عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: [أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا،وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا] (صحيح مسلم, حديث شمېر: 671)
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی,فرمايي: نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: خوښ په ښارونو کې الله تعالی ته مسجدونه دي اونا خوښ په ښارونو کې الله تعالی ته بازارونه دي .
دراوي پېژندنه:
ددي حديث راوي عبدالرحمن بن صخر الدوسي اليماني دی او په آبوهريره رضي الله عنه باندي مشهور دی ، ددي وجه داوه چې ده به د خپلې کورنې چو پاني کوله او ورسره به يوه پيشو هم وه
ابوهريره رضي الله عنه په اوم کال دهجرت باندي د اسلام په دين مشرف شو، او په همدي کال باندي خيبر علاقه هم فتحه شوه .
او بيا يي څلور کاله د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره يو ځاي تير کړه او دعلم د حاصلولو لپاره يي ډير کوشش او حرص کوو .
تر دي چې ډير علم يي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه زده کړه , او ده په ټولو صحابه كرامو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه زيات احاديث روايت کړي دي ، تر دي چې دده مسند په پنځه زره دري سوه څلور او يا (۵۳۷۴) احاديثو باندي مشتمل دی او د مديني د فقهاو (پو هانو ) له جملې څخه دی ، او په کال اوه پنځوس (۵۷) هجري کې وفات شو او د بقيع په هديره کې دفن شو .
ددي حديث د فوائدو څخه :
۱- مسجدونه د الله تعالی د ذکر ځايونه او د دين نښې دي .
۲ – د مسجدونو تعظيم کول او دهغې صفا کول واجب دي . او جائز نه ده چې يو کس مسجد ته د داسې څه سره داخل شې چې هغه بد بويه وي .
3-بازارونه په عامه توګه الله تعالی ته خوښ نه دي ، ځکه چې په بازارونو کې دوکې او د دروغو قسمونه او دالله تعالی نه اعراض کيږي .