ب- درسونه او پندونه:
١- کيداى شي چې داعي د خپلو خپلوانو له جملې نه د يوه داسې فرد له خوا حمايه او تائيد شي، چې د دعوتګر دعوت يې نه وي منلى، د دعوت د کمزورۍ په حال کې دا کار لويه ګټه لري، ځکه پدې سره داعي له وژلو او نورو مشکلاتو نه په امن کيږي. بلونکى کولاى شي له قبيلوي عصبيت نه د ځان او دعوت د حمايې او تاييد لپاره کار واخلي، خو پدې شرط چې قبيلوي عصبيت داعي ځانته را نه کاږي او له اصلي هدف او لارې نه يې منحرف نکړي.
٢- مؤمنه او صالحه ښځه د داعي ميړه په دردونو او غمونو کې د ګډون او مشارکت په ذريعه کولاى شي چې د خپل ميړه ډير مشکلات لېرې کړي – او پدې سره يې له يوې خوا د غم پيټى سپکوي او له بلې خوا ورته د ثبات او استمرار روح ورکوي، او دا کار د دعوت په کاميابۍ کې لوى اثر لري. له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره د خديجې (رضي الله عنها) ژوند او دريځ د هرې مؤمنې ښځې لپاره لوړه نمونه او مشال دى او له دې نه په استفادې سره کولى شي چې د خپل ميړه په کاميابې او د دعوت په استمرار کې مهم رول ولوبوي. د اصلاحي دعوت په لار کې د دا شان ښځې نه درلودل لوى تاوان دى – او پدې ډول حالت کې به داعي ميړه له غم او خفګان نه پرته بل څه نه شي کولاى.
٣- د هغه دوست په ورکه چې مؤمن نه وي، خو د دعوت طرفدار او حامي وي، او همدا راز د مخلصې او مؤمنې ښځې په ورکه غم او خفګان کول، له دعوت سره اخلاص او له خپلې فداکارې او وفادارې ښځى سره د وفا غوښتنه ده. همدا علت دى چې د ابو طالب له مرګ نه وروسته رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: (رحمک الله، و غفرلک، لا ازال استغفرلک حتى ينهاني الله).
(خداى دې درباندې ورحميږي، او خداى دې درته بښنه وکړي تر هغه پورې به درته د بښنې سوال کوم تر څو چې خداى منع کړى نه وم).
نورو مسلمانانو هم له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه د پيروۍ او اطاعت په اساس خپلو مشرکينو دوستانو ته له الله (جل جلاله) نه د مغفرت غوښتنه کوله تر څو دا آيت نازل شو: (مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ). (التوبه: ١١٣)
(له پيغمبر او هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړيدى، نه ښايي چې د مشرکانو له پاره د بښنې دعاوې وکړي، اګر که هغه د دوى خپلوان هم وي، کله چې دوى ته دا خبره روښانه شويده چې هغوى د دوزخ وړ دي).
نو پدې سره رسول (صلى الله عليه وسلم) ابو طالب ته د مغفرت غوښتلو دعا بس کړه او نورو مسلمانانو هم د خپلو مشرکو مړيو لپاره نور مغفرت ونه غوښت.
رسول (صلى الله عليه وسلم) د ژوند په اوږدو کې د خديجې (رضي الله عنها) فضيلت ياداوه، سلام او رحمت به يې ورباندې ليږه، د هغې له ملګرو ښځو سره به يې ښه رويه کوله او دومره صفت به يې کاوه چې عائشې (رضي الله عنها) به د هغې د مړينې په حالت کې غبطه ورباندې کوله، بخاري له عائشې (رضي الله عنها) نه روايت کوي وايي: عائشې (رضي الله عنها) ويلي: ما د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په بيبيانو کې په يوې هم دومره رخه نده کړې لکه په خديجې (رضي الله عنها) مې چې کړيده، سره لدې چې ما هغه نده ليدلې، خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به ډيره يادوله، کله کله به يې پسه حلال کړ، هغه به يې اندام اندام کړ، بيا به يې د خديجې (رضي الله عنها) ملګرو (ښځو) ته ور ليږه، نو کله کله به مې ورته وويل: لکه چې په دنيا کې له خديجې (رضي الله عنها) پرته بله ښځه نه وي، نو راته فرمايل به يې: هغه داسې وه او داسې….. او زما له هغې نه اولاد ؤ.