بدعتیان اکثر دا خبره کوی چه قرانکریم کی زبر زیر نه وو او دا پکی روسته داخل کړی شوی دی نو دا یو خه کار دی او ددی نه په دین کی بدعت حسنه ثبوت جوړیږی
لکن دا سوچ غلط سره ډیر خطرناک هم دی
قرانکریم کی مخکی زبر زیر نه وو مګر حقیقت دا دی چه قرانکریم کی زبر زیر د هغی وخت نه دی کله نه چه قرانکریم دی
مګر دا روسته لیکل شویدی قرانکریم کی د روسته لیکلو دلائل به روسته ذکر کړو
اول به ددی خبری دلیل چه قرانکریم کی زیر زبر نوی ندی ایجاد شوی
*اولنی دلیل
قرانکریم مونږ ته تلاوت کی رارسیدلی دی اول الله سبحانه وتعالی تلاوت کړیدی
الله سبحانه وتعالی فرمائی
{ تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ } [الجاثية: 6]
دا د الله سبحانه وتعالی ایتونه دی چه مونږ ئي په تا باندی په حق سره تلاوت کوو لولو
دا د جبرائل علیه السلام په واسطه نبی علیه السلام ته رارسیدلی دی
{وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (192) نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (194) بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ (195)} [الشعراء: 192 – 195]
او بغیر د شک او شبهی نه دا قرانکریم د الله سبحانه وتعالی نازل کړی شوی دی
او دا امانت دار ملائک فریښتی راوړی دی ستا په زړه باندی چه تاسی د منذرینو نه شئ او په عربی ژبه کی دی
ددی نه پس جبرائل علیه السلام قران کریم لوستلی او تلاوت کړی رسول الله صل الله علیه وسلم ته زده کړیدی
بخاری کی دی
وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ(صحیح البخاری (1/ 8) رقم 6)
او جبرائل علیه السلام د رمضان هره شپه کی نبی علیه السلام سره میلاویدو او قرانکریم به ئی ورته زده کولو
او د الله نبی علیه السلام قران په لوستلو صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین ته زده کړیدی
اوس سوال دا دی آیا بغیر د زبر زیر نه قرانکریم تلاوت لوستل ممکن دی ؟؟؟
هیڅ کله نه !
مثال اوس ته یو کس ته ووائي چه سورت فاتحه ولوله ” الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ”
بیا د هغی نه سوال وکړه چه تا د”الحمد” کی په ”ح” توری څه ولوستل
نو جواب به ضرور همدا وی چه زبر می ولوستلو
اوس سوال وکړه چه ایا نبی علیه السلام چه به همدا الحمد لوستله نو څنګه به ئی لوستله نو نبی علیه السلام هم په دی زبر لوستلی دی
او همداشان جبرائیل علیه السلام هم تلاوت کړیدی او همدا شان الله سبحانه وتعالی تلاوت کړیدی
* دوهم دلیل
زیر او زبر لیکلو نه مخکی چه د قرانکریم کوم تلفظ وو هماغه تلفظ اوس هم دی او په دی باندی د ټول امت اجماع ده او د چا اختلاف پکی نشته نو دا ددی خبری دلیل دی چه زیر زبر مخکی هم وو البته لیکلی شوی نه وو
*دریم دلیل:
د زیر زبر لیکلو نه مخکی چه د قرانی ایاتو کومی معنی او مفهوم وو هغه اوس هم دی
که چرته دا زیر زبر نوی ایجاد شوی وو نو معانی به هم بدلی شوی وی
دا هم ددی خبری دلیل دی چه قرانکریم کی زیر زبر مخکی نه وو مګر لیکل بعد کی شوی دی
*څلورم دلیل:
زیر زبر لیکلو نه مخکی هم په هر حرف باندی لس نیکئ ثواب وو او زیر زبر لیکلو نه روسته هم هماغه ثواب دی کومه تبدیلی پکی نده راغلی
نو دا هم په دی دلیل دی چه زیر زبر مخکی نه وو البته کتابت یی روسته شوی دی
*پینځم دلیل:
قران کریم ټولی دنیا ته چیلنج کړی دی چه هیڅوک د قرانکریم پشان سورت نشی جوړولی چه کله ټوله دُنیا دقرانکریم یو سورت جوړلو نه عاجزه شی
نو مسلمان کی دا طاقت چرته راتللی شی چه قرانکریم کی یو څه د ځآنه داخل کړی او هغه هم د الحمد نه الناس پوری ؟؟؟؟؟؟؟
نو ددی نه هم ثابت شو چه زیر زبر قرانکریم کی روسته ندی داخل شوی بلکه قرانکریم کی مخکی نه موجود وو
شپږم دلیل:
