اومه لمعه د حرف لام قواعد
په دې لمعه کې مصنف رحمه الله د لفظ الجلاله د لام تفخيم او ترقيق قواعد بيانوي:
اوله قاعده:
هر کله چې لفظ (الله) او (اللَّهم) نه په مخکې حرف باندې زير يا پيش راغلى وي نو دغه لفظ الله او اللَّهم به مفخم ويلى شي لکه:
(مِنَ اللهِ، رَفَعَهُ اللهُ، سُبْحَانَكََ اللَّهم، قَالُوْا اللهُم).
دوهمه قاعده:
هر کله چې لفظ (الله) او (اللَّهم) نه په مخکې حرف باندې زبر راشي نو دغه لفظ الله او اللَّهم به مرقق ويلى شي لکه:
(بِسْمِ اللهِ، قُلِ اللهُم).
دريمه قاعده:
لفظ اللَّهم په تفخيم او ترقيق کې په شان د لفظ (الله) دى ځکه (اللَّهم) په اصل کې يا الله ؤ .
فايده: د لفظ الله او اللَّهم نه چې علاوه څومره لامونه دي نو په هر حالت کې به هغه مرقق ويلى شي ځکه اصل په لام کې ترقيق دى لکه: (مَاوَ لّـهُمْ، وَلا الضالِيْنَ) او اصل په حرف (را) کې تفخيم دى.
فايده:
1 – د ټولو نه زيات تفخيم (ډکوالی) په لفظ الجلاله کې دى چې دلا لت وکړي په عظمت د لوى شان د الله تعالى .
2 – بيا تفخيم په حرف (طاء) کې دى .
3 – بيا په حرف (صاد) کې دى .
4 – بيا په حرف (ضاد) کې دى .
5- بيا په حرف (ظا) کې دى .
6 – بيا په حرف (قاف) کې دى .
7 – بيا په حرف (غين) کې دى .
8 – بيا په حرف (خا) کې دى .
9 – او بيا په حرف (را) کې دى .