حبشې ته له هجرته مدينې ته تر هجرته
١- پيښې:
په دې مرحله کې راتلونکې مهمې پېښې واقع شوي دي:
١. د بعثت په لسم کال د رسول الله صلى الله عليه وسلم تره ابو طالب وفات شو، نوموړى له خپل وراره محمد صلى الله عليه وسلم نه په ټول ژوند کې په کلکه ملاتړ کاوه، او دده په ټول ژوند کې قريشو ونه شواى کولاى چې رسول صلى الله عليه وسلم ته شخصا څه ډول تکليف ورسوي، ځکه هغوى له يوې خوا ابو طالب ته احترام درلود او له بلې خوا يې ډډه ورڅخه کوله، خو کله چې ابو طالب وفات شو، قريشو په ډير جرات سره د رسول صلى الله عليه وسلم په زيات آزار او تکليف لاس پورې کړ. له همدې کبله د نوموړي وفات د رسول صلى الله عليه وسلم د زيات غم او خفګان سبب شو. رسول صلى الله عليه وسلم ډير زيات کوښښ وکړ چې تره يې ابو طالب د مرګ په بستره کې د اسلام کلمه ووايي، خو هغه د قومي شرم نه د ځان ساتلو په دليل له اسلام راوړلو نه انکار وکړ.
٢- په همدې کال د رسول الله صلى الله عليه وسلم ميرمن بي بي خديجة رضي الله عنها هم وفات شوه. خديجې رضي الله عنها به د قريشو له لاسه پيدا شوي غمونه او کړاونه له رسول صلى الله عليه وسلم نه کمول، او د هغه صلى الله عليه وسلم خوشاله ساتلو کوښښ به يې کاوه خو کله چې هغه مړه شوه رسول صلى الله عليه وسلم بې حده زيات خفه شو او دغه کال يې چې تره او بي بي يې پکې وفات شول عام الحزن (د غم کال) وباله.
٣- کله چې رسول صلى الله عليه وسلم د خپل تره او ميرمنې له وفات نه وروسته د قريشو له ظلمونو ډير په تنګ شو، نو طائف ته يې مخه کړه، پدې ګمان چې ګوندې په ثقيف کې به د خپل دعوت لپاره قبلوونکي او کومک کوونکي پيدا کړي، مګر هغوى ډيره بده رويه ورسره وکړه، خپل ماشومان يې ورتوش کړل، رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په تيږو وويشته تر دې چې پر دواړو مبارکو پښو يې وينې را ماتې شوې. بيا د طائف يوه باغ ته ننوت او خداى جل جلاله ته يې د دعا لاس پورته کړل او ويې ويل: اې الله ! تا ته له خپلې ناتوانۍ، بې وسۍ او د خلکو په نزد له بې قدرۍ نه شکايت کوم، يا ارحم الراحمين! ته زما او کمزورو رب يې، چا ته مې پريږدې؟ هغه پردي ته مې پريږدې چې ډير بد راته ګوري؟ او که دښمن ته مې سپارې؟ که ته ناراضه نه وي نو د هيڅ چا پروا نه لرم، ستا عافيت راته له هر څه پراخه دى، ستا د مخ په هغه نور چې تيارې پرې روښانه شوې، د دنيا او آخرت کار ورباندې برابر شوې ستا له قهر او غضب نه پناه غواړم، ستا رضا زما رضا ده، که ستا مرسته نه وي، نه د نيکۍ وس لرم او نه له بدۍ نه د منع کيدلو قدرت.
