څلورمه لمعه
بيان د مخارجو
مخرج :
مخارج جمعه د مخرج ده، مخرج په لغت کې موضع الخروج يعني ځاى د وتلو ته وايي.
او په اصطلاح کې مخرج وئيلى شي: (هو موضع خروج الحرف) يعني دحرف دوتلوځای ته مخرج وايي.
حرف :
حرف په لغت کې غاړې او طرف ته وايي.
او په اصطلاح کي: (هو صوت يعتمد على مخرج محقق أو مقدر).
ژباړه: هغه انساني آواز چې اعتماد يې په مخرج محقق يا مقدر کيږي.
د حر ف اقسام :
حروف په دوه قسمه دي: (١) حروف اصليه . (٢) حروف فرعيه .
حروف اصليه حروف هجا ته وايي يعني الف نه تر يا پورې او دې ته حروف هجاء ځکه وايي چې دا جدا جدا وئيلى شي د حروف مقطعاتو په شان، بل دا چې حروف اصليه هغو حروفو ته وايي چې هغه مستقل بالذات وي او د خپل اصلي مخارجو نه اداء کيږي .
د حروف اصليه قسمونه:
حروف اصليه هم په دوه قسمه دي :
(١) حروف مباني. (٢) حروف معنوي.
- حروف مباني حروف هجاء ته وايي يعني: (الف، با، تا، ثا) تر (يا) پورې .
- حروف معنوي هغو حروفو ته وايي چې هغه معنى لري
لکه: ( في، من، الى، وغيره ).
دلته ترې مراد حروف مباني دي يعني حروف هجاء دي .
(٢) حروف فرعيه
تعريف: (اي ما يتردد بين المخرجين).
يعني حروف فرعيه هغه دي چې مستقل بالذات نه وي بلکه د دوه اصلي مخارجو نه اداء کيږي .
د إمام حفص (رحمه الله ) په نزد حروف فرعيه پنځه دي :
1/: همزه مسهله. 2/: لام مفخمه. 3/: الف مما له.
4/: نون مخفاة. 5/: نون مدغم با ادغام ناقص .
د مخارج اقسام:
مخارج په دوه قسمه دي :
(١) مخارج محقق. (٢) مخارج مقدر.
د مخرج محقق تعريف:
(هو ماله جزء معين من أجزاء الحلق أو اللسان أو الشفتين).
مخارج محقق هغه دي چې د هغو لپاره مقرره حصه په مرۍ، ژبه او شونډو کې وي .
د مخرج مقدر تعريف:
(هو ما ليس له جزء معين من أجزاء الحلق أو اللسان أو الشفتين).
يعني مخارج مقدر هغه دي چې د هغو لپاره مقرره حصه په مرۍ، ژبه او شونډو کي نه وي .
مخارج محقق پنځلس دي او مخارج مقدره دوه دي
اصول د مخارجو
اصول د مخارجو درې دي:
(١) حلق. (٢) لسان. (٣) شفتين.
اصل هغې ځاى ته وايي چې په هغې کې د يو نه زيات مخارج وي او دې ته مخارج کليه هم وايي او اصول المخارج ورته هم وايي .
په حلق کې درې مخارج دي او شپږ حروف ترې اداء کيږي .
په لسان کې لس مخارج دي او اتلس حروف ترې اداء کيږي .
او په شفتين کې دوه مخارج دي او څلور حروف ترې اداء کيږي .
او مخارج مقدره دوه دي: (١) جوف دهن . (٢) خيشوم .
تعداد د مخارجو:
په تعداد د مخارجو کې د قراءو اختلاف دى . دي كي درې اقوال دي :
- د امام خليل رحمه الله په نزد ټول مخارج اولس (۱۷) دي، او دا قول د محققينو علماؤو دى، لكه إمام جزري وغيره .
- د امام سيبويه رحمه الله په نزد ټول مخارج شپاړس دي ځکه دا د جوف دهن مخرج نه حسابوي .
- د امام فرا رحمه الله په نزد ټول مخارج څوارلس دي ځکه دا د جوف دهن مخرج هم نه حسابوي او د(ن، ل، ر) لپاره يو مخرج حسابوي .
امام خليل رحمه الله او سيبويه رحمه الله د قرب لحاظ ندى کړى نو جدا جدا مخارج يې د (نون، لام، را) لپاره ښودلي دی، او امام فرا رحمه الله د قرب لحاظ کړى دی نو يو مخرج يې ورته خودلى دى.
