دلام ساکن احکام
لام ساکن په پنځه (۵) ډوله دى چې په لاندې ډول دي :
(١) لام التعريف – لام (ال) . (٢) لام الفعل .
(٣) لام الحرف . (٤) لام الاسم . (٥) لام الأمر.
(١) لام التعريف: هغه لام ته وايي چې هغه د اصل كلمې نه نه وي، او همزه وصلي به يې په اول کې راځي او دا فقط په اسم داخليږي لکه: (البيت، المدينة) ددې تفصيل مخکې ذکر شوى دى .
(٢) لام الفعل: هغه ساکن لام ته وايي چې په فعل کې به راځي هغه فعل که ماضي وي ، مضارع وي او که امر وي ليکن دا به د كلمې په منځ او اخر کې راځي لکه (الْهاكم، يلْتقطه، يتوكلْ، فاجعلْ).
حکم: ددې دادى چې په دې کې به اظهار کېږي مګر کله چې لام ساکن د كلمې په اخر کې راشي او ؤروسته ترې حرف لام او راء راشي نو بيا به پکې ادغام کولى شي لکه: (يَجعلْ لكم، قلْ رَّب).
سبب الادغام: په حرف لام کې سبب تماثل دى او په حرف را کې سبب تقارب دى، په نزد دامام خليل (رحمه الله).
فايده: دغه الف لام په اسم کې په دوه(۲) ډوله راځي :
اول: چې دغه الف لام د اصل كلمې وي لکه:
(الْسنتكم، الْوانا، الْفافا).
دويم: الف لام زايد .
دا هم په دوه(۲) ډوله دى :
1/ : الزايدة اللازمة: هغه الف لام چې زايد وي خو د كلمې نه په هيڅ صورت کې نه جدا کېږي او دا د كلمې اصل ګرځيدلى وي لکه: (الَّذي، اللَّذان، اللَّذين، الَّتي، اللَّاتي، اللَّايي، الْان، الْيسع).
په حکم ددې دادی كه چېرې په دې کلمه کې ددې الف لام نه ؤروسته لام راغلى وي نو ادغام به کولى شي لکه: (الَّذي، الَّتي…) وغيره.
او كه چېرته ؤروسته ترې بل حرف راغلى وي نو اظهار به کولى شي لکه : (الأن، الْيسع).
2/ : الزايد العارض: له دې نه مقصد هغه الف لام تعريفي دى چې مخكې يې يادونه شوې چې اظهار قمري يا ادغام شمسي به پکې کېږي .