د توحید فضیلت
۳/ د توحید بل فضیلت دادی چې د مؤمن موحد په زړه کې آرام، قلبي سکون، او زړه یي مطمئن وي؛ ځکه چې موحد يواځی یو پروردګار رابلي، چې هغه اوریدونکې لیدونکې او په هر څه پوهه، توان لرونکې مهربان او رحم کونکې دی، ټول اختیارات د هغه په لاس کې دي، ګټه او تاوان رسَوَل د هغه په لاس کې دي.
نو نشته لایق د عبادت اوبندګۍ مګر همدغه يواځی یو الله دی، او مؤمن د همدغه یو الله عزَّوَجَلَّ عبادت او بندګي کوي، به همغه باندې توکل او اعتماد کوي، او د هغه د رحمت او مهربانۍ امید لري او د همغه د عذاب څخه ویریږي، او د همغه په خوشحالۍ او رضامندۍ پسی ورپسی وي، او د هغه فضل اورحم پسی اوړي راوړي، او دهغه زړه د الله تعالی په ذکر باندې مطمئن وي، په الله تعالی باندې د اعتماد له کبله له بل هرچا څخه بی پروا وي، او له همدی سببه عزتمند او قوي وي، په یو الله توکل کوي، له بل چا څخه نه ویریږي او نه هم خفه کېږي، او نه ګمراه او بی لاری کېږي او نه به بدبخته وي.
خو په مقابل کې مشرک د الله پرته خپل مشکل ته هغه څوک رابلي چې نه ورته ګټه رسولی شي او نه ورڅخه ضرر دفع کولی شي، د الله تعالی پرته د نورو ډیرو معبودانو ترمنځ دده زړه حیران وي، حال دا چې هغوﺉ ټول دده له بلنو او چېغو څخه ناخبره وي.
الله تَعَالَى د یوسف دعوت رانقلوي چې فرمایي:
﴿ءَأَرۡبَابٞ مُّتَفَرِّقُونَ خَيۡرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ ﴾ [یوسف: 39].
ترجمه: «آیا ډیر معبودان چې سره مختلف وي غوره او بهتر دي او که يواځی یو الله تعالی چې یو او زورور دی».
همدارنګه الله تعالی فرمایي:
﴿ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا رَّجُلٗا فِيهِ شُرَكَآءُ مُتَشَٰكِسُونَ وَرَجُلٗا سَلَمٗا لِّرَجُلٍ هَلۡ يَسۡتَوِيَانِ مَثَلًاۚ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ﴾ [الزمر: 29].
ترجمه: «مثال بیانوي الله تعالی د یو غلام )مریي(سړي چې په هغه کې شریکان وي یو له بل سره مخالف، او د بل غلام)مریي( سړي چې هغه ځانته د یو سړي وي، آیا دوي دواړه سره په صفت د ژوند او راحت کې سره برابر دي؟)بلکې نه دي برابر( نو ټول د کمال صفتونه خاص یو الله تعالی لره دي خو ډیر له دوي څخه نه پوهیږي».
همداراز فرمایي:
﴿وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّن يَدۡعُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَن لَّا يَسۡتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَهُمۡ عَن دُعَآئِهِمۡ غَٰفِلُونَ * وَإِذَا حُشِرَ ٱلنَّاسُ كَانُواْ لَهُمۡ أَعۡدَآءٗ وَكَانُواْ بِعِبَادَتِهِمۡ كَٰفِرِينَ ﴾ [الأحقاف:5-6].
ترجمه: «او څوک دی ډیر ګمراه او بی لاری له هغه چا څخه چې رابلي د الله تعالی پرته هغه څوک چې که دی ورته اواز کوي او رابلي یي نو تر قیامته پوری دده اواز نه اوري، او نه ورسره کومک او مرسته کولی شي، بلکې هغوﺉ دده له رابللو څخه ناخبره دي، او کله چې خلک د قیامت په ورځ راژوندي او راغونډ کړل شي نو دا معبودان به له دغه عابدانو سره دښمني کونکي وي، او ددوﺉ په عبادت او بندګۍ به کفر کونکي او انکار کونکي وي».
همدارنګه الله عزَّوَجَلَّ په بل ځاي کې فرمایي:
﴿ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَمۡ يَلۡبِسُوٓاْ إِيمَٰنَهُم بِظُلۡمٍ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلۡأَمۡنُ وَهُم مُّهۡتَدُونَ ﴾ [الأنعام: 82].
ترجمه: «هغه کسان چې مؤمنان دي او ګډ کړی یي نه دی د خپل ایمان سره شرک، نو همدغه خلک ددوي لپاره امن دی او همدوﺉ په سمه لار دي».
رسول الله دلته په دي آیت شریف کې د »ظلم« معنی په شرک سره کړی ده، او په دلیل کې یي د سورت لقمان هغه آیت شریف پیش کړی دی چې پکې راځي:
﴿إِنَّ ٱلشِّرۡكَ لَظُلۡمٌ عَظِيمٞ ﴾ [لقمان: 13].
ترجمه: «بیشکه شرک ډیر لوﺉ ظلم دی».
