسيس شو.
خلک خپلو کورونو ته وګرځېدل، په دغه طلايې پيړۍ کې بيزنطي ځوانان د زيګما کلي ته لاړل. په خوندوره لاتيني غږيږي، د کړس خنداوې دي، د ميدان په منځ کې په افروديت بت باندې د احترام نظر اچوي او تيريږي، په هغو ښځو پسې څار کوې چې په لاره کې به يې خطر جوړاوه، څه نا اشنا خبره نه وه، دوی د ډمو په کلي کې وو.
قسطنطنيه نااشنا ښار و، د هرې کوڅې په سر کې به يوه کليسا ودانه وه، د هغې لويې کليساوې : ايا صوفيا او سپڅلي استازي و، له دې سربېره نورې په سلګونو عبادتخانې چې غښتلي ديوالونه به ترې چاپيره وو شتون درلود، په همدغه وخت کې هټۍ، دکانونونه او د ډمو کورونه د ښار په څنډو کې ودان وو، ددغې ځای خلکو به ويل چې ارتودکسيه عقيده په دې لاره کې يو پياړوی رکن دی چې له رومي جنس نه خوند واخلي!
رومي امپراتور هڅه کوله چې د بشريت د لاشعوري طبعي او د الله د ناموس د قانون د ګډ سيوري لاندې ژوند وکړي، خو دغه دواړه قانونه يو د بل ضد وو، د الله د ناموس په قانون کې د الله مينه وه او د بشري طبعي لاشعوري قانون کې طبيعت د هر څه جوړونکی و.
اسکندريه مسيحي کليسا د قسطنطينه کليسا په مرتبه کې راتله، خو د دداوړ کليساګانو تر منځ مذهبي اختلافاتو د امپراتوراۍ پر وړاندې حساسيتونه راوپارول، خو د هر پاڅون مخه يې ونيوله .
طيباروس د امپراتورۍ دننه په د يني اختلافاتو خبر و، له داخلي پاڅونونو او د فارس له لښکر وويرېده، تر ټولو لويه هيله يې دا وه چې کسرا نوشروان يې ارام پرېږدي او تر يو وخته د سلطنت او واکمنۍ نه خوند واخلي، هوډ يې وکړ چې د خپل راتلونکي په اړه ځان خبرکړي او د غيبو له مخې پرده پورته کړي، نجوميان او کاهنان يې راوغوښتل.
کاهنانو او نجوميانو په خپل کار پېل وکړ، په ستورو کې يې وکتل، حسابونه يې وکړل، په اقطابو کې ځير شول خو ټوله نتيجه دا را ووتله چې د طيباروس پاچاهي دوام نه لري، د امپراتورۍ ستوری په زوال دی، دغه خطر به د ختيځ له لورې راځي، دغه خطر د فارس له لورې نه دی، دغه ګواښ د مختون (سنت شوي) ولس لخوا دی، وړوکی ملت دی، له دغه ځای نه به يوه رڼا راوځي چې ختيځ او لوېديځ دواړه به ونيسي، هغه څوک چې په دغه نور باور ولري، معنوي غښتلتيا او پياوړتيا به تر لاسه کړي، د فارس او روم لښکرې به تارو مار کړي.
ساحران او نجوميان په ډېره نرمه لهجه امپراتور ته لګيا دي او له هغه څه نه يې خبروي چې په ستورو کې يې ليدلي دي، د هغه پاچاهي به يو وړوکی قوم دړې وړې کړي.
طيباروس په فکر کې شو چې دا به کوم قوم وي چې د دوی پاچاهي به رانسکوره کړي، هغه وويل چې له يهودانو پرته بل څوک نشي کېدای، د هيچا په تصور کې دا خبره نه راتله چې دغه خواره وراه عربان چې قسطنطينه ته به دامپراتور د رضاکولو او خوشالولو په خاطر راتلل، سبا ته به د دوه سترو امپراتوريو جرړې وباسي، دا څنګه کېدای شي، د غه جاهلان او (رڼا) سره لرې خبره ده؟
يهودان د دوی د امپراتورۍ لپاره پوره ګواښ وو، د دوی په امپراتورۍ کې يهودان هغه څوک وو چې د خپل ديانت له پلوه يې له چا سره وينه نه ګډېده، د بيزنطې په هر ښارګوټي کې د دوی کورونه ودان وو. که چيرته د تورات په اړه د دوی خبره يوه شوې وای، او پاڅون يې کړای وای، نو د دوی امپراتوري يې ړنګولې شوه .
امپراتور په يهودانو فشارونه زيات کړل، ټيکسونه يې پرې څو برابره کړل، څو ځل يې تصيم ونيوه چې د خپلې امپراتورۍ نه يې وشړي خو بيا به يې ذهن ته ورغله چې هسې نه دغه کار يې سره يوموټی نه کړي او هغه وړاندوينه چې دا يې خواشينی کړی رښتيا نه شي، د چا په خوا خاطر کې نه ګرځېدله چې داسې يو لارښود به عربان له تيارو نه رڼا ته راوباسي او د دغه خورو ورو قبيلونه به يو غوره ملت جوړوي چې د الله د کتا ب په برکت به ددغه خليفه ګان د فارس او روم امپراتورۍ لمنځه وړي. لا تر اوسه دغه ماشوم يتيم د خپل نيکه په کفالت کې دی، د بني هاشمو او حرم ترمنځ منډې وهي، دغه لويې نړۍ ته راوځي او د الله په مخلوقاتو کې فکر کوي، چې زړه يې له پوهې نه ډک شي، روح يې مهذب او وجدان يې پياوړی شي، يو ستر مسوليت ته چمتو شي، داسې پيغام ته چمتو شي چې اولو العزم پېغمبران ترې عاجز دي، ځکه دغه يو اسماني پيغام و.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار