عبدالله بن مبارک رحمه الله په خپل [کتاب الزهد] کې فرمايي: ما ته معمر هغه ته هشام بن عروة ، هشام ته خپل پلار عروة ويلي و: عمر رضي الله عنه شام ته راغی ټولو ګورنرانو او مشرتابه ورسره ليدل کتل وکړل، هغه وويل: زما ورور ابوعبيده چرته دی؟ ټولو ورته وويل: اوس به راشي، لږ ځنډ وروسته په اس باندې چې د واګو پرځاي د اس خوله کې پړی پروت و، سپور راغی او سلام يې پرې وکړ، عمر رضي الله عنه خلکو ته وويل: له مونږ څخه جلا شئ، بيا د ابوعبيده رضي الله عنه کور ته ولاړ او ورسره مېلمه شو، په کور کې يې ورله له تورې، ډال، او زين پرته نور څه ونه ليدل، عمر رضي الله عنه ورته وويل: باید ضرور درسره کور کې څه سامان وي! هغه ورته وويل: اميرالمومنين! شته سامان مو تر شپې رسوي (سيرأعلام النبلاء : ۱ / ۱۶ ).
نعيم بن حماد وايي: ما ته عبدالله بن مبارک هغه ته محمد بن مطرّف، هغه ته ابوحازم، هغه ته عبدالرحمن بن سعيد بن يربوع، هغه ته مالک الدار ويلي و چې عمر رضي الله عنه څلور سوه ديناره خپل غلام ته ورکړل او ورته يې وويل دا به ابو عبيدة بن عامر الجراح رضي الله عنه ته ورکړې او هلته لږ تم شه وګوره چې هغه په دې دينارو باندې څه کوي؟ غلام ولاړ او هغه ته يې دينار ورکړل چې اميرالمؤمنين درته رالېږلي دي، هغه وويل: په اميرالمؤمنين دې الله تعالی رحم او فضل وکړي، بيا يې وويل: ای وينځې! دا پينځه ديناره فلانکي ته يوسه، دا اووه ديناره فلانکې ته يوسه تر دې چې ټول دنانير يې په صدقه ختم کړل، غلام بېرته راغی څه ګوري چې عمر رضي الله عنه دغه مقدار دنانير معاذ بن جبل رضي الله عنه ته تيار کړي دي بيا يې هغه ته واستاوه، معاذ رضي الله عنه هم وويل: په اميرالمؤمنين دې الله تعالی رحم او فضل وکړي، ای وينځې! فلانکې کور ته دومره او فلانکي کور ته دومره دومره دينار يوسه، په دې دوران کې د معاذ رضي الله عنه بي بي سر راښکاره کړ چې مونږ خو هم ناداره يو، مونږ ته ترې هم څه راکړه، دوه ديناره پاتي و هغه يې دېته وغورځول، غلام بېرته اميرالمومنين ته راغی او د دواړ قيصه يې ورته وکړه، هغه وويل: دوی سره خپلمنځني ورونه دي (مالک الدار د عمر رضي الله عنه غلام و او د عمر او ابوبکر رضي الله عنهما دواړو نه يي روايتونه هم کړيدي، د مزيد معلوماتو لپاره (الطبقات: ۵ / ۸) وګوره..
ابواسماعيل الترمذي وايي: ما ته سليمان بن ايوب بن عيسی بن موسی وويل هغه ته يې پلار له نيکه څخه نقل کړيدي چې طلحه له خپل پلار نه روايت کوي چې له حضرموت نه ورته اووه لکه درهم راوړل شول، ټوله شپه يې په ځان تنګه تېره کړه، ښځې يې ورته وويل: ولې دې طبيعت وران دی؟ هغه ورته وويل: له شپې راهيسې په دې سوچ کې يم چې هغه سړی په خپل رب څه ګومان لري چې دومره ماليت يې په کور کې وي او شپه پرې تېره شي؟ هغې ورته وويل: ستا خو ډېر دوستان دي چې شپه سبا شي په لپو لپو او په کاسو کاسو يې پرې وويشه، هغه ورته وويل: الله درباندې رحم وکړه! په رښتيا چې د ښه سړي لور يې ښه خبره دې وکړه (هېره دې نه وي چې ښځه يې د ابوبکر رضي الله عنه لور ام کلثوم وه) د سهار په مهال يې ټول ماليت په کاسو کاسو د مهاجرينو او انصارو ترمنځ وويشو، علي رضي الله عنه ته يې هم په کې يوه کاسه وليږدوله، خپلې ښځې يې ورته وويل: ابو محمده! زمونږ برخه په کې نه شته؟ هغه ورته وويل: ټوله ورځ چرته وي؟ چې څه پاتې دي هغه ستا شول، ښځه يې وايي: ما ته يې يوه کڅوړه راکړه چې زر درهمه پکې و (سيرأعلام النبلاء : ۱ / ۳۱ ) ..
سفيان ثوري رحمه الله د ابو قيس نه، هغه يې د هُزيل بن شُرحبيل نه، هغه يې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت کوي چې:که څوک اخرت ودانول غواړي نو دنيا به زيانمنوي، او که دنيا ابادول غواړي نو اخرت به زيانمنوي، ای خلکو! په فاني دنيا باندې اخرت مه خرابوئ (سيرأعلام النبلاء: ۱ / ۴۹۶ ) ..
عبدالرحمن بن يزيد د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه روايت کوي چې: د نبي صلی الله عليه وسلم له ملګرو نه که څه هم تاسو اوږده لمونځونه او ډېر کوښښ کوئ خو هغوی درڅخه ډېر غوره دي، چا ورته وويل: په څه شي غوره دي؟ هغه وويل: ستاسو نه د هغوی د اخرت سره له دنيا نه مينه ډېره وه (صفة الصفوة: ۱ / ۴۲۰ ) ..
اوزاعي رحمه الله له بلال بن سعيد نه روايت کوي چې ابوالدردا رضي الله عنه فرمايې: ای الله! د زړه له تفرقې نه درپورې پناه غواړم.
چا ورته وويل: د زړه تفرقه څه شی دی؟ هغه وويل: چې په هر ځای کې مې ماليت وي(سيرأعلام النبلاء: ۲ / ۳۴۸ ) .