د نون ساکن او تنوين څلور (۴)احکام او دهغې مثالونه
اظهار
د نون ساکن او تنوين نه چې ؤروسته حروف حلقي راشي نو په دغه نون ساکن او تنوين کې به اظهار حلقې کېږي او ددې مثالونه لاندې ذکر کېږي:
نون ساکن
حروف حلقي يوه كلمه دوه کلمې تنوين
همزه ينْيون منْ اَمن كفواً اَحد
ها فلا تنْهر مِنْ هاد سلامٌ هِي
عين الانْعام منْ علق واسعٌ عَليم
حاء تنحتون من حيث حکيم حميد
غين فسينغضون من غِلٍّ ماء غير آسن
خاء المنخنقة من خشيَ ناراً خالداً
ادغام مع الغنه
هر کله چې د نون ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف (ينمو) په جدا کلمه کې راشي نو هلته به ادغام مع الغنه کېږي لکه مثالونه يې لاندې ذکر شوي دي:
د ادعام حروف نون ساکن تنوين
يا ومن يطع الله وجوه يومئذ
نون لن ندخلها أبدا ملکا نقاتل
میم من ماء دافق صراطا مستقيما
واو من واق ايمانا وَّهُمْ
او کله چې د نون ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف (لر)
يعني ( ل، ر ) راشي نو هلته به ادغام بلا غنه کېږي لکه :
د ادغام حروف نون ساکن تنوين
لام أن لن تقول أنداداً ليضلوا
راء من رسول بشراً رسولا
اخفاء
هرکله چې د نون ساکن او تنوين نه ؤروسته د حروف حلقي او حروف (يرملون) او حروف (با) نه علاوه يو حرف راشي نو هلته به اخفاء حقيقي کېږي لکه مثالونه يې په لاندې جدول کې ذکر شوي دي :
د اخفاء حروف نون ساکنه تنوين
یوه کلمه / دوه کلمې
صاد فانصب – من صلصال عملا صالحا
ذال انذر – من ذکر عزیز ذوانتقام
ثاء منثورا – من ثقلت مطاعٍ ثم أمین
کاف منکم – من کان کراماً کاتبين
جيم أنجيناکم – ان جاء کم فصبر جميل
شین أنْشَرَهُ – فمن شهد رسولا شاهدا
قاف تنقمون – من قبل عاد قوم
سين تنس – من سوء بشراً سويا
دال أنداداً – ومن دخله قنوان دانية
طاء ينطقون – من طيبات کلمة طيبة
زا أنزل – من زکاة يومئذ زرقا
فاء ينفقون – من فضل الله لآتيةُ فاصفح
تاء منتهون – أن تصبروا حلية تلبسونها
ضاد منضود – من ضريع قوة ضعفا
ظاء انظروا – من ظهير قریً ظاهرة