دوهم لمعه : بيان د تعوذ ( اعوذ بالله) او تسميه ( بسم الله)
مصنف رحمه الله د تعوذ او تسمېې احکام بيانوي،لکه څرنګه چې دا تعوذ او تسميه د تلاوت نه مخکې ويل کيږي ،له دې وجې نه يي ددې احکام د تجويد په نورو احکامو مخکې کړه .
نو د قران کريم د شروع کولو نه مخکې تعوذ ويل ضروري دي ځکه الله تعالى فرمائي: ﴿ فإذا قرأت القران فاستعذ بالله من الشيطان الرجيم ﴾.
ژباړه: کله چې ته اراده د لوستلو د قران کريم وکړي نو پناه وغواړه په الله تعالى سره د شيطان رټل شوي نه .
د سورت نه مخکې تسميه ويل ضروري دي .ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي:
“كل أمر ذي بال لم يبدأ ببسم الله الرحمن الرحيم فهو أقطع وأجزم”.
ژباړه: هر هغه عظيم الشان کار چې بغير د بسم الله نه شروع شي نو هغه لنډى بوچی وي يعني بې برکته وي .او تلاوت د قران کريم د ټولو نه لوى عمل دى.
حاصل دا شو چې د تعوذ محل ابتداء، تلاوت شو، او د تسميې محل ابتداء ، سورت شو، په دې لحاظ سره ابتداء په درې قسمه ده :
1/ : ابتداء تلاوت ابتداء سورت (دسورت په سرکې)
2/: ابتداء تلاوت درميان سورت (دسورت په منځ کې)
3/: ابتداء سورت درميان تلاوت (دتلاوت په منځ کې)
په اول قسم کې يعني ابتداء تلاوت ابتداء سورت په دې کې تعوذ او تسميه دواړه ويل ضروري دي ځکه د دواړو محل موجود دى .
په دوهم قسم کې يعني ابتداء تلاوت درميان سورت په دې کې تعوذ ويل ضروري دې ځکه محل ېې موجود دى او د تسميې وئيلو کې اختيار دى وئيل او نه وئيل يې دواړه جائز دي ليکن ويل يې غوره دې تبرکاً .
په دريم قسم کې يعني ابتداء سورت درميان تلاوت په دې کې تعوذ ويل بالکل نشته ، ځکه محل ېې نشته او تسميه وئيل ضروري دي ځکه محل ېې موجود دى، او که چېرته په دې دريم قسم کې سورت براءت راشي نو بيا پکې درې وجې جائز دي .
١ – وصل. ٢ – فصل . ٣ – سكته.
د ابتداء په دې درې واړه قسمونو کې د تعوذ او تسميې د وصل او فصل په لحاظ سره حکمونه دادي .
په اول قسم کې يعني ابتداء تلاوت ابتداء سورت،په دې کې د تعوذ او تسميې د وصل او فصل په لحاظ سره څلور صورتونه جوړيږي او څلور واړه جائز دي .
١ _ فصل کل: يعني تعوذ او تسميه او ابتداء سورت په جدا جدا ساه سره وئيل
٢ – وصل کل: يعني تعوذ او تسميه او ابتداء سورت په يوه ساه وئيل .
٣ – فصل اول وصل ثاني: يعني تعوذ په جدا ساه سره وئيل او تسميه او ابتداء سورت په يوه ساه وئيل .
٤ – وصل اول فصل ثاني: يعني تعوذ او تسميه په يوه ساه وئيل او ابتداء سورت په جدا ساه سره وئيل، په دې څلور واړه صورتونو کې فصل کل غوره دى.
په دوهم قسم کې يعني ابتداء تلاوت درميان سورت په دې کې د وئيلو دوه طريقې دي :
- تعوذ او تسميه دواړه وئيل .
- فقط تعوذ ويل .