۴/ د توحید له فضایلو څخه څلورم فضیلت دادی چې توحید د الله عزَّوَجَلَّ د محبت لپاره ډیر لوﺉ سبب دی چې لدي کبله الله تعالی له بنده سره محبت کوي، او همدارنګه ډیر برکتونه د الله له محبت څخه لاس ته راځي لکه: د ګناهونو بخشش، له سختو سختیو څخه خلاصی، د نیکېو دوچنده کېدل، ددرجاتو پورته کېدل، د شرونو او آفتونو څخه د الله تعالی حفاظت، د دښمنانو د پلمو شنډول، او د سوچونو او غمونو ختمول، د نعمتونو او برکتونو لاس ته راتلل، د عذابونو او عقوبتونو څخه بچ کېدل، او د نفس او شیطان له غلامۍ او مرییتوبه، او د بنده له بندګۍ څخه آزادي، د ایمان او اخلاص خوږوالی او خوند څکل، او د الله تعالی ملاقات ته شوق او له تورو تیارو څخه رڼاګانو ته وتل، چې د شرک له تورو تیارو څخه د توحید سپینی رڼا ته ووځي، او د ګناه له ذلت او خوارۍ څخه د الله اطاعت او پیروۍ عزت ته ووځي، او د جهل او ناپوهۍ څخه د علم او پوهی رڼا ته ووځي، او د شک او حیرانتیا څخه یقین ته ورشي، او دګمراهۍ له ډیرو لارو څخه د الله یوی سمی لاری ته برابر شي.
د موحدینو تر منځ تفاضل:
مسلمانان د توحید په تحقیق کې سره یو شان نه دي، بلکې ددوﺉ تر منځ سره په درجو کې ډیر توپیر وي، او هر څومره چې یو بنده کې د الله تعالی لپاره اخلاص ډیر وي، نو هومره یي د توحید له فضایلو څخه برخه لویه وي، او په همدغه اندازه یي د الله تعالی د رضامندۍ ولایت مهربانۍ رحمت او برکتونو او په دنیا او آخرت کې د ثوابونو برخه لویه وي.
او دده د اخلاص په اندازه د شیطان له سلطی او ضررونو څخه دده خلاصیدل هم وي، لکه چې الله تعالی د شیطان د قسم او سوګند په هکله چې هغه به بنیادمان بي لاری کوي، نو الله تعالی وفرمایل: ﴿قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغۡوَيۡتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَأُغۡوِيَنَّهُمۡ أَجۡمَعِينَ * إِلَّا عِبَادَكَ مِنۡهُمُ ٱلۡمُخۡلَصِينَ * قَالَ هَٰذَا صِرَٰطٌ عَلَيَّ مُسۡتَقِيمٌ * إِنَّ عِبَادِي لَيۡسَ لَكَ عَلَيۡهِمۡ سُلۡطَٰنٌ إِلَّا مَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡغَاوِينَ ﴾ [الحجر: 39-42].
ترجمه: «وویل شیطان: اي پروردګاره! لدي کبله چې زه دی بی لاری کړم، نو خامخا به ښایسته ښکاره کوم دی بنیادمانو ته ددنیا څیزونه او ژوند، او ګمراه او بی لاری به کړم دوﺉ ټول، مګر خو به ګمراه او بی لاری نشي، بلکې بچ به شي هغه ځینی خاص بندګان ستا، نو وویل ورته الله: دغه ځما لار ده ما طرف ته سمه، بیشکه نشته تا لره ځما پر بندګانو باندې کوم زور، مګر هغه څوک چې ستا پیروي کوي د ځینو بی لارو او ګمراهانو او سرکښانو او سرغړوونکو څخه».
او په بل ځاي کې الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:
﴿فَإِذَا قَرَأۡتَ ٱلۡقُرۡءَانَ فَٱسۡتَعِذۡ بِٱللَّهِ مِنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ ٱلرَّجِيمِ * إِنَّهُۥ لَيۡسَ لَهُۥ سُلۡطَٰنٌ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَلَىٰ رَبِّهِمۡ يَتَوَكَّلُونَ * إِنَّمَا سُلۡطَٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوۡنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشۡرِكُونَ﴾ [النحل: 98-100].
ترجمه: «کله چې ته قرآنکریم لولی نو پناه وغواړه په الله تعالی پوری له رټلی شوي شیطان څخه؛ بیشکه نشته شیطان لره زور او توان په هغه کسانو چې کامل ایمان لرونکي دي، او په خپل رب او پروردګار باندې توکل او اعتماد کوي، بیشکه دهغه زور او توان په هغه چا بَر دی چې له شیطان سره دوستي کوي، او په هغه کسانو چې شیطان د الله تعالی سره شریکوي په عبادت او بندګۍ کې».
نو هغه څوک چې په توحید او اخلاص کې د احسان درجې ته ورسیږي، او د شرک اکبر او شرک اصغر له شبهو څخه خلاص وي، او د الله عزَّوَجَلَّ داسې عبادت او بندګي کوي لکه دی چې الله تعالی ویني، نو داسې کسان جنت ته پرته له کوم حساب کتاب څخه داخلیږي، او هلته هم د جنت لوړی لوړی درجې لاس ته راوړي، الله دی په خپل فضل او مهربانۍ زمونږ برخه هم پکې وکړي.