صحابه کرامو او پاکدامنو بیبیانو د نبی علیه السلام هم باقاعده د زیر او زبر نه استدلال کولو
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ بُكَيْرٍ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ عُقَيْلٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عُرْوَةُ: أَنَّهُ سَأَلَ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، زَوْجَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَرَأَيْتِ قَوْلَهُ: (حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِّبُوا) أَوْ كُذِبُوا؟ قَالَتْ: «بَلْ كَذَّبَهُمْ قَوْمُهُمْ» ، فَقُلْتُ: وَاللَّهِ لَقَدِ اسْتَيْقَنُوا أَنَّ قَوْمَهُمْ كَذَّبُوهُمْ، وَمَا هُوَ بِالظَّنِّ، فَقَالَتْ: «يَا عُرَيَّةُ لَقَدِ اسْتَيْقَنُوا بِذَلِكَ» ، قُلْتُ: فَلَعَلَّهَا أَوْ كُذِبُوا، قَالَتْ: ” مَعَاذَ اللَّهِ، لَمْ تَكُنِ الرُّسُلُ تَظُنُّ ذَلِكَ بِرَبِّهَا، وَأَمَّا هَذِهِ الآيَةُ، قَالَتْ: هُمْ أَتْبَاعُ الرُّسُلِ، الَّذِينَ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَصَدَّقُوهُمْ، وَطَالَ عَلَيْهِمُ البَلاَءُ، وَاسْتَأْخَرَ عَنْهُمُ النَّصْرُ، حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَتْ مِمَّنْ كَذَّبَهُمْ مِنْ قَوْمِهِمْ، وَظَنُّوا أَنَّ أَتْبَاعَهُمْ كَذَّبُوهُمْ، جَاءَهُمْ نَصْرُ اللَّهِ “صحيح البخاري (4/ 150 رقم3389)
یحیی بن بکیر لیث عقیل ابن شہاب عروہ نه روایت کوی
هغوئ د عائشه رضی الله عنها نه تپوس وکړو
کله چه رسولان علیهم السلام مایوسه شو او هغوئ په دی ګمان شو چه د هغوئ قوم به دوئ دروغژن کوی
=کذبوا ذال باندی تشدید شد دی یا نه ؟= یعنی کذبوا یا خو هغوئ وفرمائیل کذبوا دی
ولی چه ددوئ قوم به تکذیب کولو نو ما وویل الله قسم رسولانو ته خو د خپل قوم تکذیب یقین وو
(بیا ظنوا ولی صادق راځی )
عائشه رضی الله عنها وفرمائیل ای عریه بی له شکه هغوئ ته ددی خبری یقین وو کیدائ شی دا کذبوا وی
عائشه رضی الله عنها وفرمائیل
معاذالله انبیاء کرامو سره داسی ګمان نه کوی په خپل رب
( ولی داسی معنی به داسی وی چه هغوئ ته دا ګمان وشو او ددوئ ته دروغ وویل شو بعنی معاذ الله الله دروغ وویل یعنی معاذ الله الله د فتح وعده پوره نکړه
مګر دی بره ایت کریمه کی د هغوئ متبعین مراد دی چه په خپل رب ئی ایمان راوړی او پیغمبرانو تصدیق ئي کړی وو او ددوئ امتحان اوږد شو او مدد راتلو کی تاخیر وشو او دوئ ته دا ګمان وشو چه ددوئ متبعین به ددوئ تکذیب کوی نو د الله مدد راغی
نو په دی حدیث کی سوچ وکړی چه بی بی عائشه رضی الله عنها په دی حدیث کی اعراب باندی بحث کړیدی او ددی نه معلومیږی چه زیر زبر مخکی نه موجود وو
*اووم دلیل :
الله سبحانه وتعالی د نبی علیه السلام ددی خبری نفی کوی چه قرانکریم کی خپل طرف نه څه داخل کړی او که بالفرض هغه داسی کوشش وکړی نو مونږ به ئي شه رګ قطع کړو
الله سبحانه وتعالی فرمائی
{ تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ (43) وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ (44) لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ (45) ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ (46) فَمَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ (47)} [الحاقة: 43 – 47]
دا خو د رب العالمین نازل کړی شوی دی او اګر که دا په مونږ کوم خبره جوړه کړی نو مونږ به ئي خئ سم لاس ونیسو او بیا به ددی شه رګ قطع کړو او بیا تاسی کی څوک هم مونږ منع کولو والا نشته
سوچ وکړئ چه د الله نبی ته ممکن ندی چه خپل ځان نه قرانکریم کی څه داخل کړی
او بالفرض داسی وکړی نو څومره سخت وعید اختار اورولی شوی دی ورته
