(٩) مخرج: طرف اللسان:
يعني د ژبې غاړه او لږه حصه د حافة اللسان او د ثنايا، رباعيات، انياب، ضواحکو د اورو نه لږ شان مائيله تالو طرف ته ددې نه (لام) اداء کيږي .
که ښي طرف نه وي او که چپ طرف نه او که د دواړو طرفونو نه وي ، ليکن د ښي طرف نه په اسانه اداء کيږي .
فائده: حافه په دوه ډوله ده:
اول: أدنى حافه. دوهم: أقصى حافه.
أدنى حافه: د ژبې هغې حصې ته وايي کومه چې د ضواحکو په مقابله کې وي .
أقصى حافه: د ژبې هغې حصې ته وايي کومه چې د نواجذو په مقابله کې وي .
حاصل دا شو چې په حرف (ضاد) کې أدنى حافه او أقصى حافه دواړه لږيږي او په حرف ( لام ) کې فقط أدنى حافه لږيږي .
(١٠) مخرج: (نون)
دا أداء کيږي د ژبې غاړه او د ثنايا رباعيات انياب د اورو نه يعني په دې مخرج کې ضواحک شامل ندي.
(١١) مخرج: (را)
دا أداء کيږي د ژبې غاړه او لږه حصه د ژبې د شاه نه او د ثنايا رباعيات د اورو نه او دې درې حروفو ته (حروف طرفيه) يعني د ژبې د غاړې حروف، او (حروف ذلقيه يا ذولقيه) ورته هم وايي .
فائده: امام خليل او سيبويه رحمهما الله چې د (لام، نون، را) لپاره جدا جدا مخارج بيان کړي دي د هغې وجه دا ده:
د لام او نون په منځ کې د مخرج په اعتبار سره فرق شته دى.
- په لام کي د څلورو غاښونو دخل دى :
(١) ثنايا. (٢) رباعيات. (٣) انياب. (٤) ضواحک، او په نون کي ضواحکو لره دخل نشته د لام په أدا کولو کې ژبه د هغې اورو سره لږيږي کومه چې تالو طرف ته وي، يعني تالو طرف ته ماېله وي او په نون کې ژبه د هغې اورو سره لږيږي کومه چې غاښونو طرف ته وي .
د نون او را په مينځ کي فرق:
- د نون په أدا کولو کې ژبه د هغې اورو سره لږيږي کومه چې غاښونو طرف ته وي .
او دحرف را په أدا کولو کې ژبه د هغې اورو سره لږيږي کومه چې د لام او نون مخرج په منځ کې وي .
- د حرف را په أدا کولو کې (ظهر لسان) لره دخل شته ، او د نون په أدا کولو کې (ظهر لسان) لره دخل نشته .
نوټ: د حرف لام په أدا کولو کې ثنايا، رباعيات، انياب، ضواحک شامل دي او د نون په أدا کولو کې ثنايا، رباعيات، انياب شامل دي او د حرف را په أدا کولوكې ثنايا، رباعيات شامل دي، په نون کې ضواحک نشته او په حرف را کې ضواحك او انياب نشته .
ددې مخارجو پوره تحقيق ما په ملخص الفريد في علم التجويد كې كړی دى.
(١٢) مخرج. (طا، دال، تا)
دا أداء کيږي د ژبې سر او د ثنايا عليا د بېخونو نه او دې حروفو ته (حروف نطعيه) يعني د ډوغل حروف وايي.
(١٣) مخرج: (ظا، ذال، ثا)
دا أداء کيږي د ژبې سر او د ثنايا علياد دننه کنارو نه يعني د سرونو نه او دې حروفو ته (حروف لثويه) يعني د اورو حروف وايي.
او لثويه ورته ځکه وايي چې ددې مخرج اورو ته نږدې دى .
(١٤) مخرج: (ص، ز، س،)
دا أداء کيږي د ژبې سر او ثنايا سفلی د دننه کنارو نه او لږه حصه د يوځای کيدو د ثنايا عليا نه او دې حروفو ته (حروف صفيريه او حروف اسليه) ويي.
(١٥) مخرج: (فا)
دا أداء کيږي د لاندې شونډې خيټه او د ثنايا عليا د کنارو يعني سرونو نه .
(١٦) مخرج: (با، ميم، واو)
غير مده يعني واو متحرکه او واو لين ادا کيږي د دواړو شونډو نه .
- ( با) د دواړو شونډو د لمدې حصې نه په سختۍ سره أداء کيږي ددې وجې نه ورته (بحري) حرف وايي.
- ( ميم ) د دواړو شونډو د وچې حصې نه په نرمۍ سره أداء کيږي ددې وجې نه ورته (بري) حرف وايي.
- ( واو ) أداء کيږي د دواړو شونډو نه يعني ددې حرف په أداء کې د شونډو غاړې بندې او منځ يې يوله بلې څخه لرې وي .
دې څلورو حروفو ته (حروف شفويه او حروف شفهيه) وايي، شفويه او شفهيه ورته ځکه وايي چې دا د شونډو نه أداء کيږي.