شپږم رکن : په اوو اندامونو سجده کول
سجدي ته د تللو په وخت ( الله اکبر ) ويل
36 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم ثُمَّ يُكَبِّرُ حِينَ يَهْوِى سَاجِدًا.( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم :3 / 46)
ژباړه : ابو هريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم : به الله اکبر ويل کله چې به يې د سجدې اراده وکړه .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله سجدې ته ځو بايد (الله اکبر) ووايو.
سجدې ته د تللو په وخت کې له زنګونانو څخه لومړی لاسونه کېښودل
37 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ إِذَا سَجَدَ أَحَدُكُمْ فَلاَ يَبْرُكْ كَمَا يَبْرُكُ الْبَعِيرُ وَلْيَضَعْ يَدَيْهِ قَبْلَ رُكْبَتَيْهِ ]( سنن أبى داود :1 / 311)
ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : کله چې تاسو کې څوک سجده کوي نو نه د اوښ په شان دې ګونټه کېږي بلکې خپل لاسونه دې له زنګونانو نه مخکې کيږدي .
خپل لاسونه له بدن څخه لري ساتل اوداوګو برابر کېښودل
38 – : عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ إِذَا سَجَدَ أَمْكَنَ أَنْفَهُ وَجَبْهَتَهُ مِنْ الْأَرْضِ وَنَحَّى يَدَيْهِ عَنْ جَنْبَيْهِ وَوَضَعَ كَفَّيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ .( سنن الترمذي :2 / 59))
ژباړه: دابوحميد ساعدي رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به کله سجده کوله نو په ځمکه به یې خپله پوزه او تندی لګو، او له ډډ څخه به يې خپل لاسونه جدا ساتل ، او د خپلو اوګو برابر به يې په ځمکه خپل ورغوي کېښودل .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله سجده کوو نو خپل تندی او پوزه به په ځمکه باندې لګوو نو څوک چې خپل تندی او پوزه په ځمکه نه لګوي د هغه سړي سجده نه کېږي او د چا چې سجده ونه شي نو لمونځ يې نه کېږي او بل په حديث کې مونږ دا ياد کړل چې بايد خپل لاسونه ( ورغوي ) د اوګو برابر کېږدو په داسې طريقه چې نه له سرڅخه مخکې وي او نه وروسته د تشو خوا ته کېښودل شوي وي بلکې د اوګو برابر بايد کېښودل شي .
39 – : وَرَوَاهُ اَبُوْدَاؤُدَ وَزَادَ: وَ فَرَّجَ بَيْنَ فَخِذَيْهِ غَيْرَ حَامِلٍ بَطْنَهُ عَلَى شَىْءٍ مِنْ فَخِذَيْهِ. ( سنن ابي داود :1/107)
ژباړه: دا حديث ابوداود رحمه الله هم روايت کړی دی او دا يې پکې زيات کړي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به جداوالی راوستو په منځ د ورننو خپلو کې اود ورنونو کومې حصې سره به يې خيټه نه لګوله.
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې د سجدې په وخت کې به خپل ورنان د يو بل سره نه لګوو او نه به خپله خېټه له ورنانو سره لګوو .
د ورغو ترمينځ سجده کول
40 – : عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ رضي الله عنه [ أَنَّهُ رَأَى النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم فَلَمَّا سَجَدَ سَجَدَ بَيْنَ كَفَّيْهِ ]( صحيح مسلم : 2 / 13)
ژباړه : له وائل بن حجر رضي الله عنه نه روايت دی چې دی نبي کريم صلی الله عليه وسلم ليدلی و چې کله به يې سجده کوله نو سجده به يې د خپلو ورغو په منځ کې کوله .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله سجده کوو نو بايد سر خپل د دواړو ورغوو په منځ کې کېږدو داسې نه چې لاسونه مو له سرڅخه مخکې او ياورسته ايښي وي .
په سجده کې خپلې ګوتې يوځايې کول
41- عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ النَّبِىُّ صلی الله عليه وسلم إِذَا رَكَعَ فَرَّجَ أَصَابِعَهُ ، وَإِذَا سَجَدَ ضَمَّ أَصَابِعَهُ الْخَمْسَ]( سنن الدارقطني:1 / 339))
ژباړه : له وائل بن حجر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله رکوع کوله نو خپلې ګوتې به يې خورولې او چې کله به يې سجده کوله نو پنځه واړه ګوتې به یې راټولې کړې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله رکوع ته لاړ شو نو خپلې ګوتې به په زنګونانو باندې خورې ږدو او چې کله سجدې ته لاړ شو نو بايد خپلې ګوتې له يو بل سره نږدې کړو او سره يو ځای يې کړو.