ژباړه: شرر ساپی
زبير د خپل ورور ابوطالب سره په شخړه شو، چې کوم يو به د محمد پالنه کوي، زبير هڅه کوله چې محمد له خپلو بچوسره يوځای کړي او ابوطالب د خپل پلار په وصيت ټينګ ولاړ و، مخکې له دې چې عبدالمطلب له نړۍ نه سترګې پټې کړي ابوطالب ته يې سپارښتنه وکړه چې د لمسي پالنه يې پرغاړه واخلي او خپل کور ته يې بوځي، ابوطالب يتيم ته واک ورکړ چې له چاسره اوسيږي، هغه هم ابوطالب غوره کړ، تره يې په ډېره مينه خپل ځان ته راجوخت کړ، بيا د ابوطالب کور ته روان شو، حبشي برکې خپله او د بچي غاړه غوټه راټوله کړه او له دغه لوی کور نه د نوي کفيل(پالونکي) کور ته روانه شوه.
د نيکه له کوره د محمد رخصتيدو د هالې په سترګو کې اوښکې را وخوټولې، او د آمنې په دغه يتيم زوی يې وژړل چې د لومړۍ ورځې نه يې ارام ونه ليده. د زيږدو په اتمه ورځ حليمې هوزان ته يوړه، د بني سعد له لوړو، ژورو او غرونو سره نه و اشنا شوی او د خپلو خويندو شيما انيسه او عبدالله سره په لوبو نه و راغلی چې حليمې بيرته خپلې مور آمنې ته راواستاوه، د ماشومتوب خوږې ورځې ډېرې لنډې وې، مور يې له ځان سره يثرب ته د خپل پلارعبدالله قبر ته بوته.
دغه هلک د ماما ګانوسره يو مياشت تېره کړه، کورونه يې وليدل، لامبو يې زده کړه، هغه په مکه او په بنې سعد کې روانې اوبه نه وې ليدلې، د يثرب ورځې يې د مور په مرګ له وير ډکې شوې، مور يې په لارکې مړه شوه او هغه يې په بې ماڼو کيشتۍ کې د ژوند طوفاني څپو ته يواځې پرېښود .
ماشوم د مور له مړينې وروسته د خپل پلارکور پرېښود، د خپل نيکه په سينه يې لا د يتيمولۍ دردونه نه و ارام شوي چې عبدالمطلب هم د عبدالله او آمنې په څېر لاړ، او مړی يې بيرته نه راګرځي، د هاله په زړه کې وګرځېدل لکه چې د آمنې زوی ته يې له اته کلنې نه وروسته دا سختی ليکلي دي، خو د هغې په خوا خاطر کې هيڅکله هم دا نه ګرځېدله چې پياوړتوب، خوشالي او روحي ثروت ټول له يوازېتوب، درد او خواشينۍ څخه راپيدا کيږي، د عبدالله زوی د دردونو په بټۍ کې ويلی شو، ترڅو يې سپيڅلي ذات له رحمت او ثروت نه ډک شي، او هغه اسماني پيغام ته چمتو شي چې اولوالعزم پېغمبران ورته چمتو شوي وو.
هاله د آمنې د تره لور د عبدالمطلب ميرمن او د حمزه مور وه، او دا هيله يې لرله چې محمد د نيکه په کور کې له خپل همزولي تره حمزه سره ترپايه پاتې شي، خو د دغه هيلې ترمنځ يې ټولنيز ژوردودونه خنډ شول، چې ماشوم محمد يې د ښځې سره پرينښود. که څه هم د مور د تره لور او د خوږ نيکه ميرمن يې وه، بايد کوم تره يې پالنه وکړي. يتيم ماشوم د نيکه له کوره د تره ابوطالب کور ته انتقال شو او د حمزه په زړه کې يې ژور خفګان پرېښود .
فاطمې بنت اسد عزتمن راتلونکي ته ښه راغلاست ووايه او هڅه يې وکړه چې په خپله مينه يې له زړه نه غم سپک کړي او د نورو بچو په څير چلند ورسره وکړي.
