لسمه لمعه
بيان د نون ساکنه، نون مشدد او تنوين
دلته د پنځه (۵) صفات عارضه يادونه کيږي :
١- غنه زماني. ٢- اظهار. ٣- ادغام. ٤- اقلاب. ٥- إخفاء.
اوله قاعده:
هرکله چې نون مشدد راشي نو په هغې کې به غنه په مقدار د يو الف ضرور کېږي په شان د (ميم) مشدد لکه: (إِنَّ) .
د نون ساکن احکام
د نون ساکن لپاره څلور(۴) احکام دي :
١- اظهار . ٢- ادغام . ٣- اقلاب . ٤- اخفاء .
دوهمه قاعده:
هرکله چې د (نون) ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف حلقيه راشي نو په دغه (نون) ساکن او تنوين کې به اظهار حلقي يا اظهار حقيقي کېږي او داسې حروف شپږ دي: (همزه، ها، عين، حا, غين، خا)لكه: (أَنْعَمْتَ).
دريمه قاعده:
هرکله چې د (نون) ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف (يرملون) په جدا کلمه کې راشي نو په دغه (نون) ساکن او تنوين کې به ادغام کېږي .
بيا که چيرې د (نون) ساکن او تنوين نه ؤروسته حروف: (ينمو) په جدا کلمه کې راشي نو په دغه (نون) ساکن او تنوين کې به ادغام مع الغنه کېږي لکه: (فمنْ يَّعمل، حسابا يسيرا).
او که چيرې د (نون) ساکن او تنوين نه ؤروسته حرف (لام، (را) راشي نو په دغه (نون) ساکن او تنوين کې به ادغام بلا غنه کېږي لکه: (منْ رَّبك، منْ لَّدنه).
څلورمه قاعده:
اقلاب په لغت کې: (تحويل الشي عن وجېه) ته وايي، يعني اړول د يو شي د خپل مخ نه .
په اصطلاح کې ويلى شي: (هو جعل حرفٍ مكان حرفٍ آخر مع مراعات الغنة).
ژباړه: يعني اقلاب ويلى شي ګرځول د يو حرف دي په ځاى د بل حرف باندې سره د غنې نه .
يعني هرکله چې د (نون) ساکن او تنوين نه ؤروسته حرف (با) راشي نو دغه (نون) ساکن او تنوين به په (ميم) ساکن سره بدليږي بغير د ادغام نه او غنه به پکې په مقدار د يو (الف) ضرور کېږي لکه : (من بعد، خبيرا بصيرا) وغيره.
پنځمه قاعده:
اخفاء په لغت کې (الستر) يعني پټولو ته وايي.
په اصطلاح کې ويلى شي:(هي حالة متوسطة بين الاظهار والادغام).
دا اخفاء يو حالت دى په مابين د اظهار او ادغام کې، يعني هرکله چي د (نون) ساکن او تنوين نه ؤروسته د حروف حلقيه او حروف (يرملون) او (با) او (الف) نه علاوه د پنځلسو(۱۵) حروفو نه يو حرف راشي نو په دغه (نون) ساکن او تنوين کې به اخفاء حقيقي کېږي لکه: (إِنْ كُنْتُمْ، مِنْ قَبْل).
شپـږمه قاعده:
هرکله چې د (نون) ساکن نه ؤروسته حروف (يرملون) په يوه کلمه کې راشي نو په دغه (نون) ساکن کې به ادغام نه کېږي، بلکه اظهار به کېږي او دې ته اظهار مطلق او اظهار شاذ وايي .
اظهار مطلق ورته ځکه وايي چې ددې لپاره کوم قيد نشته لکه: (دنيْا، بنْيان، صنْوان، قنْوان).
فايده: مطلق ادغام په دوه(۲) ډوله دى:
١- ادغام صغير . ٢- ادغام کبير .
1: ادغام صغير
هغه ته وايي چې حرف مدغم د ادغام کولو نه مخکې ساکن وي د ادغام لپاره نه وي ساکن شوى لکه: (اليكمْ مُّرسلُون).
2: ادغام کبير
هغه ته وايي چې حرف مدغم د ادغام لپاره ساکن شوى وي د مخکې نه ساکن نه وي لکه: (أَتُحَاجُّوْنِّيْ، تَأْمُرُونِّيْ، مَكَّنِّي، نٍعٍمَّا، تَأْمَنَّا) چې په اصل کې: (اتحاجونَنِي، تامرونَنِي، مكنَنِي، نِعْمَمَا، تامنُنَا) ؤ.
په دې لومړنيو څلورو کلماتو کې فقط ادغام کېږي او په پنځم لفظ کې يعني (تأْمَنَّا) په سورة يوسف کې، په دې کې اظهار او ادغام دواړه جايز دې .
ادغام پکې ادغام مع الاشمام کېږي، او اظهار پکې اظهار مع الروم کېږي .
د ادغام کبير شرطونه:
د ادغام کبير لپاره درې (۳) شرطونه دي:
اول: چې حرف مدغم او مدغم فيه به دواړه مثلين وي .
دوهم: چې دا دواړه به په يوه کلمه کې وي .
دريم: چې دا دواړه به متحرکېن وي .
اقسام د ادغام په اعتبار د وصف او کېفيت
ادغام په اعتبار د وصف او کېفيت سره په دوه(۲) ډوله دى:
١- ادغام تام . ٢- ادغام ناقص .
1: ادغام تام: هغه ته وايي چې حرف مدغم په مدغم فيه کې په داسې طريقېسره داخل شي چې د حرف مدغم ذات او صفت دواړه ختم شي لکه:
(قدْ دَّخَلُوْا، اذْذَّهب).
2: ادغام ناقص: هغه ته وايي چې حرف مدغم په حرف مدغم فيه کې په داسې طريقې سره داخل شي چې د حرف مدغم ذات ختم شي، ليکن صفت يې څه ناڅه باقي پاتې وي لکه: (فمنْ يَّعْمل ، منْ وَّلي).