(٧) استطالت:
په لغت کې راښکلو ته وايي .
او په اصطلاح کې دا صفت فقط په حرف (ضاد) کې موندلى شي…. مطلب ددې صفت دادى چې ددې حرف د أدا کولو په وخت کي آواز په خوله كې اوږديږي يعني اقصى حافه لسان پورې , يعني څومره چې ددې حرف مخرج اوږد دى نو دومره به آواز ددې په مخرج کې اوږد کيږي .
فايده: ځيني علماء پنځه صفتونه نور هم بيانوي د صفات لازمه غير متضاد سره ځکه هغه صفتونه هم د صفات لازمه په څير د خپلو حروفو نه ، نه جدا کيږي، ليكن د هغې نه موږ فقط دوه ذكر کړي دي:
١:- الخفاء په لغت کې (الاستتار) يعني پټوالي ته وايي .
او په اصطلاح کې دا صفت چې په کومو حروفو کې راشي نو هغې ته حروف الخفا وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې په آواز کې يوډول پټوالى پيدا کيږي او داسې حروف څلور دي: (حروف مده او حرف ها) .
په حروف مده کې ځکه خفا ده چې ددې مخرج مقدردی، نو ډير پراخه دي ددې آواز په کې محدود نه دى نو کله چې ترې ؤروسته همزه متصله يا منفصله راشي نو بيا په کې مد کول په کار دى ځکه همزه قوي ده او حروف مده ضعيف دي داسې نه چې د همزې د قوت دوجې نه څوک دا حروف مده بلکل ختم نه کړي، او په حرف (ها) کې ځکه خفا ده چې په دې کې ټول صفات ضعيف دي.
د ټولو نه زياته خفاء په (الف) کې ده بيا په (يا) کې او همدارنګه په (واو) کې او په حرف (ها) کې ده .
فايده: الف کې د واو او حرف يا نه زياته خفاء ځكه ده چې ددې اعتماد په مخرج محقق بالكل نه وي په خلاف د واو او يا باندى ځكه د واو او يا معمولي اعتماد په مخارجو اصليه باندې شته .
دزياتو معلوماتو لپاره ( نهاية القول المفيد ) کتلای شئ.
٢:- غنه: په لغت کې د هوسۍ هغه آواز ته وايي کوم چې د بچي ضايع کيدلو په وخت کي اوباسي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کي چې دا صفت راشي نو هغه ته حروف غنه وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې آواز خيشوم ته ځي او داسې حروف دوه دي: (ميم او نون)
اګر که تنوين هم وي.
صفات په اعتبار دقوت او ضعف سره
صفات په اعتبار دقوت او ضعف سره په دوه ډوله دي
(١) قوي صفات. (٢) ضعيف صفات.
قوي صفات دولس (۱۲) دي او هغه دادي :
1 | جهر | 5 | اصمات | 9 | تكرير |
2 | شدت | 6 | صفير | 10 | تفشي |
3 | استعلاء | 7 | قلقله | 11 | استطالت |
4 | اطباق | 8 | انحراف | 12 | غنه |
ليکن په دې قوي صفاتو کې بعضې صفات د ځيني نورو نه قوي دي لکه قلقله په دې ټولو کې قوي صفت دى ، بيا شدت قوي دى
د جهر نه بيا دا دري واړه صفتونه قوي دي د تفشي او صفير نه .
او اطباق د استعلا نه قوي دى او باقي قوي صفات دې پسې دي په قوت کي.
ضعيف صفات اته (۸) دي او هغه دا دي:
1 | همس | 4 | استفال | 7 | لين |
2 | رخوت | 5 | انفتاح | 8 | خفاء |
3 | توسط | 6 | اذلا ق |
ځيني علماء وايي چې صفات په درې (۳) ډوله دي :
(١) قوي صفات. (٢) متوسط صفات. (٣) ضعيف صفات.
بيا دا صفت توسط ، اذلا ق او اصمات په متوسطه صفاتو کي حسابوي .
حروف په اعتبار د قوت او ضعف سره:
حروف په اعتبار د قوت او ضعف سره په پنځه ډوله دي:
1/: اقوى حروف: هغه دي چې په هغې کې يا ټول قوي صفات وي يا پکې يو ضعيف وي او داسې حروف څلور دي : (ط، ظ، ض، ق).
2/: قوي حروف: هغه دي چې په هغې کې قوي صفات زيات وي او ضعيف پکې کم وي ليکن چې د دؤ نه کم نوي، او داسې حروف شپږ دي چې مجموعه يې ده (جد صغرز).
3/: متوسطه حروف: هغه دي چې په هغې کې ضعيف صفات او قوي صفات برابر وي او داسې حروف اته(۸) دي چې مجموعه يې ده: (اخذعت كبا).
4/: ضعيف حروف: هغه دي چې په هغې کې ضعيف صفات زيات وي او قوي صفات پکې کم وي ليکن چې د دوه صفاتو نه کم نه وي او داسې حروف پنځه دي چې مجموعه يې ده: (شليوس).
5/: اضعف حروف: هغه دي چې په هغې کې قوي صفات بلکل نه وي يا پکې يو قوي او باقي ټول ضعيف وي او داسې حروف شپږ دي چې مجموعه يې ده. (حَنِثَ فَهَّم).
نوټ: په دې كې ځيني حروف په اعتبار د قوت او ضعف سره دمخكې قواعدو نه خلاف دي، ليكن دا تقسيم د صفاتو ذاتي قوت او ذاتي ضعف پورې تعلق لري، فتدبر!!.