اقسام د ادغام په اعتبار د سبب
ادغام په اعتبار د سبب سره په درې ډوله دى:
١- ادغام مثلين. ٢- ادغام متجانسين. ٣- ادغام متقاربين.
1: ادغام مثلين: هغه ته وايي چې داسې دوه حروف په يو بل کې مدغم شي چې دواړه حروف بالکل يو شان وي په اعتبار د ذات اوصفت سره لکه دوه دالونه . مثال: (قدْ دَّخلو).
3: ادغام متجانسين: هغه ته وايي چې داسې دوه حروف په يو بل کې مدغم شي چې دا دواړه حروف په اعتبار د مخرج سره يو وي او په اعتبار د صفاتو کې د يو بل سره څه ناڅه فرق ولري لکه: (تا) او (طا) .مثال: (وقالتْ طَّايفة).
3: ادغام متقاربين: هغه ته وايي چې داسې دوه حروف چې يو بل سره يا په اعتبار د صفت سره يا په اعتبار د مخرج او صفت دواړو سره يو بل ته نږدې نږدې وي لکه: (منْ وَّلي، قلْ رَّب، منْ لَّدنه).
اوس دلته ددې درې خبرو پيژندل ضروري دي، که چېرې له دې درې واړو څخه يوه هم وجود ونلري نو ادغام به نه کېږي :
١- شرط ادغام . ٢- سبب ادغام . ٣- عدم موانع ادغام .
1: شرط ادغام: دې ته وايي چې حرف مدغم به ساکن وي که د مخکې نه ساکن وي لکه په ادغام صغير کې او که د ادغام لپاره ساکن شوى وي لکه په ادغام کبير کې، خو په هر صورت حرف مدغم به ساکن وي .
2: سبب ادغام:
سبب ادغام درې (۳) دي:
١- تماثل . ٢- تجانس . ٣- تقارب .
په مثلين کې سبب ادغام تماثل دى لکه: (واذْكُُرْ رَّبك).
په متجانسين کې سبب ادغام تجانس دى لکه: (قدْ تَّبين).
په متقاربين کې سبب ادغام تقارب دى لکه: (ألَم نخلقْكُمْ).
3:موانع د ادغام: دا معنى ده چې کله مانع د ادغام موجود وي نو بيا اګر که سبب ادغام او شرط ادغام موجود وي نو بيا به ادغام نه کېږي .
په مثلين کې مانع د ادغام حروف مده دي که چېرې اولنى حرف ساکن حرف مده وي نو بيا به ادغام نه کېږي لکه: (قالُوْ وهم) دلته اګر که صورتاً مثلين دى ليکن حقيقة مثلين نه دى، ځکه چې اولنى حرف ساکن حرف مده دى، او دوهم حرف متحرک دى يعني په ظاهر کې خو دا دواړه حروف هم مثله دي ليكن يه حقيقت کې دا دواره متجانسين دي كومو علماؤ چې دا مثلين شمېرلي دي لكه امام جزري رحمه الله وغيره نو هغوی ظاهر ته كتلي دي چې په ظاهر کې دوه واؤنه دي فتدبر!!
حروف مده په مثلين کې ځکه مانع دې چې حروف مده تقاضا د راښکلو دحرف كوي , او ادغام تقاضا د نه راښکلو د حرف كوي، ليکن دلته دا خبره پيژندل په کار ده ، که چېرې اولنى حرف ساکن واو لين وي نو بيا به ادغام کېږي ځکه حروف لين مانع د ادغام نه دي لکه: (بِما عَصَوْ وَّكانُوا).
ځکه حروف لين د ادغام سره منافي نه دي .
په قرآن کريم کې د (ياي لين) مثال په مثلين کې نشته که چېرې وي نوادغام به شوى وي په متقاربين او متجانسين کې مانع د ادغام حروف حلقيه دي .
يعني چېرې اولنى حرف ساکن، حرف حلقي وي نو بيا به ادغام نه کېږي نه په حرف حلقي کې لکه: (فاصفحْ عَنْهم) او نه علاوه د حرف حلقي نه لکه:
(لا تزغْ قلوبنا).
دلته ځکه ادغام نه کېږي چې په کلمه کې ثقل پيدا کېږي.
کچرى په مثلين کې اولنى حرف ساكن حرف حلقي ؤ نو بيا به ادغام کېږي، ځکه حروف حلقي چې مانع دى د ادغام لپاره نو هغه په متقاربين او متجانسين کې وي او دا مثلين دى لکه: (تسطعْ عَّليه، يوجېهُ، ماليهْ هَّلك).
اقسام د ادغام په اعتبار د سبب او کېفيت
ادغام په اعتبار د سبب او کېفيت سره په پنځه(۵) ډوله دی :
١- ادغام مثلين تام . 2- ادغام متجانسين تام . 3- ادغام متجانسين ناقص . 4- ادغام متقاربين تام . 5- ادغام متقاربين ناقص .
فايده: حروف په دوه ډوله دي :
١- حروف قمري . ٢- حروف شمسي .
حروف قمري: څوارلس دي چې مجموعه يې ده: (ابغ حجك وخف عقيمه)
حروف شمسي: د څوارلسو قمري حروفو نه علاوه باقي ټول حروف شمسي دي بيا ددې لپاره دوه (۲) ډوله احکام دي :
١- ادغام . ٢- اظهار .
1: هرکله چې د (الف لام) تعريفي نه ؤروسته د قمري حروفو نه کوم حرف راشي نو په دغه (الف لام) تعريفي کې به اظهار کېږي او دې ته اظهار قمري وايي لکه: (الْقمر، الْبيت).
2: هرکله چې د (الف لام) تعريفى نه ؤروسته د شمسي حروفو نه کوم حرف راشي نو په دغه (الف لام) تعريفي کې به ادغام کېږي اودې ته ادغام شمسي وايي لکه: (الشَّمس، النَّار).
سبب الاظهار: کله چې د لام التعريف نه ؤروسته قمري حروف راشي نواظهار پکې ځکه کېږي چې لام التعريف او حروف قمري د مخرج په لحاظ سره يو بل نه لرې دي، او ددې علامه داده چې د لام التعريف سکون به ښکاره کېدای شي په اظهار قمري کې او تشديد به پرې نه راځي .
سبب الادغام: کله چې د لام التعريف نه ؤروسته حروف شمسي راشي نو په دغه لام کې به ادغام ځکه کېږي چې لام التعريف او حروف شمسي د مخرج په لحاظ سره يو بل ته نږدې دي، نو د لام التعريف نه چې ؤروسته لام راشي په دې کې به ادغام شمسي مثلين کېږي لکه: (قلْ لَّكم)، او باقي حروف شمسي کې به ادغام شمسي متقاربين کېږي د امام خليل (رحمه الله) په نزد .
او نښه يې داده چې په لام التعريف کې به سکون نه وي او په حرف شمسي به شد وي لکه: (الظَّالمين).