د غاښونو بيان
مخکې چې کوم مخارج را روان دي نو د هغې عام طور سره تعلق د غاښونو سره دى ددې وجې نه اول د غاښونو نومونه پيژندل ضروري دي چې وروسته بيا په پوهيدلو کې مشکل نه وي، نو د انسان په خوله کې دوه ديرش غاښونه دي او د هغې لپاره شپږ نومونه دي :
(١) ثنايا. (٢) رباعيات . (٣) انياب .
(٤) ضواحك. (٥) طواحن. (٦) نواجذ.
- په خوله کې مخامخ څلور غاښونو ته (ثنايا) وايي، دوه پاسنيو ته (ثنايا عليا) وايي او دوه لاندينو ته (ثنايا سفلى) وايي .
- د (ثنايا) په خوا کې څلور غاښونه نور دي يو بره ښي طرف ته يو چپ طرف ته، يو لاندې ښي طرف ته يو چپ طرفته دې ته (رباعيات او قواطع) وايي.
- د رباعياتو په خوا کې څلور غاښونه دي يو بره ښي طرف ته يو چپ طرف ته، يو لاندې ښي طرف ته يو چپ طرف ته دې ته (انياب او كواسر) يعني ماتؤنکي وايي .
- د انيابو په خوا کې څلور غاښونه نور دي يو بره ښي طرف ته يو چپ طرف ته، دوه لاندې يو ښي طرف ته يو چپ طرف ته دې ته (ضواحك) وايي .
- بيا د ضواحکو په خوا کې دولس غاښونه نور دي شپږ بره درې ښي طرف ته درې چپ طرف ته، شپږ لاندې درې ښي طرف ته او درې چپ طرف ته دې ته (طواحن) وايي .
- بيا د طواحنو په اخر کې څلور غاښونه دي هغه هم په همدې ترتيب سره دې ته (نواجذ) وايي .
- دې اخري درې واړه ډولونو ته يعني: ضواحک، طواحن، نواجذ، دې ته (اضراس)، يعني ژامه وايي.
د ژبي مختلفي حصې
د غاښونو د نومونو پيژندلو نه ؤروسته د ژبې د مختلفو حصو نومونه پيژندل هم ضروري دي. نو ژبه په شپږو حصو تقسميږي .
(١) اقصى اللسان. د ژبې بېخ (٢) وسط اللسان: د ژبې منځ .
(٣) حافة اللسان: د ژبې ډډه. (٤) طرف اللسان: د ژبې غاړه .
(٥) راس اللسان: دژبې سر . (٦) ظهر اللسان: د ژبې شاه .بره طرف ته
(٨) مخرج: حافة اللسان مع أضراس عليا :
د ژبې ډډه چې د اضراس عليا د بيخونو سره ولګيږي ددې نه (ضاد) اداء کيږي، که ښي طرف ته وي او که چپ طرف ته وي، ليکن د چپ طرف نه په اسانه اداء کيږي .
او که د دواړو طرفونو نه وي، ليکن د دواړو طرفونو نه يوځاى اداء کول يي ډير مشکل وي اودې حرف ته حرف (حافية، حرف ضرسيه او حرف مستطله) او اصعب الحروف او حرف العربية وایي .