دعرفې د ورځي روژه نيول او دهغي فضيلت
15- عَنْ أَبيْ قَتَادَةَ t, أَنَّ النَّبِيَّ r قَالَ: (صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ، إِنِّيْ أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِيْ قَبْلَهُ وَالسَّنَةَ الَّتِيْ بَعْدَه ) (جامع الترمذي، حديث شمېر: 749, صحيح مسلم حديث شمېر: 1162)
ابو قتاده رضي الله عنه فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چې د عرفي په ورځ روژه نيولو باندي دالله تعالی نه دا اميد لرم چې په دي سره د تيرشوي او راتلونكي كال ګناهونه او بښې .
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي ابو قتاده بن ربعي الانصاري رضي الله عنه جليل القدر صحابي دی ، او په ډيرو غزاګانو کې برخه اخستې ده او د سفر په مهال به يي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خدمت او پيره کوله .
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ده لره په يو لښکر دمسلمانانو کې د فارس والاو د جنګ لپاره وليږه ، نو دهغوې بادشاه ده په خپل لاس قتل کړه .
دده د مړيني په نيټه او ځاې کې اختلاف دی ، چا ويلي دي چې دکوفي په ښار کې په کال آته ديرش (۳۸) هجري کې وفات شوی دی ، او د جنازې لمونځ يي علي رضي الله عنه اداکړه , او چا ويلې چې په مدينه کې په کال څلور پنځوس (۵۴) هجري کې وفات شوی دی .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-دا حديث مؤمن بنده د عرفي دورځې روژې نيولو ته هڅه وي ، خو چې دحج په مراسمو کې نه وي .
2 – په پورتني حديث کې دګناهونو نه مراد واړه ګناهونه دي او هرچې لوي ګناهونه دي ، هغه بغير دتوبې نه نه معاف کيږي .
3-نيک عملونه د يو مؤمن بنده لپاره د الله تعالی په نيز باندي درجې اوچتوې .