صفات لازمه اقسام :
صفات لازمه اولس (١٧) دي او دا په دوه ډوله دي:
(١) صفات لا زمه متضاده . (٢) صفات لا زمه غير متضاده .
- صفات لازمه متضاده: دې ته وايي چې هغه د يو بل ضد او مقابل وي .
- صفات لازمه غير متضاده: هغه دې چې د يو بل ضد او مقابل نه وي .
صفات لازمه متضاده اقسام :
صفات لازمه متضاده لس (١٠) دي او هغه دادي:
(١) همس . (٢) جهر . (٣) شدت . (٤) رخوت، توسط .
(٥) استعلاء . (٦) استفال . ( ٧) اطباق. (٨) انفتاح .
(٩) اذلا ق . (١٠) اصمات .
- دا لس صفات دي او پنځه جوړې دي :
اوله جوړه : همس او جهر.
دوهمه جوړه : شدت، توسط رخوت.
دريمه جوړه : استعلاء او استفال.
څلورمه جوړه : اطباق او انفتاح.
پنځمه جوړه: اذلا ق او اصمات.
په دې هره يوه جوړه کې دا يو صفت د بل صفت ضد او مقابل دى .
د صفات لازمه غير متضاده اقسام :
صفات لازمه غير متضاده اوه(۷) دي او هغه دادي:
(١) صفير . (٢) قلقله . (٣) لين . (٤) انحراف .
(٥) تکرير . (٦) تفشي . (٧) استطالت .
صفات لا زمه متضاده کې چې کومې دوه دوه جوړې دي نو دا نهه ويشت حروف ددې نه بهر نه دي بلکه څومره چې حروف دي د مقابل صفتونوڅخه به په کى يو نه يو صفت لا زمًا وي، يعني که په کومو حروفو کې صفت د همس وي نو په باقي حروفو کې به د هغې مقابل صفت جهر لازمًا وي، او په صفات لازمه غير متضاده کې دا خبره ضروري نه ده بلکه په يو حرف کې به يو صفت وي او په باقي حروفو کې به نه دغه صفت وي او نه به په کې د هغې ضد او مقابل وي .
لکه په حرف (سين) کې صفت د صفير دى نو په باقي حروفو کې به نه دغه صفت وي او نه به په کې د هغې ضد او مقابل وي .
صفات لازمه متضاده تفصيل :
صفات لا زمه متضاده او دې ته صفات ذوات الاضداد هم وايي او هغه دادي :
(1) همس:
همس په لغت کې کمزوري او ښکته والي ته وايي.
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مهموسه وايي.
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو ادا کولو په وخت کې آواز په مخرج کې په داسې کمزورۍ سره حصار شي چې ساه به جاري وي او په آواز کې به يو قسم کمزوري او ښکته والى وي او داسې حروف لس (۱۰) دي چې مجموعه يې ده: (فحثه شخص سكت).
(2) جهر:
جهر په لغت کې قوة او لوړوالي ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مجهوره وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې آواز په مخرج کې په داسې قوت سره ودريږي چې ساه جاري کيدل بند شي او په آواز کې يو قسم قوت او لوړوالی پيدا شي، او د مهموسه نه علاوه باقي ټول حروف مجهوره دي او دا دواړه صفتونه يعني همس او جهر د يو بل ضد او مقابل دي او مجهوره حروف ټول نولس (۱۹) دي چې مجموعه يې داده:
(عظم وزن قاري ذى غض جد طلب).
فايده: په حروف مهموسه کې ساه زياته وي او آواز کم وي او په آواز کې يو قسم کمزوري وي، او په حروف مجهوره کې آواز زيات وي او ساه کمه وي او په آواز کې يو قسم قوت او لوړوالی وي.
(3) شدت:
شدت په لغت کې سختۍ ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف شديده وايي.
مطلب دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې آواز په مخرج کې په داسې قوت او سختۍ سره ودريږي چې آواز بند شي او په آواز کې يو قسم سخت والى پيدا شي او داسې حروف اته دي چې مجموعه يې ده: (اجد قط بكت).
(4) رخوت:
رخوت په لغت کې نرمۍ ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف رخوة يا رخاوه وايي .
او مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې آواز په مخرج کې په داسې کمزورۍ سره ودريږي چې آواز جاري وي او په آواز کې يو ډول نرمي پيدا شي او د شديده او متوسطه نه علاوه باقي ټول حروف رخوه دي، او رخوه حروف شپاړس دي چې مجموعه يې ده:
(خذ غث حظ فض شوص زي ساه).
(4) توسط:
توسط په لغت کې منځني ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف متوسطه يا بينيه وايي.
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې آواز په مخرج کې نه د شدت په څېر پوره بند وي او نه د رخوت په شان پوره جاري وي بلکه د شدت کامله او رخوت کامله په منځ کې أداء کيږي، يعني په دې حروفو کې شدت ناقصه او رخوت ناقصه وجود لري او دا صفت توسط ځان ته مستقل صفت نه حسابيږي ځکه په دې کې څه صفت شدت دى او څه په کې صفت رخوت دى او داسې حروف پنځه دي چې مجموعه يې ده: (لن عمر).