څلورم : له سورت مائدې څخه:
۱ – : قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِاللَّـهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ . ( سورت مائده : ۵۹ ).
ژباړه: (اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حد نه وتونكي) دي .
۲ – : إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَىٰ مَنْ آمَنَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ . ( سورت مائده : ۶۹ ).
ژباړه : بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان، او نصرانیان دي، هر چا چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي .
۳ – : وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّـهِ وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ . ( سورت مائده : ۸۴ ).
ژباړه : او مونږ لره څه دي چې په الله به ایمان نه راوړو او په هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي .
۴ – : [ وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّـهُ حَلَالًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّـهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ] ( سورت مائده : ۸۸ ).
ژباړه : او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ .
۵ – : إِذْ قَالَ اللَّـهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۖ وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ ۖ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي ۖ وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ . ( سورت مائده : ۱۱۰ ).
ژباړه : كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یادكړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به د خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب، او حكمت او تورات او انجیل وښوده، او كله چې تا به زما په حكم سره له خټې نه د مرغۍ د شكل په شان (شكل) جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تابه زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو
پنځم : له سورت انعام څخه:
۱ – : [ قُلْ أَغَيْرَ اللَّـهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ ۗقُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ] ( سورت انعام: ۱۴ ).
ژباړه: ته ووایه: ایا زه (بل) ولي (مددګار) ونیسم، له هغه الله نه غیر چې د اسمانونو او ځمكې پیداكوونكى دى او هغه خوراك وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه زه چې یم، ما ته حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه .
۲ – : [ قُلْ أَنَدْعُو مِن دُونِ اللَّـهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰ أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللَّـهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الْأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّـهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۖ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ] ( سورت انعام: ۷۱ )
ژباړه: ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په خپلو شاګانو وګرځولى شو، وروسته له دې نه چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې هغه شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دا نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، هم هغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم كړى شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو .
۳ – : [ذَٰلِكُمُ اللَّـهُ رَبُّكُمْ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ ۚوَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ] ( سورت انعام: ۱۰۲)
ژباړه: همدا الله ستاسو رب دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى .
۴ – : [ قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ * قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ] ( سورت انعام: ۱۶۱- ۱۶۳ ).
ژباړه: ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و * ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي * د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه ترټولو مسلمانانو اول یم .