دثقافت پيژندنه
ثقافت يوه عربى کلمه ده چې د پوهې ،ځيرکۍ ،ذکاوت،مهارت ،تهذيب ،تأديب او سرعت فهم په معنى استعمال شوې ده .( [1] ـ الفراهيدي خليل بن أحمد (1/ 395 او المصري لسان العرب (22/ 34)
په اصل لغت کې تثقيف ديته وايې چې : يوڅوک مخکې لدې چې د مبارزې ميدان ته راووځي بايد خپله کږه نيزه سمه کړي ،بيا عربانو دا بسيطه معنى راواخيسته او مجازا يې پدې ډول وکاروله چې ،که ته غواړې چې يو زلمى د ژوند د مبارزې ډګر ته اوباسې ، هغه د دې لپاره جوګه نه وي ،نو ته اړ يې چې هغه يوڅه سم کړې .
غربيانو د دې برابر د [CULTURE] کولتور کلمه کارولې چې د آَر له پلوه د ځمکې د کرلو معنى لري.
نو په حقيقت کې تثقيف : په د ماغوکې د تربيې تخم د علم په واسطه کرل ،د آدب په اوبو د هغې خړوبول ،د هنر او فن په وسيله د هغې روښانه کول ، تر څو ګلالى بڼ شي چې ستړى ستومان يې له سيوري ، او وږى يې له ميوو څخه خوند اخلي. (مجلة الثقافة السورية ۲ عدد ۷ مخ دکال 1933 /5/5خپرونه )
په دري کې د ثقافت پرځاى د فـرهـنگ كلمه استعمال شوې ده.
فرهنگ د دري د قـديمو لـغاتونو څخه دى، چـه نومـوړي كلمه په ادبي نثـر او نظـم کې د بيلا بيلو مفاهيمو لپاره پكار اچـــــول شــــــــويـــــــده.
فرهنگ په لغت کې د علم، پوهې، دانش، لوړوالي، سنجيده گي ،د دري د لغاتو كتاب او همدا راز د ونې هغه ښاخ ته ويــل کېږي چه يوه برخه يي په ځــمكه پريوتـې او بلې برخې يي ســر لوړكــړى وي ،او كـاريز ته هم ويل کېږي ، همدا راز د ادب، اندازې، د هرشي حـق، ادب ښوونكى او ادب ته هڅه كونکې ته هـم ويل کېږي او برسيره پر دې رسم او رواج، خوى، عنـعـنه، خصلت او د يوې ټولنې افرادو ته هم ويل كـيږي،چه لـدې لارې ثـقافت او فرهنگ ډير مــفهـمــــونه لري .
د ثقافت اصطلاحي تعريف :
دثقافت لپاره مختلف تعريفونه شوې دي چې ځيني يې دا دي:
- په علومو،معارفو او ډول ډول فنونو کې مهارت حاصلولو ته ثقافت وايې.( المعجم الوسيط ـ موافق للمطبوع (1/ 98)
- دا ټوليز نوم د هغه شيانو دى چې يو نسل ،يا يوې سيمې د تاريخ په اږدو کې د ادب ، فکر صنعت ،علم او فن په برخو کې د اذهانو د روښانه کولو،صفا ذوق په موخه ترلاسه کړې وي(معجم اللغة العربية المعاصرة (1/ 318)
- د يوې ټولنې ادبي، فني،هنري دوديزميراث ته ثقافت وايې .( مشكلة الثقافة (ص: 28)
ثقافت د يوې ټولنې د ژوند څخه عبارت دى چې له هغې پرته ټولنه مړه او نشت ګڼلى شي. مشكلة الثقافة (ص: 50)
- يوه پيــچلې مــجموعه ده چه د معـلوماتو، معـتـقداتو، هنرونو، اخلاقو، قوانينو، ادابو، رسمونو او ټولو تمايلاتو او عـــادتونو ته شـــــامله ده چه ســـــړى يې د يوې ټولــــــــنې د عــضــويت په حــــال كـــــــي و لاس ته راوړي.
- احــــسان طـــــــــبري يـــو لــــنډ او جــــــامــــع تـــعـريـــف كــــــــړيــــــدى.
فـــرهنگ د يوې ټولنې د مادي او مــعـنوي بشـپــړتــيا په حـالت کې ولاس ته راوړل شوې مجموعې ته ويل کېږي.
دپورتني تعريف څخه څرگنديږي چه فرهنگ دوه (مادي او معنوي) برخې لـري چه يو د بل څخه نه بـــيليدونکې دي ،د نوموړو دوو برخوڅخه د يوې ټولنې وگړي د موروثي اثـــارو او فــرهنگي طـريــقـو پـه صورت کې استـفاده كوي.
الف:- معنوي فرهنگ:– معنوي فرهنگ د اخلاقو، هنر، علم، فلسفې، قضايي او سياسي ريښو کې لاس ته راوړل شوې مـجموعې ته ويل کېږي ژبه، تفكر، منطق، قـواعـد، تگلاره او احساسات د مــعـنوي فـــرهنگ يــوه برخه ده.
ب:- مادي فرهنگ:– ټول مــادي شـــيان لكه: لـــباس، هسـتوگن ځاى، ارتباطي لاري، وداني او داسي نور د مـادي فــــرهنگ بـــــرخه تــــشـکېـلـوي.
تر اوسه مو د ثقافت د عمومي مفهوم نه يادونه وکړه اسلامى ثقافت چې ځانګړى ارزښت لري اړينه ده چې د هغې تعريف هم ذکر کړو.
اسلامي ثقافت
په اسلامي علومو او معارفو کې مهارت حاصلول د اسلامي ثقافت څخه عبارت دى چې اسلام پوهنه هم ورته ويلاى شو.