ربيعة بن نصر ديمن له واکدارانو څخه هغ ټولواک دی چې له هول او هيبت څخه يې ډک ډارونکی خوب وليد ، هېڅ يو ساحر ، کاهن او پالګر يې پرې نښود مګر دخپل خوب د تعبير کشۍ غوښتنه يې ترې وکړه ، تر دې چې د خپل قلمرو په داخل کې يې ټول نجوميان هم پرې نه ښودل ، ټول يې راپنډ کړل او ورته يې وويل : ما ډېر زيات ډارجن خوب ليدلی دی ، او زه يې نهايت زيات ګبراو کړی يم ، په جدي توګه يې راته تعبير وواياست ، ټولو ورته وويل : مونږ ته دې ليدلی خوب واوروه تر څو يې درته تعبير درکړو .
هغه وويل : که زه درته خپل ليدلی خوب هم واوروم ګومان مې نه شي که ډاډمن تعبير راکړې او حوصله مې جوړه کړئ ، زما د ليدلي خوب تعبير هغه څوک کولای شي چې د خوب اورېدو وړاندې تعبير کشي وکړي .
يو تعبير کش وويل : که رښتيا هم باچا سلامت دخوب تعبير د خوب ويلو وړاندې غواړي نو هرومرو دې سطيح او شق راوغواړي ، په تعبير کشۍ کې له هغو دواړو څخه څوک ډېر نه پوهيږي ، که باچا سلامت له هغوي څخه وپوښتي شايد دروست معلومات ورکړي .
هغه و چې دواړه يې راوغوښتل خو دا چې سطيج له شق څخه مخکې دربار ته حاضرې ورکړه ،باچا ورته وويل : داسې خوب مې ليدلی دی چې زه يې په ډار او ترس کې اچولی يم ، او ورڅخه ډېر زيات ګبراو يم ، ما ته يې تعبير واوروه ، که په خوب پوهه يې شايد تعبيء به يې هم دروست ووايې .
سطيح وويل : هو ولې نه ، تعبير يې درکولی شم ، تا د اور توکړه ( بڅرکې ) وليد چې د تورتم نه راووت ، او په ټيټه نسکوره ځمکې پرېوت ، او هلته يې هر يو د سر څښتن وخوړ .
باچا وويل : سطيحه ! روغه خبره دې وکړه خو وايه چې د خوب تعبير څه دی ؟
سطيح : د تورو غونډو ترمنځ په ميشتو انسانانو مې دې سوګند وي چې ستاسو قلمرو ته به حبشيان راځي او د ( ابين ) نه تر ( جرش ) پورې به ستاسو د ځمکې واک او اختيار د هغوی په لاس کې وليږي .
باچا : سطيحه ! دا خو ډېر زيات دردونکی او غمجن تعبير دی !! خو دغه حالات به کله وي ؟ زما د واک په دور کې او له دې جريان نه به وروسته وي ؟
سطيح :نا ستا په دوران کې نه بلکې شپېته يا اويا کلونه وروسته به وي .
باچا : د حبشيانو دغه زوځواک به دوامدار وي او که به زوال خورې ؟
سطيح : ناڅه د پاسه او يا کاله وروسته به د وراوښتې مرګ ژوبلې له کبله زوال سره مخ شي او په تيښته به ولاړ شي .
باچا : د حبشيان د مرګ ژوبلې او د ويستلو دواک واګې به چا سره وي ؟
سطيح : د دغې لړې سرمشري به دارم بن ذي يزن سره وي ، هغه به عدن څه پېأ واخلي او په يمن کې به د حبشيانو نه هيڅ څوک پرې نه ږدي .
باچا : ايا د ارم دغه رژيم به دوام وخوري او که نه له منځّ به ولاړ شي ؟
سطيح : دغه رژيم به له منځه ولاړ شي .
باچا : څوک به يې له منځه يوسي ؟
سطيح : پاک دامن پېغمبر چې د الله پاک له پلوه به ورته وحي کېدای شي .
باچا : دغه پېغمبر به د کومې کورنې غړی وي ؟
سطيح : دغه پېغمبر به د غالب بن فهر بن مالک بن النضر له زاوزاد څخه وي ، او دد دغې پېغمبر زور ځواک به د زمانې تر پايه وي .