نو یو معمولی انسان ته دا جران څنګه وکړی چه مکمل قران کریم کی دی د ځانه زیر زبر داخل کړی
*اتم دلیل :
اهل السنت والجماعت دا عقیده ده چه قرانکریم مخلوق ندی
نو اوس ووایه چه کوم شی غیر مخلوق وی هغی کی به مخلوق څنګه اضافه کولی شی ؟؟؟
*نهم دلیل:
الله سبحانه وتعالی ددی خبری ذمه واری اخیستی ده چه قرانکریم به خپل اصلی شکل کی محفوظ ساتی
الله تعالی فرمائی
{ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ } [الحجر: 9]
قرانکریم مونږ نازل کړیدی او مونږ ددی محافظ یو
فکر وکړئ
چه د کوم شی حفاظت ذمه الله اخیستی وی
نو هغی کی د کمی یا زیاتی کولو جرات څنګه کیدلی شی؟؟
نو معلومیږی چه قرانکریم اوس هم خپل اصلی شکل کی محفوظ دی او دی که هیڅ اضافه نده شوی
زیر زبر مخکی نه موجود وو مګر لیکلی شوی نه وو
*لسم دلیل:
که چرته لیکلو نه کوم شی نوی ایجادیږی بیا خو ټول قرانکریم هم بعد کی لیکل شوی دی
دی وجی نه جبرائیل علیه السلام چه کوم قران نبی علیه السلام ته پیش کړی وو هغه لیکلی شوی نه وو بیا چه نبی علیه السلام کوم قران صحابه ته اورولی دی هغه هم لیکلی شوی نه وو
البته د نبی علیه السلام د اوریدولو نه پس صحابه کرامو لیکلی دی
نو اوس به داسی وائي چه ټول قرانکریم د الله طرف نه داسی نه وو دا صحابه کرامو ځان نه لیکلی دی ؟؟؟
څنګه چه قرانکریم د روسته لیکلو نه نوی نه ایجادیږی همدا شان زیر زبر هم بعد کی لیکلو نه نوی نه ایجادیږی
تلك عشرة كاملة
اوس كه څوک ووائي چه زیر زبر مخکی نه موجود وو او ددی لیکلو سره اضافه شوی ندی
لکن فی نفسه دا لیکل دا خو یو نوی عمل دی او دا بدعت شو
زیر زبر لیکل هیڅ کله بدعت ندی ددی لیکلو دلیل شته
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، قَالَ: كُنْتُ أَكْتُبُ كُلَّ شَيْءٍ أَسْمَعُهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُرِيدُ حِفْظَهُ، فَنَهَتْنِي قُرَيْشٌ وَقَالُوا: أَتَكْتُبُ كُلَّ شَيْءٍ تَسْمَعُهُ وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَشَرٌ يَتَكَلَّمُ فِي الْغَضَبِ، وَالرِّضَا، فَأَمْسَكْتُ عَنِ الْكِتَابِ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَوْمَأَ بِأُصْبُعِهِ إِلَى فِيهِ، فَقَالَ: «اكْتُبْ فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ مَا يَخْرُجُ مِنْهُ إِلَّا حَقٌّ» سنن أبي داود (3/ 318 رقم3646)
عبد الله بن عمروا نه روایت دی
چه ما به د نبی علیه السلام نه کومی خبری اوریدلی هغه به می لیکلی او حفظ کولی به می لکن زه قریشو منع کړم او وئي ویل ته چه د نبی علیه السلام کومه خبره اوری هغه لیکلی هغه خو بشر دی کله غصه کی هم خبری کوی او خوشحالی کی هم خبری کوی نو ما لیکل پریخودل
او دا می نبی علیه السلام ته ذکر وکړو
=نبی علیه السلام د خپلو ګوتو په واسطه خپلی خولی ته اشاره وکړه او وئي فرمائیل لیکل کوه زما دی په هغه ذات قسم وی چه د هغی قبضه کی زما نفس دی چه ددی خولی نه د حق نه علاوه کومه بله خبره نه ووځی
ددی حدیث شریف کی نبی علیه السلام د خولی مبارکی نه د هری خبری لیکلو امر کړیدی اجازت ئي ورکړی دی
او قرانکریم هم د نبی علیه السلام د خولی مبارکی نه راوتلی دی او امت ته میلاو شوی دی او مخکی واضحه شوه چه تلاوت زیر زبر سره کیږی داسی شوه چه دا زیر زبر هم د نبی علیه السلام د خولی مبارکی نه راوتلی دی
نو په دی حدیث کی د لیکلو جواز هم شو
د الله نبی علیه السلام په زما نه کی زیر او زبر نه وو لیکلی شوی ولی چه هغی زمانه کی ددی ضرورت نه وو محسوس شوی او ددی جواز موجود وو
مګر مونږ ته ددی ضرورت دی او ددی په جواز عملی کولو باندی زمونږ لپاره زیر زبر لیکلی شویدی
خلاصه دا چه زیر زبره مخکی نه موجود وو