په دوهم رکعت کې د( استفتاح دعا ) نه ويل:
56 – : وَعَنْهُ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ الله صلی الله عليه وسلم إِذَا نَهَضَ مِنَ الرَّكْعَةِ الثَّانِيَةِ اسْتَفْتَحَ الْقِرَاءَةَ بِ (الْحَمْدُلِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)وَلَمْ يَسْكُتْ]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : 3 / 227)
ژباړه : او له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله الله صلی الله عليه وسلم به کله هم دوهم رکعت ته پورته شو نو په ( الحمد لله رب العالمين ) باندې به يې قراءت شروع کړ او چوپ به نه ودرېده ( يعني کومه دعا به يې نه ويله لکه د تکبيرتحريمه نه ورسته چې به چوپ کېده او دعابه يې ويله) .
فايده :َ دا حديث مونږ ته راښايي چې کله دوهم رکعت ته پاڅيږو نو د (الحمدلله رب العالمين) نه به شروع کوو.
د دوو سجدو په منځ کې د کېناستلو طريقه :
57 – : عَنْ أَبِيْ حُمَيْدٍ رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ [ كَانَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا جَلَسَ فِيْ السِّجْدَ تَيْنِ جَلَسَ عَلَى رِجْلِهِ الْيُسْرَى وَنَصَبَ الْيُمْنَى ]( صحيح البخاري : 1 / 284)
ژباړه : د ابو حميد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله د دواړو سجدو په منځ کې کېناستو نو په چپه خپه به کېناسته او ښۍ خپه به يې ودروله .
فايده : په دې حديث کې مونږ د دوو سجدو په منځ کې د کېناستلو طريقه ياده کړه هغه دا چې په چپه خپه باندې به کېنو او ښي خپه به ودروو.
نهم رکن :د اخرني تشهد لپاره کېناستل
په مسواکې ګوتي سره اشاره کول
58 – : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الزُّبَيْرِ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا قَعَدَ يَدْعُو وَضَعَ يَدَهُ الْيُمْنَى عَلَى فَخِذِهِ الْيُمْنَى ، وَيَدَهُ الْيُسْرَى عَلَى فَخِذِهِ الْيُسْرَى ، وَأَشَارَ بِإِصْبَعِهِ السَّبَّابَةِ ، وَوَضَعَ إِبْهَامَهُ عَلَى إِصْبَعِهِ الْوُسْطَى وَيُلْقِمُ كَفَّهُ الْيُسْرَى رُكْبَتَهُ]( صحيح مسلم : 2 / 90)
ژباړه : له عبدالله ابن زبير رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله کېناسته نو دعا به يې غوښتله ، په ښي ورون به یې ښي لاس کېښود او چپ لاس به یې په چپ ورون باندې کېښود او په خپلې مسواکۍ ګوته به يې اشاره کوله او غټه ګوته به یې په منځنۍ ګوته ايښې وه او زنګون به يې هم په ګڅ ورغوي نېولی و .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې کله د تشهد لپاره کېنوو نو بايد ښي لاس په ښي ورون باندې کېږدو او چپ لاس په چپ زنګون باندې ، او په مسواکۍ ګوتې باندې اشاره وکړو او غټه ګوته په منځنۍ ګوتې باندې کېږدو ، غلي نه بايد له الله تعالی څخه دعاګانېي وغواړوو .
59 – : وَفِيْ رِوَايَةِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه [ ثَلاَ ثًا وَخَمْسِينَ وَأَشَارَ بِالسَّبَّابَةِ ] ( صحيح مسلم :2 / 90)
ژباړه : او د ابن عمر رضي الله عنه په روايت کې راغلي دي چې ګوتې به يې داسې وي لکه دري پنځوس او په مسواکۍ ګوته به يې اشاره کوله.
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ګوتې مبارکې به په داسې شکل کې وي لکه دري پنځوس چې ليکل کېږي.