عَنْ بُرَيْدَةِ بْنِ الحُصَيْبِ الْأَسْلَمِيِّ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم (اَلْعَهْدُ الَّذِيِ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ: اَلصَّلاَةُ؛ فَمَنْ تَرَكَهَا؛ فَقَدْ كَفَرَ) (جامع الترمذي حديث شمېر: 2621، سنن ابن ماجه حديث شمېر: 1079).
د بريده بن الحصيب رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چې زمونږ او د کافرانو په مينځ کې فرق لمونځ کول دي چا چې لمونځ پريښود په تحقيق سره کافر شو .
راوي هذا الحديث, هو:
ددي حديث راوي بريده بن الحصيب الآسلمي رضي الله عنه دی ده هغه وخت د اسلام دين قبول کړه ، کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت کولو او ددوې په کلې ورتير شو ، نو بريده بن الحصيب الآسلمي رضي الله عنه سره د اتيا (۸۰) کسانو چې ددې کليوال وو، ټول په اسلام مشرف شول، او نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته د ماخوستن لمونځ په جمع سره اداکړه ، او داحد په غزا او هغه غزاګانې چې داحد د غزانه روستو واقع شوي دي ، په هغه ټولو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شريک شوی دی ، او بيا په روستو زمانه کې بصرې ته لاړو، او له هغه ځايه بيا د جهاد لپاره خراسان ته لاړو ، او هلته په (مرو) نوم ځاي کې چې اوس د بلخ په نوم ياديږي ، پاتې شو او هملته بيا په کال دوه يا دري شپيته هجري په خلافت د يزيد بن معاويه کې وفات شو ، او داحاديثو په کتابونو کې دده نه يو سلو آوه اويا احاديث نقل دي .
ددې حديث د فوائدو څخه :
1- لمونځ کول د مسلمانانو او کافرانو په مينځ کې فرق اوښکاره نښه ده .
2- د لمانځه پابندې کول لازم او ضروري ده ، او په لمانځه کې سستې کول حرام دي .
3- لمونځ کول د دين اسلام روح دی ، نو کله چې لمونځ پريښودلی شې نو د دين اسلام څه اثر نه پاتکيږي .