ابوطالب له محمد او خپلو بچو سره يو ځای د سترخوان ته کيناست، د ابوطالب بچو په منډه خواړه وخوړل، خو د محمد لاس ډوډۍ ته نه غزېده، ابوطالب حس کړه چې وراره يې دا نه خوښوي چې د نورو د خوښې خوړو ته دې لاس وغځوي، ابوطالب امر وکړ چې محمد ته يواځې خواړه ورکړئ، هغه ډېرکم خواړه خوړل، خو له نورو ماشومانو څخه يې ژر وده کوله.
محمد به حرم ته ووت او له بيت الله نه به يې طواف کاوه، مکيان يې ليدل چې خپلو خدايانو باندې لاسونه راکاږي او قربانۍ ورته کوي، محمد دغه ټولنې ته تسليم نه شو، د خپل قوم عادتونه يې نه کول، په خپل سليم فطرت يې فکر کاوه چې څنګه دغه خلک خپلې ټولې تمې او هېلې په بتانو کې ګوري، هغه به پراخې فضا ته ووت، هغه ته نړۍ ټوله محراب محراب وه او اسمان ته يې هر نظر له عبادت نه ډک و، غروب، څيره، سپوږمۍ او د ستورو د پړقېدو هرحرکت يې د الله ذکر او ياد و، هغه د لمر په راختو کې ويلی کېده، په شفق کې ويلی کېده، د ځان او نړۍ ترمنځ يې توافق، محبت، موازنه او تطابق ليده .
هرکله چې به يې د نړۍ غېږې ته ځان وسپاره، د روحي خوشالۍ اوخوښۍ احساس به يې کاوه، او داخلي ژوند به يې پياوړی کېده، د زړه خزانه به يې څو برابره کېدله. د نفس له بنده به يې ځان ازاد کړ چې د وريځو د پاسه والوځي، او اسمانونو ته وخيژي، د روح دغه پيچلي او پياوړي يون يې روحي تخمونه خړوبول او د ده د عظمت د رازونو غوټۍ يې سپړلې.
دردونو خپل ذات ته راوګرځاوه او د يوازېتوب سختې يې ورته برابرې کړې، يوازېتوب يواځينۍ مورچل وه چې هغه ته يې د باطني ژوند ژورې رابرسېره کړې او د ډېرې مودې لپاره به همداسې چوپ وې، سوچ به کوي فکر به کوي او ملکوت اعلی ته به ځان رسوي او هغه لويې ورځې ته به يې چمتو کوي چې د الله رسالت په کې خلکو ته ورسوي.
هغه خپله مور وليده چې د سترګو په وړاندې يې مړه شوه، نيکه يې د هغه په مخکې ورستۍ سلګې وکړې او بيرته راونه ګرځېده، اوس د پيداېښت، مرګ او له مرګ وروسته د ژوند په اړه په فکر کې شو، انسان يواځې زيږيږي، يواځې مري، يو د بل په ځای نه ژوند کولای شي او نه مړه کېدلای شي، دا خو يو څرګند حقيقت دی خو له مرګه پس څه شی دي؟ ايا انسان عبث پيدا شوی دی؟ دغه راز به حيران کړ.
مرګ! هغه يې مخې ته ناتوانه ودرېده، مور يې مړه شوه او د ده له غېږې نه يې وتښتوله، خاورې يې پرې واړولې، مرګ! د هغه نيکه يې د هاشميانو له غښتلو او مټورو خلکو نه راوويست او هيچا يې مخه ونه نيوله، ايا انسان هم د اوښ په څير مري او وروسته هيڅ نه شته؟ دا څه ډول راز دی؟
انسان؟ له کومه راغی؟ ايا له عدم نه رامنځ ته شو؟ او چيرته به ځي؟ ايا بيرته به عدم ته ځي؟ دغه پوښتنې يې په ذهن کې ګرځيدلې او هغه مهال يې ورته هيڅ ځواب نه درلوده، خو دا يې حس کوله چې د ده او د دغه نړۍ ترمنځ چې دی په کې ژوند کوي ژورې اړيکې شته دی، تر دې دده د روح او د نړۍ د روح تر منځ اړيکه شته دی او دغه احساس به يې زړه له رڼا نه ډک کړ، هغه په دغه هوښيارو او ځېرکو پوښتنو چې د ده په وجدان کې راپيدا شوې وې پريکړه نه کوله.