٤- رسول الله صلى الله عليه وسلم له طائف نه پداسې حال کې بيرته راستون شو چې بني ثقيف يې دعوت ونه مانه، خو يوازې د ربيعه د زامنو عتبة او شيبة غلام (عداس) ايمان پرې راوړ. عداس يو نصراني مريى ؤ بادارانو يې امر ورته وکړ چې رسول صلى الله عليه وسلم ته څه اندازه انګور ورکړي، ځکه هغوى د رسول صلى الله عليه وسلم ستړيا او د ثقيف له خوا ورباندې ظلم ليدلى و،کله چې عداس رسول صلى الله عليه وسلم ته انګور وړاندې کړل، رسول صلى الله عليه وسلم په (بسم الله) ويلو سره د انګورو په خوړلو شروع وکړه، دې کار د عداس توجه را جلب کړه ځکه په ټول قوم کې داسې څوک نه و چې بسم الله ووايي بالاخره د عداس او نبي صلى الله عليه وسلم تر مينځ څه خبرې وشوې چې په نتيجه کې عداس په اسلام مشرف شو.
٥- د اسراء او معراج معجزه هم په همدې دور کې پيښه شوې ده، د نوموړې پيښې د وقوع د تاريخ په هکله خو څه اختلاف موجود دى ولي صحيح دا ده چې نوموړې معجزه له هجرت نه مخکې د بعثت په لسم کال يا لږ وروسته پيښه شوې ده. د جمهورو عالمانو په نزد اسرا او معراج دواړه په يوه شپه کې په ويښه په روح او بدن دواړو سره تر سره شوي دي، رسول صلى الله عليه وسلم له مسجد الحرام نه تر مسجد الاقصى پورې د شپې بوتلل شو وروسته له هغه ځايه لوړو آسمانونو ته وخيژول شو او په همدې شپه کې بيرته خپل کور ته چې په مکه کې ؤ راستون شو او قريش يې له دې معجزې څخه خبر کړل. قريشو په دې خبرې پورې ملنډې ووهلې خو د قوي ايمان خاوندانو او په سر کې ابوبکر صديق رضي الله عنه دا خبر تصديق کړ.
٦- په همدې شپه په هر بالغ او عاقل مسلمان باندې د ورځې پنځه وخته لمونځونه فرض شول.
٧- نبي صلى الله عليه وسلم به هر کال د حج په موسم کې په مختلفو قبيلو تاويده او هغوى به يې د بتانو له عبادت نه د الله جل جلاله عبادت ته رابلل، نو د خپل همدې عادت سره سم يې دا ځل د عقبې (هلته چې شيطانان ويشتل کيږي) تر څنګ د اوس او خزرج د قبيلو له ډلې سره ملاقات وشو هغوى يې اسلام ته راوبلل، او هغوى اسلام ومانه، ددې ټولګي شمير اوه کسه ؤ، کله چې مدينې ته ستانه شول خپل قوم يې له دې واقعې او اسلام راوړو نه خبر کړ.
٨- د بعثت په دولسم کال د حج په موسم کې له انصارو نه دولس کسان راغلل له رسول صلى الله عليه وسلم سره يې وکتل او ورسره يې بيعت وکړ د بيرته تلو په وخت کې رسول صلى الله عليه وسلم مصعب بن عمير ورسره ليږه تر څو هغوى ته د قرآنکريم تلاوت وروښيي په اسلام يې پوه کړي او په همدې سره په مدينه کې د اسلام روښانه وړانګې ډيرې خورې شوې…
٩- د راتلونکي کال د حج په موسم کې بيا له انصارو نه يو ټولى چې (٧٠) نارينه او دوې ښځې وې پکې مکې ته راغى، له رسول صلى اله عليه وسلم سره يې وکتل او داسې بيعت يې ورسره وکړ چې هغوى به په خپل ټول توان سره له رسول صلى الله عليه وسلم نه داسې تائيد، دفاع او ملاتړ کوي لکه له خپل اولاد او ښځو نه يې چې کوي او په داسې حال کې چې رسول صلى الله عليه وسلم يې له مينځه (١٢)نقيبان (مشران يا استازي) البته د هر قوم له پاره يو مشر، وټاکل بيرته مدينې ته ولاړل.