تعريف د علم التجويد:
تجويد په لغت کې ويل کيږي : (تحسين الشئ) يعني خايسته کول د يو شي ته
او په اصطلاح کې ويل کيږي: (هو أداءالحروف من مخارجها الخاصة لها مع جميع صفاتها اللازمة والعارضة بسهولة وبغير كلفة).
ژباړه: تجويد ادا کول د حروفو دي د خپلو خاصو مخرجونو څخه ، سره د ټولو صفات لازمه او عارضه ؤ نه په سهولت سره بغير د سختۍ او تکليف نه .
نو د علم التجويد ( دتجويد علم ) داسې تعريف كولی شو: (هو علم يبحث فيه عن مخارج الحروف وصفاتها وعن طرق تصحيح الحروف وتحسينها).
ژباړه: دا يو علم دى چې بحث کيږي پدې کې د مخارجو د حروفو او د هغو دصفاتو او د هغو طريقو د صحيح کولو د حروفو او خايسته کولو د هغې نه .
حاصل دا شو چې : علم التجويد د هغې علم نوم دى چې په هغې کې د عمل لپاره څه قواعد بيانيږي
او تجويد د هغې عمل نوم دى چې په کولو سره ېې د قرآن کريم الفاظ او حروف خايسته کيږي نو تجويد د عمل نوم دى او علم التجويد دعلم نوم دى .
موضوع ددې علم:
موضوع ددې علم حروف هجاء دي يعني الف نه تر يا پورې ټول حروف.
غرض ددې علم:
(هو صون اللسان عن الخطاء في أداء القرآن وتلاوته، كما أنزل وتحسين القراءة).
ژباړه: بچ کول د ژبې دي د غلط قرآن لوستلو نه او په هغه طريقه قران لوستل لکه څرنګه چې نازل شوى دى او خايسته قران لوستل .
فائده ددې علم:
(سعادة الدارين)، يعني د دواړو جهانونو کاميابي او نيك بختي ده .
حکم ددې علم:
دعلم التجويد حاصلول فرض کفائي دي. او قران کريم د تجويد د قواعدو موافق وئيل فرض عين دي .
ارکان ددې علم:
ارکان د علم التجويد څلور دي :
(١) مخارج الحروف (دحروفو مخارج)
(٢) صفات الحروف (دحروفو صفات)
(٣) ترکيبي احکام او قواعد .
(٤) د ژبې سره محنت او ريا ضت کول .
واضعين ددې علم:
واضعين ددې علم په دوه قسمه دي :
-
من حيث الاداء.
-
من حيث القواعد.