(١٧) مخرج:د خيشوم:
د پوزې د بېخ نه غنه أداء کيږي، غنه په دوه ډوله ده :
١ – غنه اني . ٢ – غنه فرعي يا غنه زماني .
- غنه اني: وخت إو اراده نه غواړي په خپله أداء کيږي .
- غنه زماني: وخت او إراده غواړي .
د غنې فرعي بيان :
غنه په لغت کې عبارت ده له: (هو صوت الغزالة اذا ضاعت ولدها) يعني غنه د هوسۍ هغه آواز ته وايي کوم چې د بچي د ضايع کيدلو په وخت کې راوباسي .
اوپه اصطلاح کې غنه: (هو صوت يخرج من الخيشوم ولا عمل للسان فيه).
ژباړه: دا يو آواز دى چې راؤځي د خيشوم نه او په دې کې ژبه داخله نده .
د غنه زماني قسمونه :
غنه زماني په دوه ډوله ده:
(١) غنه صفتي. (٢) غنه حرفي.
غنه صفتي: دې ته ويل کيږي چې هغه په (ميم، او نون) مشدد کې وي .
غنه حرفي: دې ته ويل کيږي چې هغه په نون مخفاة او ميم مخفاة او نون مدغم با ادغام ناقص کې کيږي .
- غنه حرفي هم په دوه ډوله ده:
١: – غنه مفخمه . ٢: – غنه مرققه .
غنه مفخمه: هر کله چې د نون ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف مستعليه راشي نو په دغه نون ساکن او تنوين کې به غنه مفخمه کيږي لکه: ( من قبل، عليماً قديراً).
غنه مرققه: هر کله چې د نون ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف مستفله راشي نو په دغه نون ساکن او تنوين کې به غنه مرققه کيږي لکه: (إن كنتم).
نوټ: ددې نور تحقيق په هداية القاري – او احكام قراءة القرآن الكريم كې کتلی شئ .
پنځمه لمعه
د صفاتو په اړه بحث
د صفت تعريف :
صفات جمع د صفت ده، او صفت په لغت کې: (ما قام بشيء من المعاني كالعلم والسواد) ته وايي.
يعني هر هغه شى چې په بل څيز پورې قائم وي او مستقل بذاته نه وي په اعتبار د معنى سره لکه علم د عالم پورې او تور والی په يو شي پورې.
او په اصطلاح کې ويل کيږي: (الصفة هي كيفية عارضة للحرف عند حصوله في المخرج كالهمس والجهر والإخفاء والغنة وغيرها).
ژباړه: دا صفت يو حالت دى چې پېښېږي حروفو ته په وخت د أداکولو ددې حرف د خپل مخرج نه لکه: آواز ښكته كيدل , اواز لوړيدل، أخفاء غنه وغيره.
د صفات اقسام:
صفات په دوه ډوله دي:
اول: صفات لا زمه . دوهم: صفات عارضه .
(١) صفات لازمه:
دې ته وايي چې هميشه په حرف کې لازم او پيوست وي او د حرف نه په هيڅ حالت کې نه جدا کيږي او که چېرې دا صفات په يو حرف کې أدا نه شي نو هغه حرف يا ختميږي او يا په بل حرف سره بدليږي يا ناقص أداء کيږي يا ترې يو عجمي حرف جوړيږي، او دې ته صفات لازمه، صفات ذاتيه، صفات مقومه او صفات مميزه وايي .
صفات لازمه ورته ځکه وايي چې دا هميشه په حرف کې لازم او پيوست وي .
صفات ذاتيه ورته ځکه وايي چې دا د حرف ذات سره تعلق ساتي .
صفات مقومه ورته ځکه وايي چې ددې په وجه دا حروف قائم يعني ولاړ وي .
صفات مميزه ورته ځکه وايي چې دا جدا والى راولي په هغه حروفو کې چې د هغې حروفو مخرج يو وي .
(٢) صفات عارضه:
هغه صفاتو ته وايي چې هغه په حرف کې هر وخت لازم نه وي، بلکه کله به په يو حرف كې وي او کله به نه وي او که چېرې دا صفات عارضه په يو حرف کې أدا نشي نو هغه حرف خو ختميږي نه ، بلکه د هغې حرف هغه ښايست او زينت له منځه ځي، له دې وجې نه دي ته (صفات عارضه، صفات مزينه او صفات محسنه او صفات مُحليه يا مَحليه) وايي .
د صفات عارضه معنى:
دا صفات به کله په يو حرف کې وي او کله به نه وي.
صفات مزينه او صفات محسنه او صفات مُحليه ورته ځکه وايي چې دا په حرف کې ښايست اوزينت پيدا کوي او که مَحليه ورته ؤيلى شي په فتحې د ميم سره نو بيا يې دا معنى ده چې دا صفات په خاصو ځايونو کې کارول کيږي او په هر ځاى که نه وي.