په دې لمعه کې په مختلفو ځايونو کې د حروف مقطعاتو ذکر شوى دى نو دلته د يو څو خبرو پيژندل ضروري دي :
1: د حروف مقطعاتو معنى .
2: د حروف مقطعاتو تعداد .
3: دا حروف مقطعات د څو سورتونو په اول کې راغلي دي .
4: د حروف مقطعاتو ډولونه .
5: د حروف مقطعاتو حکم .
1: معنى د حروف مقطعاتو: قطعه، معنى ټکړه ټکړه.
دا حروف هم تکړه تکړه يعني جدا جدا ويلى شي .
تعداد د حروف مقطعاتو: دا حروف مقطعات ټول څوارلس (۱۴)دي چې مجموعه يې ده: (كم عسل نقص حي طاهر).
او د نهه ويشت سورتونو په اول کې راغلي دي :
اقسام د حروف مقطعاتو:
دا حروف مقطعات په دوه قسمه دي: ١- ثنايي . ٢- ثلاثي .
1: ثنايي: يعني هغه حروف مقطعات چې دوه حروفو والا وي اودا ډول حروف مقطعات پنځه دي چې مجموعه يې ده: (حي طهر).
حکم ددې دا دى چې دا به د يو الف په مقدار راښکل کيږي يعني مد اصلي به پکې کېږي .
2: ثلاثي: يعني هغه حروف مقطعات چې هغه د درې حروفو والا وي او دا ډول حروف مقطعات نهه دي چې مجموعه يې ده (كما عسل نقص).
ثلاثي حروف په درې (۳) ډوله دي :
1: هغه حروف مقطعات چې د منځ حرف يې نه حرف مده وي او نه حرف لين وي لکه: (الف) نو خبره دا ده چې ددې قواعد مخکې ذكر شوي دي په مختلفو ځايونو کې او وروسته به هم راشي ((ان شاء الله تعالى)) .
2: هغه حروف مقطعات چې د منځ حرف يې حرف لين وي نو حکم ددې مخکې په مد لين لا زم کې ذکر شوى دى .
3: هغه حروف مقطعات چې د منځ حرف يي حرف مده وي نو په دې لمعه کې د داسې حروفو نه بحث کېږي چې تفصيلاً بحث يې مخکې ذکر شوى دى.
اوله فايده: په دې فايده کې ددې خبرې يادونه کېږي چې د سورت آل عمران په حالت د وصل کې مقدار مد طول او قصر دواړه جايز دي ليکن غوره پکې طول دى او قصر پکې ضعيف دى .
دوهمه فايده: مخکې د الف ذکر شوى ؤ نو اصل په الف کې ترقيق دى ليکن له دې نه يو څو ځايونه مستثنى دي :
١- هرکله چې الف د حروف مستعليه نه وروسته راشي يا لفظ الجلاله چې کله مفخم وي يعني چې هرکله د مفخم حرف نه وروسته الف راشي نو دغه الف به طبعاً مفخم ويل کيږي .
دريمه فايده: په دې فايده کې دمدونو درجې ذکر کېږي په اعتبار د قوت سره :
١- اوله درجه د مد لا زم ده .
٢- دوهمه درجه د مد متصل واجب ده .
٣- دريمه درجه د مد عارض وقفي ده .
٤- څلورمه درجه د مد منفصل جايز ده .
٥- پنځمه درجه د مد لين لا زم ده .
٦- شپږمه درجه د مد لين عارض ده .
څلورمه فايده: دې فايده کې دا خبره ذکر کېږي چې په سبب مد کې قوي سبب سکون لا زم دى بيا همزه متصله ده بيا سکون عارض دى بيا همزه منفصله ده .
پنځمه فايده: کله چې په يوه کلمه باندې دوه ډوله مدونه جمع شي نو اعتبار به قوي مد ته ورکول کيږي نه ضعيف ته . کله چې مدمتصل واجب او مد عارض وقفي جمع شي لکه : (يَشَآءُ، قُرُوْء) يا مد لا زم او مد عارض وقفي جمع شي لکه : (صَوَآفَّ) نو په دې کې طول اتفاقا غوره دى او قصر پکې صحيح نه دى.
ځکه اعتبار به قوي مدته ورکول کيږي ضعيف داعتبار وړ نه دی . البته که چېرته مد متصل واجب او مد عارض وقفي جمع شي نو ددوه سببونو د قوت د وجې نه به په وقف بالاسکان او وقف بالاشمام کې طول کېږي او د وقف بالروم په حالت کې به توسط کېږي .
فوايد متفرقه په بيان د مد کې :
1: کله چې مد متصل او مد عارض وقفي يو ځاى جمع شي نو طول به کولى شي لکه: (جَآي، قرُوء).
2: مد منفصل په دوه(۲)ډوله دی:
١- منفصل حقيقي . ٢- منفصل حکمي .
منفصل حقيقي: کله چې د حروف مده نه همزه جدا په بله کلمه کې راشي لکه: (بني آدم).
منفصل حکمي: کله چې د همزې نه مخکې يا حرف نداء او هاء التنبيه، او هاء الضمير راشي لکه: (يآ أيها الذين، هآ أنتم، بعبادة ربه أحدا). دلته حروف مده لفظاً ثابت دي او رسماً حذف دي، يعني صورةً متصل دي او حکماً يا حقيقتاً منفصل دي د مقدار تفصيل يې مخکې ذکر شوى دى .