عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم، يَقُولُ: ( لاَ يَصُوْمُ أَحَدُكُمْ يَوْمَ الْجُمُعَةِ,إلاَّ يَوْما قَبْلَهُ, أَوْ بَعْدَهُ ) (صحيح البخاري, حديث شمېر: ۱۹۸۵،صحيح مسلم ، حديث شمېر:۱۱۴۴).
ژباړه: دابوهريره رضي الله علنه څخه روايت دی فرمايي : ما اوريدلي دي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه هغه فرمايل : ستاسې يو کس دي يواځې د جمعې دورځې روژه نه نيسې بلکه يوه ورځ مخکې ياروسته دي ورسره هم اونيسې .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-يواځې دجمعې د ورځي روژه نيول درست نه دي .
2-د جمعې ورځ د دعاء اود الله تعالی د ذکر او عبادت ورځ ده او همدارنګه د جمعې په ورځ د لمانځه نه روستو بايد حلال زرق هم طلب کړی شي ، نو ددي وجې نه يواځي د جمعې دورځ روژه نيول مکروه دي ، الله تعالی فرمايلي دي
فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّـهِ وَاذْكُرُوا اللَّـهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (سورت جمعه : ۱۰)
نو هر کله چې پوره کړۍ لمونځ نو خواره شې په ملک کې او اولټوې د فضل دالله تعالی نه او يا دوې الله تعالی لره ډير ددي لپاره چې کامياب شې .