او په لمانځه کې احسان دادی چې پخپل اول وخت کې د ټولو فرضونو واجباتو سننو سره، او په پوره خشوع اطمینان او د زړه په حضور سره ادا شي، لکه چې یو بنده د خپل ژوند آخرنی لمونځ ادا کوي، نو داسې یي ادا کړي لکه چې الله عزَّوَجَلَّ ورته ګوري او دی یي ادا کوي.
او په زکات او خیرات کې احسان دادی چې هغه څه چې یو مؤمن بنده يي ورکوي نو په دي نیت یي ورکړي چې الله عزَّوَجَلَّ ته پرې خپل ځان نژدي کوي، او د الله تعالی د رحمت امید پرې کوي، او د الله تعالی له عذابه ویریږي او پدی سره له د الله تعالی له عذابه خپل ځان بچ کوي، او په عین وخت کې هغه چا ته چې يي ورکوي له هغه څخه کومه بدله او شکرګزاري نه غواړي، او نه په دغه خیرات او زکات پسی وروسته ردی بدی وایي.
او بل دا چې د زکات او خیرات په وخت کې د ښه مال د ورکولو کوښښ وکړي، اوله ردي او کم قیمته مال او هغه څه چې عموماً د انسان نفس یي ښه نه ګڼي له دغه ډول مال له ورکړی څخه دي ځان وساتي، او زکات او خیرات دي د خپل وخت څخه نه وروسته کوي، او یو محتاج او غریب باندې دی د هغه مال په اخیستلو کې سختي نه کوي، او ځان دي پرې لوړ نه ګڼي، او نه دی په دغه ورکړه کې سمعت او ریا کوي.
او همدارنګه په ټولو عبادتونو او معاملاتو کې، یو مسلمان بنده ته مناسب دا دي چې په هغه کې د توان مطابق د احسان مرتبه ولټوي، او په هغی کې د رسول الله د لارښوونی پیروي وکړي.
هر څوک چې د احسان مرتبه پسی ګرزي او په دغه باندې حرص کوي او د الله تعالی څخه یي غوښتنه هم کوي نو ډیر امید شته چې الله د احسان د مرتبی توفیق هم ورکړي؛ ځکه ابو الدرداء فرمایي:
«إِنَّمَا الْعِلْمُ بِالتَّعَلُّمِ، وَإِنَّمَا الْحِلْمُ بِالتَّحَلُّمِ، مَنْ يَتَحَرَّى الْخَيْرَ يُعْطَهُ، وَمَنْ يَتَّقِ الشَّرَّ يُوقَهُ». [رواه الطبراني في المعجم الكبير، الحديث (1763). قال الألباني: حديث حسن. انظر: صحيح الجامع، الحديث: (2328)].
ترجمه: «بیشکه علم او پوهه په زده کړه حاصلیږي، او حلم او صبر په صبر کولو او دخپل نفس واګی په لاس کې نیولو سره حاصلیږي، او هغه څوک چې په خیر پسی ګرزي او لټوي يي نو ورته به ورکړ شي، او هغه څوک چې له شر څخه ځان ساتي او ځان ورڅخه بچ کوي نو ورڅخه به بچ کړل شي».
د احسان دروازی ډیری دي، لکه په صحیح مسلم شریف کې چې د شداد بن اوسب روایت له رسول الله څخه رانقل دی چې رسول الله فرمایي:
«إنَّ اللهَ كتَبَ الإحسانَ على كلِّ شيءٍ؛ فإذا قَتَلْتُم فَأَحْسِنُوا القِتْلةَ، وإذا ذَبَحْتُم فأَحْسِنوا الذِّبْحةَ، وَلْيُحِدَّ أحدُكُم شَفْرَتَهُ وَلْيُرِحْ ذَبيحَتَهُ». [صحيح مسلم]
ترجمه: «بیشکه الله په هر شي کې احسان فرض کړی دی ، نو چې کله تاسو یو څوک وژلو)لکه په قصاص کې مثلاً( نو په دغه وژنه کې ورسره احسان وکړۍ )یعنی مه یي زوروۍ(، او کله مو چې حلالکه کوله)لکه د حلالو حیواناتو د ذبح او حلالونی په وخت کې(، نو په حلالکه کې احسان وکړۍ، نو حلالونکې دی د حلالکې لپاره خپله چوړکۍ تیره کړي، او خپل هغه حیوان چې حلالوي یي هغه ته دي راحت وروبخښي)او نه دی زورَوي(».
لنډه دا چې الله تعالی په هر څه کې د هغه شي سره مناسب احسان فرض کړی دی، لکه دلته چې رسول الله د حلالکې احسان بیان کړی دی، نو هغه څوک چې د رسول الله له لارښوونی څخه سرغړونه کوي او چوړکۍ نه تیره کوي، او د حلالکې د حیوان د راحت خیال نه ساتي نو هغه په حلالکه کې احسان کونکې نه دی، او د رسول الله پیرو نه دی.
په همدی سره په دین کې د پوره تعمق او فقاهت اهمیت راڅرګندیږي، او له همدي نه احسان لټوونکې په عبادات او معاملاتو کې د رسول الله لارښوونه او د هغی اهمیت پیژني، نو کوښښ کوي چې د رسول الله لارښوونه په اوداسه لمانځه خیرات زکات روژه حج جهاد، اخستلو)رانیولو( او خرڅولو، خوراک، څښاک، خوب، نکاح، واده، او عام ژوند، ښیګړه او د بیلابیلو ډولو خلکو سره تعامل کولو کې، او همداسې په ټولو کارونو کې درسول الله لارښوونه پیژني او د هغی پیروي کوي.
او یو بنده د احسان مرتبی ته يواځی پخپل عمل نشي رسیدلاي، بلکې ددي لپاره د الله تعالی توفیق ډیر ضروري دی؛ نو له دي کبله بنده باید د هر لمانځه څخه وروسته دا دعا ووايي چې: «اللَّهُمَّ أَعِنِّيْ عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ» [سنن أبي داود].
ترجمه: «یعنی اي الله له ماسره مرسته وکړی ستا په ذکر او یادونه کې، او په شکر ادا کولو کې، او د ښه او ښایسته عبادت په کولو کې».
ځکه د بنده ضرورت او حاجت د الله تعالی مرستی او کومک ته او خاصةً د احسان مرتبی ته په رسیدلو کې همیشه او بار بار پیښیږي.