l سفيان وايي چې احنف به ويل: مونږ ته عمر بن الخطاب رضي الله عنه وويل: له مشرۍ غوښتو نه مخکې علم او فقاهت حاصل کړئ.
سفيان وايي: ځکه انسان چې کله علم حاصل کړي مشري نه غواړي(صفة الصفوة: ۲ / ۲۳۶ ).
l موسي بن عقبة پخپل کتاب (المغازي) کې وايي: د شام په پولو ذات السلاسل غزا د عمرو بن العاص رضي الله عنهپه مشرۍ کې وشوه، د شام له پلوه يې د نظامي بريد ويره محسوسه کړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه يې د مزيدو مجاهدينو غوښتنه وکړه، د مهاجرينو په پيادلو کې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما هم روان شو، د مجاهدينو په ګروپ باندي نبي صلی الله عليه وسلم ابوعبيده رضي الله عنه امير وګمارو، عمرو بن العاص رضي الله عنه ته په رسيدګۍ يې ورته سمدستي وويل: پام کوئ ګوره زه ستاسو امير يم، مهاجرينو ورته وويل: ته په خپلو ملګرو امير يې زمونږ امير ابوعبيده رضي الله عنه دی، عمرو بن العاص رضي الله عنه ورته وويل: زه امير يم او تاسو ما ته مدد او مرسته راليږدول شوي ياست، چونکه ابوعبيده رضي الله عنه د نېکو اخلاقو څښتن، نرم مزاجه، او د نبي صلی الله عليه وسلم د خبرو پيروکار انسان و د خبرې د اورېدو سره سم يې ورته امارت وسپارت (سير أعلام النبلاء: ۱ / ۸ – ۹) د ذات السلاسل د غزا ښه تفصيل په تاريخ الطبري: (۳ / ۳۲) ، الکامل فی التاريخ: ( ۲ / ۱۵۶ ) کې ، او په الاصابة: ( ۵ / ۲۸۶ ) کې وګوره.).
l امام ذهبي وايي: ما ته اسمعيل بن عبدالرحمن له عبدالله بن احمد نه هغه له احمد بن محمد نه، هغه له محمد بن عبدالباقي نه، هغه له ابوالفضل بن خَيرون نه، هغه له احمد بن محمد بن غالب نه چې په علي بن العباس يې دغه روايت لوستلی دی چې تاسو ته محمد بن ايوب د ابو الوليد نه هغه د شعبة نه، هغه له ابواسحاق نه روايت کړي دي چې صلَةَ بن زُفَر د حذيفة رضي الله عنه نه اورېدلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلمفرمايې: زه به تاسو ته ډېر امانتګر سړی درواستوم، د نبي صلی الله عليه وسلم ملګرو يې انتظار وويست چې دا به څوک وي؟ نو ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه يې ورته وليږدو (سير أعلام النبلاء: ( ۱ / ۸ – ۹ ) . او حديث په صحيح بخاري فضائل الصحابة باب مناقب أبي عبيدة بن الجراح حديث نمبر: ( ۳۷۴۵ ) . فتح الباري: ( ۷ / ۱۱۶ ) . صحيح مسلم: ( ۲۴۲۰ ) باب فضل أبی عبيدة، دلته د حديث د نقلولو موخه دا وه چې صحابه کرامو رضي ا لله عنهم يواځي د نبي صلی الله عليه وسلم د ګواهۍ په خاطر د امارت تمنی کړېده چې ډېر امين انسان به وليږدوي.).