هغه په پخپله ملګرتيا ځان ارام ليده، خپل ذهن به يې نور هم متمرکز کړ چې نورې رڼاګانې پرې هم ولوروي او خپل باطني فکر ته نوره هم وده ورکړي، د خپل ضمير مراقبه وکړي، چې روحي ژوند يې نور هم غني او پراخه شي، اسمان ته نژدې شي او اسمان ده ته رانيږدې شي. هغه د خپل جسد نه ډېرلوی و، هغه د کم عمر سربېره هم بت ته سجده نه وه ايښې. نه يې ورته کومه قرباني کړې وه، نه کوم کاهن ته ورغلی و او نه يې په لات او عزا قسم خوړلی و. سره له دې چې په حرم، کورونو او بازارونو کې په لات اوعزی باندې سوګندونه خوړل کېدل.
د قريشو د اختر ورځ راورسېده. په دې ورځ به قريش د يو بت تعظيم ته وتل، بت ته به يې قرباني کوله، سرونه به يې خرول او ټوله ورځ به يې ورته په عبادت تېروله. سهار وختي د عبدالمطلب زامن او لوڼې د ابوطالب کور ته ورننوتل، هغه يې په ډېره مينه ښکل کړ او خپلې غېږې ته يې راجوخت کړ، محمد هم د هغوی له دغه عواطفو نه خوشاله ښکارېده. ابوطالب اوميرمن – فاطمه – يې راغلو ميلمنو لپاره د سهارنۍ په تيارولو بوخت شول. زبير له محمد سره ګوښه شو او يمن ته يې د ژمني سفر په اړه ورسره خبرې وکړې. چې سږ به هغه هم له قريشو سره يمن ته ځي. محمد هم خپل تره ته وړانديز وکړ چې په دغه سفر کې يې له ځان سره بوځي. زبير هم د هغه ملګرتيا ته ښه راغلاست ووايه، تره او وراره د راتلونکې مبارک سفر لپاره خوښي څرګندوله .
د عبدالمطلب کورنۍ په د سترخوان راټوله شوه، د ډوډۍ له شروع کولو نه مخکې ابوطالب يو خوا بله خوا وکتل، ويې ويل:
– صبر وکړئ چې زوی مې راشي.
محمد راغی، ډوډۍ ته کيناست، خلکو په ډوډۍ خوړولو پېل وکړ، ټولو ډوډۍ وخوړله او ماړه شول، خو ډوډۍ لا په د سترخوان پاتې وه ابوطالب محمد ته مخ راوګرځاوه او ورته يې وويل:
– ته ډېر برکتي يې.
د عبدالمطلب له مړينې وروسته د زمزم او خړوب چارې ابوطالب ته پاتې شوې، هغه متوسط ژوند درلود، سوداګري يې روانه وه، دومره ډېره کوړمه نه وه ور په غاړه. عباس په ديارلسم پسرلي ورګډېده، هغه د بډاېنې سوچ کاوه، خو خوښي يې ونه مونده. سره له دې چې په خپلو وروڼو کې د کم عمر څښتن و خو د حاجيانو د خړوبولو او خدمت هڅه يې کوله.
د عبدالمطلب کورنۍ اختر ته د وتلو تياری ونيوو، د هاشمي ځوانانو د خوشالۍ غږونه پورته شول، تر دې چې د محمد د تروريانو په مخونو کې خوښي ښکاره شوه. سړي، ميرمنې، ښځې او ماشومان د خپلو خدايانو د خوشالولو په موخه دروازې ته په خوشالۍ ورغلل، ابوطالب په محمد پسې سترګې واړولې، ګورې چې په کړکۍ کې ناست دی او د اسمان ننداره کوي، ابوطالب ورته وويل:
– محمد! ته له موږ سره اخترته نه وځې؟
– نه.
