دایومنل شوی حقیقت دی چه محمدرسول الله صل الله علیه وسلم په لمونځونوکی سهوه شوی هم دی اوصحیح حدیث کی راغلی دی چه فرمایی((إنما أنا بشر أنسی کما تنسون، فإذا نسیت فذکرونی)یعنی : زه بشریم اوتاسوپه شان زمانه هم شی هیریږی هرکله چه مانه څه هیرشی ماته یی رایادوی ،
محمدرسول الله علیه السلام خپل امت له دسهوی باره کی بعضی احکام بیان کړی دی چه مختصرشان بیان یی لاندی لیکم:
۱– هرکله چه هغه لمونځ کی چه هغی کی دوه تشهده وی اول تشهدسړی نه هیرشی :
د عبدالله بن بحینه(رضی الله عنه ) څخه روایت دی : (صلی لنا رسول الله(صل الله عليه وسلم) رکعتین من بعض الصلوات، ثم قام فلم یجلس، فقام الناس معه. فلما قضی صلاته و نظرنا تسلیمه کبر قبل التسلیم فسجد سجدتین و هو جالس، ثم سلم)[]متفق علیه : خ (۱۲۲۴/۹۲/۳)، م (۵۷۰/۳۹۹/۱)، ن (۱۹/۳)، د (۱۰۲۱/۳۴۷/۳)، «ژباړه : رسول الله (صل الله عليه وسلم) په یوه لمونځ کی دلمنځونونه (ماسپښین) دوه رکعاته لمونځ وکړواوداول تشهدلپاره یی ناسته ونکړه اودریم رکعات له پاڅیدومقتدیان هم ورسره پاڅیدل کله یی چه لمونځ ختم کړومونږیی دسلام اړولوانتظارکولونورسول الله علیه السلام دسلام څخه مخکی الله اکبروویل اودوه سجدی یی وکړی بیایی سلام واړولو،
دمغیره بن شعبه رضی الله عنه څخه روایت شوی چه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمایل: (إذا قام أحدکم من الرکعتین فلم یستقم قائما فلیجلس، فإذا استتممً قائما فلایجلس و یسجد سجدتی السهو)[۴] «هرکله چه تاسونه یولمړی تشهدهیرکړی اوودیریږی که چری پوره ولاړشوی نومه کینی اودوه سجدی دسهوی وکړی ،
۲- که څوک پنځه رکعاته وکړی :
د عبدالله(رضی الله عنه ) څخه روایت شوی : (أن رسول الله(صل الله عليه وسلم) صلی الظهر خمسا، فقیل له: أزید فی الصلاة؟ فقال: و ما ذاک؟ قال: صلیت خمسا، فسجد سجدتین بعد ماسلم)[ متفق علیه : خ (۱۲۲۶/۹۳/۳)، م (۵۷۲ – ۹۱/۴۰۱/۱)، د (۱۰۰۶/۳۲۵/۳)، ت (۳۹۰/۲۴۳/۱)] «ژباړه : رسول الله (صل الله عليه وسلم) دماسپښین لمونځ پنځه رکعاته وکړوهغه ته وویل شول آیالمونځ کی اظافه وشوه ؟نبی علیه السلام وفرمایل څخه خبره ده ؟ ورته وویل شول پنځه رکعاته وشول نومحمدرسول الله روسته دی نه چه سلام یی اړولی وه دوه سجدی یی وکړی ،
۳- هرکله چه څوک درکعاتوتعدادکم وکړی :
د ابوهریره(رضی ) څخه روایت دی : (أن رسول الله(صل الله عليه وسلم) انصرف من اثنتین، فقال له ذوالیدین: أقصرت الصلاة أم نسیت یا رسول الله؟ قال رسول الله(صلى الله عليه وسلم): أصدق ذوالیدین؟ فقال الناس: نعم فقام رسول الله(صل الله عليه وسلم) فصلی اثنتین أخریین ثم سلم، ثم کبر فسجد مثل سجوده أو أطول، ثم رفع)[تفق علیه : خ (۱۲۲۸/۹۸/۳)، م (۵۷۳ – ۴۰۳/۱)، د (۹۹۵/۳۱۱/۳)، ت (۳۹۷/۲۴۷/۱)، ن (۳۰/۳)] «ژباړه : رسول الله (صل الله عليه وسلم) روسته ددوه رکعاتوڅخه سلام واړولوذوالیدین رضی الله عنه ورته وویل :ای دالله رسوله لمونځ دی لنډکړواوکه درڅخه هیرشو؟رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل : آیاذوالیدین رښتیاوایی ؟خلکووویل هورسول الله صل الله علیه وسلم پاڅیدلودوه رکعاته نورلمونځ یی وکړواوسلام یی واړولواوبیایی الله اکبروویل اوبیایی دوسجدی لکه دنوروسجدوپشان یاهغی نه هم اوږدی اوبیایی سراوچت کړو،
د عمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دی : (أن رسول الله(صل الله عليه وسلم) صلی العصر فسلم فی ثلاث رکعات ثم دخل منزله، فقام إلیه رجل یقال له الخرباق، وکان فی یدیه طول. فقال: یا رسول الله فذکر له صنیعه، و خرج غضبان یجر رداءه حتی انتهی إلی الناس فقال: «أصدق هذا؟» قالوا نعم. فصلی رکعة ثم سلم. ثم سجد سجدتین، ثم سلم)[۷] «ژباړه : رسول الله (صل الله عليه وسلم) دمازدیګرلمونځ وکړواوپه دریم رکعات یی سلام واړاوه اوخپل کورله لاړویوسړی دالخرباق چه اوږده لاسونه یی درلودل پاڅیدلواونبی علیه السلام ته ورغلواوجریان یی ورله بیان کړونومحمدرسول الله علیه السلام دکورنه رابهرشوترڅوخلکوته راورسیدلواوویی فرمایل آیاداشخص رښتیاوایی ؟خلکووویل هومحمدرسول الله علیه السلام یورکعات بل وکړواوسلام یی واړولوبیایی دوه سجدی وکړی اوبیایی سلام واړولو.