امام فرا او سيبويه د مده او غير مده يو مخرج ويلي دی ځکه دوی وايي چې الف بلکل هوايي دى، او دا يې د همزې سره شامل کړی دى، ځکه چې د الف ابتداء د حلق نه کيږي .
او په واو او يا مده کې معمولي غوندې اعتماد په شونډو او ژبه کيږي ددې وجې نه يې د مده او غير مده فرق ونکړ، او امام خليل (رحمه الله) د قوت او ضعف لحاظ کړى دى نو يو جدا مخرج يې ورته بيان کړی دى .
د امام خليل رحمه الله په نزد ټول مخارج اولس (۱۷) دي او هغه دادي :
(١) مخرج،جوف دهن:
د خولې دننه هغه خالي ځاى ته وايي چې د خولې يوې خاصې حصې لره پکې دخل وي، او له دې نه حروف مده اداء کيږي .
الف ماقبل مفتوح لکه: قَالَ.
واو ساکن ماقبل مضموم لکه: قُوْلُوا.
يا ساکنه ماقبل حرف مکسور لکه: قِيْلَ.
او دې ته حروف مده او حروف هوائيه او حروف جوفيه وايي .
- حروف مده ورته ځکه وايي: چې ددې حروفو په اصل کې صفت مديت پروت دى چې ددې نه بغير دا حروف نه اداء کيږي .
- حروف هوائيه ورته ځکه وايي: چې ددې حروفو آواز په هواء هواء کې انتها ته رسيږي، لكه إمام جزري (رحمه الله) فرمايي :
(وهي حروف مد للهواء تنتهي).
ژباړه: دحروف مده آواز په هوا هوا کي انتها ته رسيږي .
حروف جوفيه ورته ځکه وايي: چې دا حروف د جوف دهن يعني د خولې دننه خالي ځاى نه اداء کيږي .
د الف او د همزى په منځ کې فرقونه
د الف او د همزې په منځ کې څلور فرقونه دي :
- الف هميشه لپاره ساکن وي لکه : قَالَ،
او په همزه باندې حرکات سکنات راځي لکه: اَلْحَمْدُ.
- الف په نرمۍ سره اداء کيږي لکه : كََانَ.
او همزه په سختۍ سره اداء کيږي لکه : كَأَنَّ.
- الف د کلمې په منځ او اخر کې راځي او د کلمې په اول کې نه راځي لکه: بَصِيْراً كَانَ، او همزه د کلمې په اول منځ او اخر درې واړو کې راځي لکه:
اقرأ ، بِئْـسما.
- الف هميشه لپاره په يو شکل کې راځي لکه: قَالَ، او همزه په مختلفو شکلونو سره راځي لکه: اَلحمد، يؤْمن، يستهزئ.
(٢) مخرج: اقصى حلق:
يعني د مرۍ د اخري حصې نه سپين طرف ته، ددې نه (همزه ها) اداء کيږي .
(٣) مخرج: وسط حلق:
يعني د مرې د منځ نه (عين، حا) مهملتين ( بي نقطې ) اداء کيږي .
(٤) مخرج: ادنى حلق:
يعني د مرې د اولې حصې نه خولې طرف ته ددې نه (غين، خا) معجمتين ( د نقطي والا ) اداء کيږي .
دې شپږو حروفو ته حروف حلقيه يعني د مرۍ حروف ورته وايي، او دې ته (حروف مظهره) او (بيانيه) هم وايي .
(٥) مخرج: لهات:
يعني د حلقې زبې سره متصل د ژبې بېځ چې کله پاس تالو سره ولګيږي ددې نه (قاف) اداء کيږي .
(٦) مخرج : د قاف د مخرج سره
متصل لږ خولې طرف ته د ژبې بېخ چې کله پاس تالو سره ولګيږي ددې نه (كاف) اداء کيږي او دې دواړو حروفو ته (حروف لهاتيه) او (حروف لهويه) وايي، يعني د حلقې ژبې حروف ورته وايي.
(٧) مخرج: وسط اللسان:
يعني د ژبې منځ او پاس تالو نه. (ج، ش، ي غير مده) اداء کيږي يعني ياي لين او ياي متحرکه او دې ته (حروف شجريه) وايي.
- دشجر معنى: ونه ده، يعني ونه هم هر وخت لمده وي او دا حروف چې د کوم ځاى نه اداء کيږي يعني د ژبې منځ دغه ځاى هم هرو وخت لوند وي.
بله وجه داده چې د ژبې منځ ته هم (شَجْر اللسان) وايي په سکون د جيم سره .