ټول محمد ته داسې ځير شول، ګوندې د لومړي ځل لپاره يې ويني، يوه ترور يې ورنيږدې شوه او ورته يې وويل چې د خدايانو په غضب به اخته شې. خو هغه له تګ نه انکار وکړ، ابوطالب پرې په غوسه شو، تروريانې يې هم ډېرې غوسه شوې او ويې ويل:
– په دغه کارسره موږ په تا ويريږو چې زموږ خدايان کوم زيان در ونه رسوي.
تر هغې ورپسې وو چې له ځان سره يې ملګری کړ، خو هغه له ځان سره هوډ وکړ که له دوی سره يو ځای هم وي نو يوازې به وي، په ټولنه کې به د يوازېتوب ژوره تجربه حس کوي، که څه هم بيروني نړۍ له شور او غوغا نه ډکه وه.
ابوطالب له خپلې کورنۍ سره د لهب قبيلې د يو سړي خوا ته ورسېدل، دغه سړی قيافه پيژوندنکی و، قريشو ورته خپل بچي راوستي ول، چې د فراست په سترګو ورته وګوري او د راتلونکي ژوند په اړه يې خبر کړي. ابوطالب محمد راووست او د قيافه پيژوندنکي مخ ته يې ودراوه، کېدای شي چې د بتانو سره د کرکې د لامل په اړه خبر ورکړي. سړي محمد ته ښکته پورته وکتل، بيا په بل شي مشغول شو، کله چې فارغ شو، په ډېره نرمه لهجه يې وويل:
– هغه هلک راولئ.
او له ځان سره يې ويل:
– هلاک شئ هغه ماشوم راولئ چې مخکې مې وليده، په الله قسم چې دغه هلک به د يوې سترې مرتبې څښتن شي.
کله چې ابوطالب د قيافه پيژندونکي ټينګار وليده، محمد يې تري پناه کړ او نيغ د اختر ځای ته ورغلل. بتان ولاړ دي او خلک له بتانو نه د کعبې په څېر طواف کوي. مالونه ورته قرباني کيږي، سړي، ميرمنې او ماشومان له خپلو قربانيو نه تاويږوي او له خپلو خدايانو څخه غواړي چې ترې راضي او خوښ شي، نرينه و د خپلو خدايانو مخې ته خپل سرونه خرول. کاهنان، نجوميان او قيافه پيژندونکي د اختر په ميله کې خواره شوي دي او د خلکو لپاره له رازونو نه پردې پورته کوي.
زبير، ابوطالب، ابولهب، حمزه، صفيه، ام حکيم، هاله بنت وهيب او هاشمي سړي، ميرمنې، ماشومان، وينځې او مريان د خپلو خدايانو څخه په ډېره عاجزۍ تاوېدل، بيا يې خپلو خدايانو ته قرباني ور وړاندې کړه، د خدايانو پښو ته وينې وبهيدې، خو د عبدالله زوی محمد يې له لرې نه ننداره کوي او د دغه ډبرو په اړه فکر اخيستی چې خلک يې عبادت کوي، قربانۍ ورته کوي، نذرونه او منختې ور وړاندې کوي، خو هغه نه سترګې لري، نه غوږونه لري او نه هم ګټه او زيان رسولای شي. محمد د خپل قوم دغه عبادت ته فکر وړی دی.
خوشبويانې لوګی شوې، فضا وږميزه شوه، قيمتي ډالۍ د بتانوپه غاړوکې راوځړول شوې، د غبغب مخې ته په کيندل شوې وړوکې کنده کې چې يو وړوکي کوهي ته ورته و، نذرونه واچول شول، د هر بت پښو ته به يې همدغسې وړې کندې کنستلې چې خلک په کې منختې او نذرونه واچوي،د خدايانو د مجاورانو سترګې د نذرونو او منختو په لور وازې پاتې وې که څه هم يې په ښکاره د تقوی او اصلاح تمثيل کاوه.
