د ساه بنديدلو او جاري کيدلو په اعتبار د حرف قسمونه:
د ساه بنديدلو او جاري کيدلو په اعتبار سره حروف په پنځه ډوله دي:
- مهموسه رخوه ،دا حروف اته دي چې مجموعه يې ده: (فحثه شخس).
- مجهور شديده، دا حروف شپږ دي چې مجموعه يې ده: (اجد قطب).
- مجهوره رخوه، دا حروف هم اته دي چې مجموعه يې ده: (غازي ذو ضظ).
- مهموسه شديده ، دا حروف دوه دي چې مجموعه يې ده: (كت).
- مجهوره متوسطه، دا حروف پنځه دي چې مجموعه يې ده: (لن عمر).
اعتراض: په حرف کاف او حرف تاء کې د همس د وجې نه ساه جاري وي او د شدت د وجې نه په کې آواز بند شي نو ذهن کې دا شک پيداشې چې څنګه دې په يو حرف کې هم ساه جاري وي او هم دې په کې آواز بند وي؟.
جواب: په دې دواړو حروفو کې صفت همس ضعيف دى او شدت په کې قوي دى نو د شدت د قوت دوجې نه به په کې آواز بنديږي ليکن د څه اندازې همس د وجې نه به په کې د آواز بنديدلو سره لږه ساه هم جاري وي .
بله وجه داده: چې ساه به هغه وخت نه جاري کيده چې ساه او آواز دواړه په يو وخت کې جارى کيدلى يا بنديدلى، ليکن دلته د دواړو وختونه جدا جدا دي ، آواز په اعتبار د ابتداء سره دى او ساه په اعتبار د انتهاء سره ده .
نو د صفت شدت د وجې نه به پکې آواز يکدم بند شي. ليکن د څه اندازې همس د وجې نه به پکي لږه اندازه ساه جاري وي ليکن ساه جاري کيدلو کې دا احتياط کول پکار دى چې آواز ورسره جاري نشي ،که چېرې آواز ورسره جاري شي نو بيا به دا حروف شديده نشي بلکه رخوه به شي ، او بل دا چې په اخر کې به يې د (ها) آواز پيدا شي نو غلط به شي .
- حاصل دا شو چې صفت شدت په دې دواړو حروفو کې په حالت د ابتداء کې ښه ظاهريږي او صفت همس پکې په حالت د انتهاء کي ښه ظاهريږي .
(5) استعلاء:
استعلاء په لغت کې پورته طرف ته اوچتيدلو ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مستعليه وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أداء کولو په وخت کې د ژبې بېخ پاس تالو طرف ته پورته کيږي چې ددې وجې نه دا حروف مفخم ويل کيږي.
او داسې حروف اوه (۷) دي چې مجموعه يې ده:
(خص ضغط قظ).
(6) استفال:
استفال په لغت کې ښکته کيدلو ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مستفله وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أداء کولو په وخت کې د ژبې بېخ پاسني تالو ته نه پورته کيږي، چې ددې وجې نه دا حروف مرقق ويل کيږي او د مستعليه نه علاوه باقي ټول حروف مستفله دي او دا دواړه صفتونه هم د يو بل ضد او مقابل دي او داسې حروف دوه ويشت (۲۲) دي چې مجموعه يې ده:
(ثبت عز من يجود حرفه اذ سل شكا).
فايده:په دې دوه ويشتو حروفو مستفله کې دا خبره بايد هيره نشي چې دا درې حروف يعني: (لام، الف، را) دا به کله کله د څه عذر د وجې نه مفخم ويل کيږي، ددې وجې نه دې درې واړه حروفو ته شبه مستعليه حروف وايي .
(الف) چې کله د مفخم حرف نه ؤروسته راشي نو دغه الف به مفخم ويل کيږي ددغې مفخم حرف د وجې نه ،
او د( لام) او (را) د تفخيم قواعد به ؤروسته راځي، إن شاء الله
(7) اطباق:
اطباق په لغت کې پيوست کيدلو ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغه ته حروف مطبقه وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې د ژبې منځ پاسني تالو سره نخلي چې ددې وجې نه دا حروف مفخم ويل کيږي ځکه په دې حروفو کې هم صفت استعلا ده او هم پکي صفت د اطباق دى .
نو صفت استعلا عام دى او صفت اطباق خاص دى .
يعني هر حرف مطبقه مستعليه دى او هر حرف مستعليه مطبقه ندى ځکه: (عين، خا، ق،) مستعليه دي او مطبقه ندي او داسي حروف څلور دي: (طا، ظا، صاد، ضاد).
(8) انفتاح:
انفتاح په لغت کې خلاصيدو او پراخيدو ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغه ته حروف منفتحه وايي.
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې د ژبې منځ د پاسني تالو نه جدا وي، چې ددې وجې نه دا حروف باريک ويل کيږي او د مطبقه نه علاوه باقي ټول حروف منفتحه دي او دا دواړه صفتونه هم د يو بل ضد او مقابل دي او منفتحه حروف پنځه ويشت (۲۵) دي چې مجموعه يې ده:
(من اخذ وجد سعة فزكا حق له شرب غيث ).