۴- هکله چه یوسړی پوه نه وی چه څورکعاته یی کړی دی :
ابراهیم ، علقمه او عبدالله رضی الله عنهم څخه روایت کوی : رسول الله (صل الله عليه وسلم) لمونځ وکړو. (ابراهیم وایی : اضافه یا کم یی وکړو)(*) کله یی چه سلام واړولونوورته وویل شول ای دالله رسول علیه السلام آیالمونځ کی نوی څه اضافه شوی دی ؟ویی فرمایل څه شوی ؟لمونځ دی داسی اوهاغسی وکړوعبدالله رضی الله عنه وایی :رسول الله علیه السلام زنګنونوباندی مخ په قبله کیناستلواودوه سجدی یی وکړی اوبیایی سلام وګرځولواومخ یی مونږطرف راواړولواوویی فرمایل : (إنه لوحدث فی الصلاة شیی أنباتکم به ولکن إنما أنا بشر أنسی کما تنسون، فإذا نسیت فذکرونی و إذا شک أحدکم فی صلاته فلیتحر الصواب، فلیتم علی ثم لیسجد سجدتین)[متفق علیه : خ (۴۰۱/۵۰۳/۱)، م (۵۷۲/۴۰۰/۱)، د (۱۰۰۷/۳۲۶/۳)، ن (۳۱/۳)، جه (۱۲۱۱/۳۸۲/۱) «که لمونځ کی کوم امرشوی وی نوتاسوته می خبردرکولولیکن زه هم بشریم تاسوپشان مانه هم هیریږی که می کوم څه هیرشول ماته یی رایادوی اوکه تاسونه یوه په خپل لمونځ کی شک وکړودشک له منځه وړلولپاره دی کوشش وکړی اوخپل لمونځ دی دخپل کوشش په اساس تمام کړی اودوه سجدی دی وکړی ،
کوشش لپاره داطمینان په دی ډول دی سوچ دی وکړی چه لمونځ کی یی کوم سورتونه تلاوت کړی که ورته یادشول چه دوه سورتونه یی تلاوت کړی نومعلوم شول چه دوه رکعاته یی کړی نه یورکعات اویابه داسوچ کوی چه لمړی تشهدیی کړی که نه ؟ که ورته یادشی چه تشهدیی کړی بیاپوهیږی چه دوه رکعاته یی کړی نه یورکعت یادری رکعاته یی کړی نه دوه کله به سوچ کوی چه تنهاسوره فاتحه یی یوه رکعات کی ویلی اودوهم کی یی هم ویلی نوورته یادبه شی چه څلوررکعاته شوی نه دری نودی سره به هغه طرف به فیصله کوی کوم چه صواب طرف نژدی وی دامام اومنفردلپاره همدایوه طریقه ده،
د ابوسعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چه رسول الله (صل الله عليه وسلم) فرمایلی: (إذا شک أحدکم فی صلاته فلم یدرکم صلی؟ ثلاثا أم أربعا؟ فلیطرح الشک و لیبن علی ما استیقن ثم یجسد سجدتین قبل أن یسلم. فإن کان صلی خمسا شفعن له صلاته، و إن کان صلی إتماما لأربع کانتا ترغیما للشیطان)[۱۰] «ژباړه : هرکله چه ستاسونه یوخپل لمونځ کی شک وکړی اونه پوهیږی چه څورکعاته لمونځ یی کړی دری اوکه څلوریی کړی ، بایدشک دځانه لری کړی اویقین په بناءبه خپل لمونځ تمام کړی اوآخرکی مخکی دی نه چه سلام واړوی که یی پنځه رکعاته کړی وی نودی دوسجدوسره به یی لمونځ درست شی اوکه یی څلورکړی وی نودی سجدوسره به یی شیطان ذلیل شی .
سجده سهوه لمونځ کی ضروراولازمی ده ځکه رسول الله علیه السلام پری امرکړی دی اوهیڅ داسی وقت نه دی راغلی چه نبی علیه السلام دی سهوه شوی وی اوسجده سهوه دی نه وی کړی