خدايانو ته د ذبحه شويو مالونو غوښې پخې شوې، د سترخوا نونه وغوړېدل، مکيان راټول شول تر څو هغه خوږه ډوډۍ وخوري چې وينې يې د بتانو پښو ته تويې شوې وې، شامي شراب راوړاندې شول، خلکو ګلاسونه وشرنګول، ابوطالب له شرابو نه ګوټ ونه کړ، هغه شراب په ځان حرام کړي و، عبدالله بن جدعان هم شراب ونه څښل، هغه يو ځل شراب څښلي و او د نشې په حالت کې يې هڅه کوله چې د سپوږمۍ وړانګې په لاس کې راونيسي، کله چې په هوش راغی او کيسه ورته وشوه، قسم يې وکړ چې بيا به له شرابو نه ګوټ هم نه کوي.
شراب په رګونو کې روان شول او د حواسو مرکز ته ورسېدل، له خلکو نه ننګ او وقار والوت، د قريشو له سردارانو بيزوګان جوړشول، يو خوا او بله خوا به يې ټوپونه وهل، محمد دغه ټولو شيانو ته ځيردی، هغه په خپل زړه کې د خپل قوم په دغه ناوړه عمل او د بتانو په عبادت تاسف کاوه.
مهالي نشه له سرونو څخه والوته، سترګې درنې شوې او سردردي پېل شوه، خلک ويده شول، ورځ ژيړه شوه او بيا لمر پريوته. مريانو د ميلې په ځای کې اوربل کړ. لمبې پورته شوې او د اور په لمبو کې د خدايانو مخونه وځلېدل او يو ځانګړې زړه راښکونکې منظر جوړ شو.
محمد هغه بتانو ته چې د اور په رڼا کې ځليږي ځير دی، زړه کې يې ور وګرځيده چې له نژدې نه يې وګوري، په شپه کې د ورځې په پرتله بل ډول ښکارېدل دلته پرې د اور رڼا راپريوتله او بل ډول منظر يې جوړکړی و، هغه له خپل ځايه راپاڅېده، بتانو ته ور روان شو، لاس يې ور وغځاوه چې په يو بت لاس ووهي، ويې انګېرله چې د ده او بت تر منځ يو څوک ولاړ دی او غږ ورباندې کوي چې راوګرځه، ځای په ځای ودرېده، کله چې يې وېره غلې شوه، بيا يې لاس بل بت ته وړاندې کړ، ګورې چې هم هغه سايه يې مخې ته ودرېده او پرې چيغه يې کړه راوګرځه، کور ته يې په ډار رامنډې کړې او شاته يې هم نه کتل.
برکه په کور کې وه، له خلکو سره اختريزې مېلې ته نه وه وتلې، هغه لا تر اوسه حبشه وه او د قريشو دين يې لا نه و منلی، د دوی په اخترونو کې به يې ګډون نه کاوه، که څه هم له بيت الله نه يې طواف کاوه او د دوی په خدايانو يې سوګند خوړ، محمد ورننوت کله چې يې د محمد په مخ کې د وېرې نښې ولېدې، ورته يې وويل:
– څه درپيښ شوي؟
– زه ويريږم چې شيطان نه يم لمس کړی.
– څه دې وليدل؟
– زه چې به کله هم کوم بت ته نژدې شوم، يو لوی سړی به مې مخې ته ودرېده او راباندې غږ به يې کړ : محمد! شاته شه او لاس مه وروړه.
برکې خپلې غېږې ته راجوخت کړ، ګوندې له دغه څه نه يې ساتې او ورته يې وويل:
– الله به هيڅ وخت تا په شيطان ونه ازمايې او ته ډېر نېک خصلتونه لرې.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار