حکم د مقدار مد: په دې دواړو مدونو کې توسط دى يعني دوه يا درې الفه ، ليکن په مد منفصل جايز کې قصر هم د ځينو قراءو په نزد جايز دى .
د سبب مد دوهم ډول چې سکون دى دا هم په دوه (۲) قسمه دى :
١- سکون لا زم . ٢- سکون عارض .
سکون لا زم په اعتبار د سبب مد سره په پنځه (۵)ډوله دى .
1: مد لازم کلمى مخفف : هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته په کلمه قرآني کې يو حرف ساکن راغلى وي لکه: (الين).
2: مد لازم کلمى مثقل: هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته په کلمه قرآني کې يو حرف مشدد راغلى وي لکه: (دآبة، خآصَّة).
3: مد لازم حرفي مخفف: هغه ته وايي چې د حروف مده نه وروسته په حروف مقطعاتو کې يو حرف ساکن راغلى وي لکه: (آلر) چې په اصل کې : الف لام را ؤ .
4: مد لازم حرفي مثقل: هغه ته وايي چې د حروف مده نه وروسته په حروف مقطعاتو کې يو حرف مشدد راغلى وي لکه: (الــم) چې په اصل کې (الف لام ميم) ؤ .
حکم د مقدار مد په دې څلور واړه ډولونو دمد لازم کې طول دى، يعني درې يا پنځه الفه .
5: مد لين لازم: هغه ته وايي چې د حروف لين نه وروسته په حروف مقطعاتو کې يو حرف ساکن راغلى وي لکه (عين) د سورت مريم او (عين) د سورة شورى .
حکم د مقدار مد: په دې کې طول ،توسط، قصر درې واړه جايز دي ليکن غوره پکې اول طول دى توسط پکې فقط جايز دى او قصر پکې نهايت ضعيف دى .
او په دې مد لين لا زم کې طول ځکه غوره دى چې ددې مشابهت راشي هغه څلورو واړو قسمونو د مد لا زم سره ځکه دلته هم سکون لا زم دى او په مد لا زم کې هم سکون لا زم دى .
دوهم ډول چې سکون عارض دى په دې کې هم په اعتبار د مد سره دوه ډوله مد کېږي :
١- مد عارض وقفي . ٢- مد لين عارض .
1: مد عارض وقفي : هغه ته وايي چې د حروف مده نه وروسته سکون عارض د وقف د وجې نه راغلى وي لکه: (نسْتَعِيْن).
حکم د مقدار مد: په دې کې هم طول، توسط، قصر درې واړه جايز دي، ليکن غوره پکې اول طول دى بيا توسط بيا قصر.
طول پکې ځکه غوره دى چې اصل په حروف مده کې طول دى .
2: مد لين عارض: هغه ته وايي چې د حروف لين نه وروسته سکون د وقف د وجې نه راغلى وي لکه: ( خَوْف، صَيْف ).
په دې کې هم طول ، توسط، قصر درې واړه جايز دي ليکن غوره پکې اول قصر دى بيا توسط بيا طول .
قصر پکې ځکه غوره دى چې اصل په حروف لين کې قصر دى .
بل دا چې دلته سبب او شرط دواړه ضعيف دي .