نهمه لمعه
د ميم ساکن او ميم مشدد بحث
دلته دڅلورو صفات عارضه ؤ يادونه کيږي:
١- غنه زماني . ٢- ادغام مثلين صغير .
٣- اظهار شفوي . ٤- اخفاء شفوي .
اوله قاعده:
هرکله چې (ميم) مشدد راشي نو په هغې کې به غنه په مقدار د يو الف ضرور کېږي لکه: (وأمَّا) .
فايده: ديو الف په اندازه بنده ګوته خلاصول يا خلاصه ګوته بندول په عادي حالت کې.
دوهمه قاعده:
د (ميم) ساکن لپاره درې (۳) احکام دي :
١- اظهار شفوي . ٢- ادغام مثلين صغير . ٣- اخفاء شفوي .
1: هرکله چې د (ميم) ساکن نه ؤروسته بل (ميم) راشي نو هلته به ادغام مثلين صغير کېږي لکه: (اليكمْ مُّرسلون).
2: هرکله چې (ميم) ساکن نه ؤروسته حرف (با) راشي نو هلته به اخفاء شفوي مع الغنه کېږي لکه: (ومن يعتصمْ بِالله).
3: هرکله چې د (ميم) ساکن نه ؤروسته د حرف (با) او (ميم) نه علاوه د اوه ويشت (۲۷) حروفو نه يو حرف راشي نوهلته به اظهار شفوي کېږي لکه : (امْ حسبت، لكمْ دينكم).
اوله تنبيه: ادغام په لغت کې: (إدخال الشي في الشي) ته وايي يعني داخلول د يو شي په بل شي کې .
په اصطلاح کې ويلى شي: (هو خلط حرف ساكن بمتحرك بحيث يصيران حرفا واحدا مشددا كالثاني ويتحرك العضو عند أدايهما تحركاً واحداً). دا ادغام ويلى شي داخلول د حرف ساکن په حرف متحرک کې په داسې طريقې سره چې وګرځي دا دواړه حروف يو حرف مشدد په مثل د ثاني او حركت كوي اندام په وخت د أداء کولو ددغه حروفو کې په حركت يو سره .
دوهمه تنبيه: اخفاء په لغت کې: (الستر) يعني پټولو ته وايي.
په اصطلاح کې ويلى شي: (هو النطق بحرف ساكن عار “أى خال عن التشديد على صفة بين الإظهار والإدغام مع بقاء الغنة في الحرف الأول).
ژباړه: اخفاء تلفظ کول دي په يو حرف ساکن باندې داسې حرف ساکن چې خالي وي د تشديد نه په مابين د اظهار او ادغام کې سره د بقاء دغنې نه په حرف اول کې .
دريمه تنبيه: اظهار په لغت کې: (البيان) ښکاره کولو ته وايي .
په اصطلاح کې ويلى شي: (هو إخراج كل حرف من مخرجه من غير غنة في المظهر).
ژباړه: اظهار ادا کول دهر حرف دي د خپل مخرج نه صفا او ښکاره بغير د غنې نه .
څلورمه تنبيه: ځيني حفاظ د (با، فا، واو) لپاره يوه قاعده بيانوي او دې ته قاعده د (بوف) وايي او دا دليل بيانوي چې دا حروف ټول شفوي دي نو دا درې واړه يو کېدل په کار دي .
بيا دا حفاظ په درې (۳) ډوله دي :
١- اهل الاخفاء . ٢- اهل الاظهار . ٣- اهل التحريک.
اهل الاخفاء: چې د (ميم) ساکن نه ؤروسته دا درې واړه حروف راشي نو په دې ټولو کې به اخفاء کېږي .
اهل الاظهار وايي چې په دې ټولو کې به اظهار کېږي .
اهل التحريک وايي چې دې (ميم) ساکن ته به يو ډول حرکت ورکولى شي.
1: نو اول قسم يعني په ټولو کې اخفاء کول دا غلط دی .
2: دوهم قول يعني په ټولو کې اظهار کول دا ضعيف دى .
3: او دريم قول يعني حرکت ورکول دا بالکل باطل او غلط دى ځکه دا قاعده د هيچا نه نده نقل په کتابونو د تجويد کې .
اخفا ځکه غلطه ده چې په (با) کې اخفا صحيح ده ليکن په (واو،فا )کې اخفا صحيح نه ده .
دويم قول يعني اظهار کول ځکه ضعيف دى چې په واو او فا کې اظهار کول بالکل صحيح دى ليکن په با کې اظهار هم جايز دى ليکن غوره او بهتر نه دى .
او دريم قول ځکه بالکل باطل او غلط دى چې دا حالت د قلقلې په څېر جوړيږي او د قلقلې لپاره پنځه (۵) حروف دي په (ميم) کې قلقله نشته .
بله وجه يې دا ده چې (ميم) ته يوډول حرکت ورکول بالکل ثابت نه دي .