د صفات عارضه په اړه بحث
تعريف:
صفات عارضه هغه صفاتو ته وايي چې کله به په يو حرف کې وي او کله به نه وي .
کله چې دا صفات عارضه په يو حرف کې ادا نشي ، نو په حرف کې څه ستونزه نه پيداکيږي بلکه د هغه حرف حسن او زينت له منځه ځي .
اقسام
صفات عارضه اولس (۱۷) دي چې په لاندې ډول دي:
1 | تحقيق | 7 | تفخيم | 13 | اظهار حقيقي |
2 | تسهيل | 8 | ترقيق | 14 | اظهار شفوي |
3 | ابدال | 9 | ادغام | 15 | اظهار مطلق |
4 | حذف | 10 | غنه زماني | 16 | اقلاب |
5 | اثبات | 11 | اخفاء حقيقي | 17 | اماله |
6 | مديت | 12 | اخفاء شفوي |
د صفات عارضة قسمونه :
بيا دا صفات عارضه په پنځه (۵) ډوله دي :
1 – عارض باالصفت . 2 – عارض بالحرف . 3 – عارض بالوقف . 4 – عارض بالحركة .5 – عارض بالوصل .
١: – عارض بالصفت:
چې په يوحرف کې صفت عارضه د صفت لازمه د وجې نه پيدا شوى وي, لکه تفخيم صفت عارضه دى دا د صفت لا زمه د استعلا د وجې نه پيدا شوى دى .
او ترقيق صفت عارضه دا د صفت لا زمه د استفال د وجې نه پيدا شوى دى .
٢: – عارض بالحرف:
چې يو صفت عارضه په يو حرف کې د بل حرف د رامنځته کېدو د وجې نه پيدا شي لکه په نون ساکن او تنوين کې ادغام د حروف يرملون د وجې نه پيدا کېږي .
٣: – عارض بالوقف:
هغه دی چې يو صفت عارضه په يو حرف کې د وقف د وجې نه پيدا شي لکه مد عارض وقفي وغيره د وقف د وجې نه پيدا کېږي .
٤: – عارض بالحرکة:
هغه ته وايي چې په يو حرف کې يو صفت عارضه د حرکت د وجې نه پيدا شي لکه د حرف (را) او لفظ الجلاله، تفخيم او ترقيق د حرکت د وجې نه پيدا کېږي .
5: – عارض بالوصل:
هغه ته وايي چې په يو حرف کې يو صفت عارضه د وصل د وجې نه پيدا شوی وي لكه مد منفصل جايز وغيره د وصل د وجي نه پيدا کېږي .
تفصيل: دا صفات عارضه د صفات لا زمه په شان په ټولو حروفو کې نشي موندلى بلکه دا فقط په اته (۸) حروفو کې موندلى شي چې مجموعه يې ده (اوير ملان) او ددې تفصيل لاندې ذكر کېږي :
- ((همزه)) کې پنځه (۵) صفات عارضه موندلى شي:
١- تحقيق . ٢- تسهيل . ٣- ابدال . ٤- حذف . 5- اثبات .
- ((واو)) کې څلور(۴) صفات عارضه موندلى شي:
١- مديت . ٢- حذف . ٣- اثبات . ٤- ادغام .
- ((يا)) کې هم څلور(۴) صفات عارضه موندلى شي:
١- مديت . ٢- حذف . ٣- اثبات . ٤- ادغام .
- ((را)) کې درې (۳) صفات عارضه موندلى شي:
١- تفخيم . ٢- ترقيق . ٣- ادغام .
- ((ميم)) کې څلور(۴) صفات عارضه موندلى شي:
١- غنه زماني . ٢- ادغام . ٣- اخفاء شفوي . ٤- اظهار شفوي .
- ((لام)) کې درى (۳) صفات عارضه موندلى شي:
١- تفخيم . ٢- ترقيق . ٣- ادغام .
- ((الف)) کې شپږ (۶) صفات عارضه موندلى شي.
١- مديت . ٢- تفخيم . ٣- ترقيق .
٤- حذف . ٥- اثبات . ٦- اماله .
- ((نون)) کې هم شپـږ (۶) صفات عارضه موندلى شي:
١- غنه زماني . ٢- اظهار مطلق . ٣- ادغام .
٤- اقلاب . ٥- اخفاء . ٦- اظهار حلقي يا حقيقي.
د صفات لازمه او عارضه په منځ کې فرقونه:
د صفات لازمه او عارضه په منځ کې څلور (۴) بنيادي فرقونه:
اول: صفات لا زمه په ټولو حروفو کې موندلى شي، او صفات عارضه په بعضې حروفو کې موندل کېږي .
دوهم: صفات لا زمه چې په حرف کې أداء نه شي نو حرف بالکل ختميږي، او صفات عارضه چې په حرف کې أداء نه شي نو فقط دحرف حسن له منځه ځي .
دريم: صفات لا زمه چې أداء نه شي نو لحن جلي واقع کېږي، او صفات عارضه چې أدا نه شي نو لحن خفي واقع کېږي .
څلورم فرق: صفات لا زمه موقوف على السبب نه وي، او صفات عارضه موقوف على السبب وي .