يوولسمه برخه
دتفخيم او ترقيق په اعتبار سره حروف په درې ډوله دى:
- مستعليه مطبقه، داسې حروف څلور دي:
(ص، ض، ط، ظ) د صفت استعلا د وجې نه به دې حروفو کې د ژبې بېخ پاس تالو طرف ته پورته کيږي او د صفت اطباق د وجې نه په کې د ژبې منځ پاسني تالو سره پيوست کيږي، او په دې حروفو کې اعلى درجه تفخيم دى.
- مستعليه منفتحه،دا حروف درې دي:
(غ، خا، ق) په دې حروفو کې به د صفت استعلا د وجې نه د ژبې بېخ پاسني تالو طرف ته پورته کيږي ليکن د صفت انفتاح د وجې نه به د ژبې منځ پاس تالو نه جدا وي چې ددې وجې نه په دې حروفو کې تفخيم لږ کم وي او په دې حروفو کې دوهمه درجه تفخيم دى.
(٣) مستفله منفتحه، دا حروف دوه ويشت (۲۲) دي چې مجموعه يې ده:
(ثبت عز من يجود حرفه اذ سل شكا).
په دې حروفو کې به د صفت استفال د وجې نه د ژبي بېخ دپاس تالو نه جدا وي او د صفت انفتاح د وجې نه به په کې د ژبې منځ د پاسني تالو نه جدا وي چې ددې وجې نه دا حروف باريک ويل کيږي، بغير د شبه مستعليه حروفو نه چې هغه مخکې ذکر شوي دي.
اعتراض: په حرف (جيم، شين، يا) کې هم د ژبې منځ پاس تالو طرف ته پورته کيږي دا يې ولې په حروف مطبقه کې ذکر نه کړه؟.
جواب: په دې حروفو کې د ژبې منځ پاسني تالو ته پورته کيږي ليکن دا پورته کيدل په اعتبار د مخرج سره دي نه په اعتبار د صفت سره .
بله وجه داده چې په حروف مطبقه کې د ژبې منځ سره د ژبې بېخ هم پاسني تالو ته پورته کيږي او په دې حروفو کې فقط د ژبې منځ پاسني تالو ته پورته کيږي.
بل اعتراض: هغه دا چې په حرف (کاف) کې خو هم د ژبې بېخ پاسني تالو ته پورته کيږي دا يې ولې په حروف مستعليه کې ذکر نه کړه په حرف کاف او حرف قاف کې څه فرق دى؟.
جواب:په دې دواړو حروفو کې دا فرق دى چې په حرف قاف کې د ژبې بېخ پاسني تالو ته پورته کيږي ، هم په اعتبار د مخرج سره او هم په اعتبار د صفت سره او په حرف کاف کې د ژبې بېخ پاسني تالو طرف ته پورته کيږي په اعتبار د مخرج سره نه په اعتبار د صفت سره.
ځکه د استعلا له تعريف نه دا معلوميږي چې دا حروف به مفخم ويل کيږي او دا تفخيم په حرف قاف کې شته او په حرف کاف کې نشته.
فايده: حروف مستعليه په اعتبار د تفخيم سره په پنځه ډوله دي:
١:- چې دا حروف مستعليه مفتوح وي او وروسته ترې الف وي لکه:
(قَالَ ، ضَآلين).
٢:- چې کله دا حروف مستعليه مفتوح وي او ؤروسته ترې الف نه وي لکه: (طَبَعَ، صَبَرَ).
٣:- چې کله دا حروف مستعليه مضموم وي لکه: (بَضُرٍ، قُوْلُوْ).
٤: – چې کله دا حروف ساکن وي لکه: (نَخْسِف، يَظْهَروْن).
5:- چې کله دا حروف مکسور وي لکه:(صِرَاطَ، قِيْلَ، تَغِيض).
پورتني اقسام د تفخيم مراتب په شبه مستعليه حروفو کې هم دي ليکن پنځمه درجه په حالت د کسرې کې دا په شبه مستعليه حروفو کې نشته ځكه بيا د شبه مستعليه حروفو تفخيم ختميږي .
(9) اذلاق:
اذلا ق په لغت کې ښويدلو ته وايي .
اصطلاح : په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مذلقه وايي .
مطلب دادى چې دا حروف د شونډو او د ژبې د کنارو نه په اسانۍ او چټکۍ سره أداء کيږي او داسې حروف شپږ (۶) دي چې مجموعه يې ده: (فر من لب).
په دې حروفو کې چې کوم حروف شفويه دي هغه د شونډو د کنارو نه او کوم چې حروف طرفيه دي هغه د ژبې د کنارو نه په اسانۍ او زر أداء کيږي .
(10) اصمات:
اصمات په لغت کې چپ کيدلو يا مضبوطيدلو ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مصمته وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې دا حروف د خپل مخرج نه په مضبوطۍ سره اداء کيږي او په اسانۍ او زر نه اداء کيږي، او د مذلقه نه علاوه باقي ټول حروف مصمته دي.
او دا داوړه صفتونه هم د يو بل ضد او مقابل دي او داسې حروف درويشت (۲۳) دي چې مجموعه يې ده:
(جز غش سا خط صد ثقة إذو عظه يحضك).