۲ـ نشه لکه څنګه چې روږدې ته زيان دی دارنګه نورو انسانانو ته يې هم زیان سرايت کوي، پر نشې معتاد یواځې ددې زیان قرباني نه دی بلکې زیان یې د هغه ښځې، ماشومانو او خپلوانو او ګاونډیانو او ملګرو هم سرايت کوي، څوک چې د نشې لوګی، اوبه، خواړه يا نور خوري او څښي ترڅنګ يې ناست که هرڅوک وي که څه هم په نشه يې توکو نه دی روږدي خو په اصطلاح ورته ( تدخین سلبي) ویل کیږي، د نشه يې توکو اړوند د مهارت څښتن يو امریکايي ډاکټر د تجربې له مخې تر ثبوته رسولې چې د نشه يې توکو روږدي سلبي زيان هر کال تر پنځوس زره افرادو ته رسيدګي کوي.
له دې پرته چې د نشه يې توکو روږدو له بدبوي څخه ډېری نور دټولنې افراد له زيان سره مټ اټۍ وي، او اسلامی شريعت د مسلمان او ټولنې څخه د بدبويه شيانو له منځه وړلو په چټک اقدام امر کړی دی.
څنګه چې اسلام مونځ کونکی امر کړی دی چې د اوګې او پیازو خوړو په مهال جوماتونو ته مه رانزدي کیږئ ددې لپاره چې مسلمانانو ته يې بدبوي ضرر ونه رسوي ، او حال دادی چې د مذکوره سبزيجاتو د ګټو باوجود چې بد بوي لري په پرتله د نشیي توکو داستعمالولو بوي خو ډیر قبیح او شنيع دی، او نشه یي توکې دبل چا مال ته هم ضرر رسوي ، ډیر کرتې نشه کونکي انسانان د مسلمانانو د مال او جان د سوځېدو ښکاره سبب هم ګرځي ، څومره ډیرې ودانۍ يې له لاسه پر ځمکه راپرېوتې!!
څومره سازو سامان يې له لاسه خاورې ایرې شول کله چې د غفلت له مخې سګريټ وغورځوي!! اسلام نفس او غيرو ته ضرر رسول په سختو کې کلماتو کې غندلي دي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په اسلام کې ځان ته ضرر رسول او يا بل چا ته د ضرر ځواب په ضرر ورکول بيخي نشته . ( حديث امام احمد او نورو روايت کړی دی )
او نبي علیه السلام فرمایي: څوک چې مسلمانانو ته د هغوی د تللو راتللو ځايونو کې ضرر رسوي نو دخلکو لعنت پرې واجب شو [ حدیث حسن دی امام طبراني روایت کړی دی]
۳ـ نشه یي توکې د پلیتو شیانو له جملې څخه دي : پلیت هر هغه بیکاره او ګنده شیانو ته ویل کیږي چې خلک يې خوند او بوي بدګڼي ، [ المصباح المنیر في غریب الشرح الکبیرللفیومي]
او هر هغه شی چې ګنده بوی او خوند لري نو هغه د الله پاک په دې قول باندې حرام دی: هغه کسان چې د امي رسول او نبي پیروي کوي هغه چې دوی یې د خپل ځان سره په تورات او انجیل کې لیکلی مومي ، دوی ته د نیکۍ حکم کوي او له بدۍ يې نه منع کوي او دوی ته پاکیزه څیزونه حلالوي او په دوي باندې خبیث څیزونه حراموي [ الاعراف:۱۵۷] او د ( خبث) صفت په نشه یي توکو کې وجود لري چې دا یې د تحریم بله نښه هم ګڼلی شی،
امام عبدالله بن عبدالرحمن ابو بطین فرمایي : نشه یي توکې ځکه حرامې دي چې دغېر معتادو په نېز هم بدبویه اوهم پلیت دي ، هر هغه څوک چې ورسره عادت وي او مینه یې ورسره وي نو هغه ته پليت ځکه نه ښکاري لکه ګونګټ ته چې پلیتي نه بده ښکاري او نه يې بده نه ګڼي [ الدرر السنیه فی الاجوبه النجدیه]
او که ته دهر نشه کونکي انسان نه تپوس وکړي چې ایا نشه يي توکې له پاکو او که له پلیتو شيانو څخه دي ؟ نو هغه دا جرات نه شي کولی چې د پاکو شیانو څخه يې وشميري! بلکې ځواب به یې هرومرو دا وي چې نشه یې شیان د ګنده ګۍ نه هم ډېر پلیت دي هم په خوند، او بوي او هم ځان او نوورو ته په زيان رسولو کې!
د ټولو انواعو په اعتبار نشه د بېکاره کارونو له جملې نه ده ، هم رنځ دی اوهم انسان کمزورئ ته بوځي، اوترڅنګ يې ډیر بدبوي هم لري چې د سړي سړیتوب ختموي
[نصیحة الاخوان عن تعاطي القات والشمة والدخان: دشیخ حافظ مکي د کتاب څخه ]