- نافع وايي: يو سړي د عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه پوښتنه وکړه نو هغه سر ښکته وڅنډه تر ډېره دمه يې ځواب ورنه کړ، خلکو داسې وګڼل چې شايد پوښتنه يې اوريدلې نه وي، سائل ورته وويل: الله په تا رحم وکړه لکه چې زما پوښتنه دې وانه اورېده؟ هغه ورته وويل: ولې نه خو تاسو زمونږ اړوند داسې وينئ لکه الله پاک چې رانه ستاسو باره کې پوښتنه نه کوي؟ لږ مو پرېږده چې پوښتنه کې سوچ وکړم، که علم يې راسره و جواب به درکړو او که نه و، درته به ووايو چې مونږ پرې نه پوهيږو (صفوة الصفوة: ۱ / ۵۶۶ )
- مالک له نافع نه، هغه د ابن عمر او ابن عباس رضي الله عنهما دواړو متعلق نقلوي چې حاجيانو ته به ناست وو، د هغوی پوښتنو ته به يې ځوابونه ويل، زه به يوه ورځ يو او بله ورځ به بل ته کېناستم، عبدالله بن عباس رضي الله عنه به هرې پوښتنې ته ځواب ورکو، او عبدالله بن عمر رضي الله عنه لږې پوښتنې ځوابولې او ډېرې به يې نه ځوابولې (سيرأعلام النبلاء: ۳ / ۲۲۲ ) .
- شُعيب بن ابي حمزة د زهري نه روايت کوي چې مونږ ته له زيد بن ثابت رضي الله عنه نه راورسېدل چې له هغه نه به کله پوښتنه وشوه هغه به ويل: ايا دا مسله منځ ته راغلې ده؟ چې چا به ورته وويل: هو، نو د علم سره سم به يې پوښتنه ځواب کړه، او چې به ورته وويل شول: نا فرضي مسله ده، هغه به ويل: پرېږدئ چې کله شته شوه بيا به ګورو (سيرأعلام النبلاء: ۲ / ۴۳۸ ) .
- موسي د خپل پلار عُلَي بن رباح نه روايت کوي چې د زيد بن ثابت رضي الله عنه نه چې به کله چاپوښتنه وکړه هغه به ورته ويل: دا مسله منځ ته راغلې ده؟ چې چا به ورته وويل: هو، نو د علم سره سم به يې پوښتنه ځواب کړه، او چې به ورته وويل شول: نا فرضي مسله ده، هغه به ويل: پرېږدئ چې کله شته شوه بيا به ګورو(سيرأعلام النبلاء: ۲ / ۴۳۸ ) .
- سحنون وايي: مخکنو علماوو به د ځان خوښۍ له وېرې ډېرې خبرې هم نه کولې، خو که خبرې يې کړی وی نو خلکو ته به يې ډېره ګټه رسولې وه، او چې په خاموشئ کې به پر ځان ويريدل ويل به يې: د فتوا په ورکولو هغه څوک ډېر جرات کوي چې لږ علم ولري (سيرأعلام النبلاء: ۱۲ / ۶۶ )
- سحنون نه پوښتنه وشوه چې که عالم په مسله پوهيږي کولی شي چې و وايي زه نه پوهېږم؟ هغه وويل: که قراني ايت او نبوي حديث ورته په ياده مسله کې ياد وي بايد هرومرو ځواب ورکړي، خو که ځواب يې د راي پر بنسټ وي، بايد ځواب ورنه کړي، ځکه چې هغه نه پوهيږي چې دغه ځواب به درست او که خطا وي (سيرأعلام النبلاء: ۱۲ / ۶۵ ) .
- زيادة الله ګورنر سحنون ته د پوښتنې لپاره استازی وليږدو خو هغه ورته ځواب ورنه کړ، محمد بن عبدوس ورته وويل: پرون دې د قاضي صيب پسې لمونځ هم ونه کړ او اوس دې ځواب هم ورنه کړ؟ ځه له دې کلي ووځه، سحنون ورته وويل: دوی زما او د نورو علماوو قولونه راغونډوي او خوند ترې اخلي، او که رښتيا يې دين موخه وه هرومرو به مې ځواب ورکړی و (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۲ / ۶۶ ) .
- احمد بن محمد بن ازهر وايي: د عثمان بن سعيد الدَّارمي نه مې واورېدل چې محمد بن الحسين السِّجري راته وويل او هغه د يزيد بن هارون او جعفر بن عون نه حديثونه ليکلي وو: ابوسعيده! ما ته خلک راځي او د حديثونو غوښتنه رانه کوي، او زه يې بېرته تش تور نه شم رخصتولی؟ ما ورته وويل: ولې؟ هغه وويل: د نبي صلی الله عليه وسلم د حديث نه ډارېږم چې [ مَنْ سُئِلَ عَنْ عِلْمٍ فَکَتَمَهُ الْجِمَ بِلِجَامٍ مَنْ نَارٍ ] (مسند أحمد بن حنبل: ( ۲ / ۲۶۳ ، ۳۰۵ ) . سنن أبي داود: ( ۳۶۵۸ ۹ ) کتاب العلم ، باب کراهية منع العلم . او البانی ورته صحيح ويلي دي: ( صحيح سنن ابي داود: ۲ / ۲۹۶ حديث شمير: ۳۱۰۶ ) .
ژباړه: له چا څخه چې پوښتنه وشي او د علم باوجود ځواب پټ کړي د اور واګې به ورته واچول شي. ما ورته وويل: نبي صلی الله عليه وسلم خو هغه څوک يادوي چې علم ورسره وي او تاسره خو علم نشته (سيرأعلام النبلاء: ۱۳ / ۳۲۲ ) .
- ايوب وايي: له قاسم نه په منی کې پوښتنه وشوه هغه ورته وويل: نه پوهېږم. چې پوښتنې پرې بيخي زياتې شوې خلکو ته يې وويل: ستاسو پر ټولو پوښتنو مونږ نه پوهېږو، او که پوهيدلو بيا مو درنه ځواب نه پټه و، او نه راله د ځواب پټول حلال دي. يحيې بن سعيد وايي: ما د قاسم نه واورېدل: مونږ نه چې څومره پوښتنې کيږي په ټولو مونږ نه پوهيږو، د الله پاک د حق پيژندلو وروسته که څوک ناخبره پاتې شي دا به ورله له دېنه ښه وي چې پوهيږي نه او فتوا ورکړي (صفة الصفوة: ( ۲ / ۸۹ ).