د تعوذ او تسميه دواړو د وئيلو په صورت کې د وصل او فصل په لحاظ سره څلور صورتونه جوړيږي، دوه جائز او دوه نا جائز دي.
جائز صورتونه:
(١) فصل كل . (٢) وصل او ل فصل ثاني.
ناجائز صورتونه:
(١) وصل كل. (٢) فصل اول وصل ثاني.
او دا ځکه ناجائز دي چې په دې کې دا شک پيدا کيږي چې دا به محل د بسم الله وي او حال دادى چې دا محل د بسم الله نه دى بسم الله پکې تبرکاً ويل کيږي.
او فقط د تعوذ وئيلو په صورت کې دوه صورتونه جوړيږي: (١) فصل كل. (٢) وصل كل: او دواړه جائز دي، ليکن د تعوذ وصل د هغه آيت سره نا جائز دى چې د هغې په سر کې اسم ذاتي يا صفتي د الله تعالى وي، او يا د محمد (صلى الله عليه وسلم) نوم وي يا هغه ضمائر وي چې هغه راجع وي اسم د الله تعالى ته يا د محمد (صلى الله عليه وسلم) اسم ته لکه: (( الله نور السموات… , محمد رسول الله…, إليه يرد علم الساعة )).
او دا ځکه ناجائز دي چې د رجيم دلفظ مناسبت اسم د الله جل جلاله او د محمد (صلى الله عليه وسلم) سره بلکل نشته .
او په دريم قسم کې يعني ابتداء سورت درميان تلاوت په دې کې هم د وصل او فصل په لحاظ سره څلور صورتونه جوړيږي درې صورتونه جائز دي او يو نا جائز دى.
جائز صورتونه:
١ – فصل كل. ٢ – وصل كل. ٣ – فصل اول وصل ثاني.
ناجائز صورت:
وصل اول فصل ثاني.
او دا ځکه ناجائز دى چې په دې کې دا شک پيدا کيږي چې آيا ددې تسميې تعلق د سورت د اخر سره دى او که د سورت د اول سره ؟ او حال دادى چې تسميه د ابتداء سورت لپاره وي نه د انتهاء سورت لپاره .
او که چېرې ابتداء تلاوت ابتداء برآءت وي نو دلته تعوذ وئيل ضروري دي او د تسميه وئيل او نه وئيل دواړه جائز دي ليکن نه وئيل ېې غوره دي .
که چېرې ابتداء برآءت يواځې په تعوذ سره وشي نو بيا دوه وجې جوړيږي او دواړه جائز دي : ١ – فصل. ٢ – وصل.
او که تسميه ورسره ؤيلى شي نو بيا څلور صورتونه جوړيږي دوه جائز دي او دوه ناجائز دي .
جائز صورتونه:
(١) فصل كل. (٢) وصل اول فصل ثاني.
ناجائز صورتونه :
(١) وصل كل. (٢) فصل اول وصل ثاني.
او دا ځکه نا جائز دي چې په دې کې دا شک پيدا کيږي چې دا به محل د تسميه وي او حال دادى چې دا محل د تسميه ندى .
سوال: د سورت براءت په اول کېېې تسميه ولې نده ليکلې؟.
جواب:په دې کې د علماؤو ډير اقوال دي :
- نبي عليه السلام خپلو کاتبانو ته ددې سورت په اول کې تسميه نده ويلې او کاتبانو نده ليکلې .
- تسميه په مصاحف عثمانيه ؤ کې نشته .
- په دې کې تسميه ځکه نشته چې په دې کې آية السيف . دى يعني دا سورت په تورې سره نازل شوى دى او د کافرو د قتل حکم يې په کې کړيدى .
- سورت انفال او سورت براءت يو سورت دى ځکه موضوع يې يوه ده او دا قول د عثمان (رضي الله عنه) دى .
ملاحظه: اول قول او څلورم قول دا د محقيقينو علماؤو دى او دا دواړه اقوال راجح هم دي .((والله اعلم))