4- عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: ( لاَ تَقُوْلُوْا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلاَنٌ؛ وَلكِنْ قُوْلُوْا: مَا شَاءَ اللهُ، ثُمَّ شَاءَ فُلاَنٌ ) (سنن أبي داود, حديث شمېر: 4980)
د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: داسې مه وايي چې د الله تعالی خوښه شي او دفلانکي بلکه داسي وايي چې دالله تعالی خوښه شي او بيا دفلانکي يعني دالله تعالی سره څوک په مشيئت ( اراده ) کې مه شريکوې .
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي حذيفه بن اليمان العبسي رضي الله عنه جليل القدر او بهادر صحابي دی ، او په ډيرو اسلامي فتوحاتو کې شريک شوی دی ، او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دراز ملګری وو، او د خندق په غزا کې او همدارنګه په هغه غزاګاني چې د خندق دغزا نه روستو واقع شوي شريک شوی ، او دده مسند په دوه سوه پنځه پنځوس (۲۵۵) ا حاديثو باندي مشتمل دی ، او حذيفه رضي الله عنه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په وړاندي دډير لوړ مقام څښتن وو، او په کال شپږ ديرش (۳۶) هجري کې په عراق کې وفات شوی دی .
د حديث ګټې او فايدې:
1-دا حديث ددې درس ورکوي چې يو مسلمان بايد خپله عقيده د شرک او د هغي د آثر څخه بچ او ساتي .
2- دا حديث دا بيان کوي ، چې الله تعالی يواځي او بي حاجته ذات دی ، او هيڅ قسم شريک نلري ، نه په ذات کې شريک لري او نه په اسماو ( نومونو ) کې شريک لري ، او نه په صفتونو کې شريک لري ، او نه په حکم کې شريک لري بلکه يواځې دی او دټول مخلوق پالنه کونکی دی .
3-دا حديث مسلمان او مؤ من بنده ته ويره ورکوي ، چې هغه الفاظ استعمال نه کړې کوم چې د الله تعالی د توحيد خلاف وي .