باچا : ايا زمانه هم زوال او نهايت لري ؟
سطيح : هو پای به يې هغه ورځ وي چې ټول لومړني او وروستني پکې راغونډ کړی شي ، دينداره او نيکه طبقه خلکو ته به پکې د نيکمرغې ژوند ورکړل شي ، او بدبخته به ورپکې د خپل د بد برخليک په منګولو کې حصار شي .
باچا : ايا ته سمې دمې خبرې کوې ؟
سطيح : هو زما دې د ورځې په اخرنې رڼا او د شپې په سرخې قسم وي ، زما دې په هغه سهار قسم وي چې د شپې تورتمونه ختموي چې زما بخرې رښتيا او حقيقت دي ؟
وخت لا تېر نه و څه ګوري چې ( شق ) هم راغی ، شق ته يې ټول هغه څه وويل چې سطيح ته يې ويلي و ، خو له شق څخه يې د سطيح ټول تعبير په بشپړ توګه پټ کړ تر څو وپوهيږي چې ايا شق او سطيح سره په تعبير کې يو څېر دي او که بېلابېل تعبيرونه لري ؟
شق ورته وويل : ستا د ليدلي خوب اورولو وړاندې درته تعبير درکولی شم .
تا اور وليد چې له تيارو څخه رابهر شو ، د شنې سرسبزې ځمکې او د کجورو د ونو ترمنځه ولوېد او هر انسان يې وخوړ .
د تعبير اورېدو سره باچا پوهه شو چې دواړو تعبيرکش سره يو څېر او دواړو رښتيا وويل :
باچا : تېر نه وتې ، رښتيا دې وويل خو د دغې خوب تعبير څه دی ؟
شق : د تورو ګټکو د خاورې په انسان مې دې قسم وي چې ستاسو قلمرو ته به توريان هرومرو راشي ، په هر چا به برلاسي شي د ( ابين ) نه تر ( نجران ) پورې به يې واک او اختيار وي .
باچا : دا خو ډېر زيات دردونکی او غمجن تعبير دی !! خو دغه حالات به کله وي ؟ زما د واک په دور کې او له دې جريان نه به وروسته وي ؟
شق : نا ستا د واک او اختيار نه به ډېر وروسته وي ، بيا به عظيم الشان انسان تاسو د مصيبت د دغې لړې نه خلاص او ورته به امان ورکړي ، او توريان به د ډېرې سپکاوې سره مخ کړي .
باچا : دغه عظيم الشان انسان څوک دی ؟
شق : دغه عظيم الشان اناسن به ذويزن له کورنۍ څخه وي ، د ډېر کمال له کبله به پليت او وليدلي کارونه نه کوي ، او د يمن نه به ټول توريان وباسي .
باچا : ايا د دغې عظيم الشان د واک ګدۍ به دوامداره وي او که د زوال سره به مخ شي ؟
شق : نا د واک ګدۍ به يې د عادل او حق رښتونی پيغمبر په راتګ نسکوره شي ، او د دغاې پېغمبر واک او زور ځواک به تر د فيصلو د ورځې پورې وي .
باچا : د فيصلو ورځ لا څه شی ده ؟
شق : هغه ورځ ده چې خلکو ته به پکې بدلې ورکول کيږي ، په دغه ورځ کې به له بره څخه خلک راوبلل شي ، د بلنې دغه اواز به هر ژوندی او مړی واوري ، د معلوم وخت لپاره به پکې خلک راغونډ کړی شي او ټول نېکه طبقه خلک به په برياليتوب او نېکو بدلو ونازول شي .
باچا : ايا ستا خبرې رښتيا دي ؟
شق : هو ! زما دې د اسمانونو او ځمکو او د اسمانونو او ځمکو ترمنځ د لوړو ژورو او ټيټو نسکورو په رب قسم وي چې زما تعبير کشي او ټولې خبرې رښتيا دي ، هيڅ شک پکې نشته .
دشق او سطيح په تعبير کشۍ د ربيعة زړه ناقراره شو ، خپله او خپله ټوله کورنۍ يې د عراق په لور وټپول ، اوبه عراق کې يې فارسي باچا سابور بن حرذاذ ته ددې د کورنۍ هلته د ميشت کېدو اړوند غوښته وليکله ، هغه و چې فارسي باچا ورته په ( حيره ) کې ځای ورکړ او هلته ځای پرځای شول .